د پښتنو نژادي لږه کيو ناوړه وضعيت
ليکنه : د معين الدين خان
ژباړه : د پښتو څانګي
د پاکستان له تاسیس راهیسې ، پښتنو ځان بې وسه او مجبوره احساس کړي . هڅې روانې وې ترڅو د دوی ځانګړي کلتوري ارمانونه پړاو په پړاو وچقولي شي . د هغوي وفادارۍ ته تل د شک په نظر کتل شوي ، که څه هم دې پښتنو د پاکستان پوځ ته ډیر ارزښتناک خدمتونه ترسره کړی. دوی د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نژادي اړیکې هم لري. د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرخه هیڅکله د کوم افغان حکومت لخوا د يوي پولي په توګه په رسميت نه ده پیژندل شوی ، حتی چي طالبان هم د دواړو هیوادونو تر منځ دا کرخه د پولې په توګه نه مني
د ۱۹۷۰م لسيزي په پيل کي په ختیځ پاکستان کې د پاکستان پوځ ډله ییزې وژنې وکړي او هغوی يي له سیاسي حقوقو څخه بي برخي کړي وو . د خلکو بشپړ محرومیت په پایله د پاکستان دوه ټوټي شوي او د بنګله دیش په نامه يو نوي هيواد رامینځته شو. په پاکستان کې د ولایتي اختياراتو او سيمه ييز حقوقو غږونه پورته شول. پښتانه هم د پوځ د زور زیاتي او ظلمونو له امله په قهر او غصه کي راغلي وو. هغوي سره د دروغو ژمني وشوې چې هغوي ته به سیاسي آزادي ورکړي شي خو غیور پښتانه د پوځ هغه تکتیکونه درک کړل چې د پنجابیانو تر ولکې لاندې وو. په حقیقت کې ، د پاکستان مرکزي حکومت د نظامي تاسیساتو د غوښتنې خلاف هیڅ ګام نشو پورته کولی
۱۹۸۰م په لسيزه کې کله چي د شوروي ځواکونو پروړاندې "افغان جهاد" پیل شو ، د پښتنو قبایلي سیمې د افراطیت روزنې لپاره په لوی لابراتوار بدلي کړي شوي . د پاکستان او افغانستان د پولو تر منځ تاوتریخوالی نور هم زیات شو ، او پخپله پښتانه ترټولو لوی قرباني شول. د پاکستان ستراتیژۍ داسي وه چي سیمې ته د بهرني جنګیالیو راتګ په لوي شمير کي وشو. د پاکستان د پوځ بي لاري کونکي نظامي عملیاتو په سیمه ایز اقتصاد ډیره ناوړه اغیزه وکړه او ځایی قبايل اخواه ديخواه تيت او پرک شول. د جنایت کونکو په شمير کا اضافه وشوه او د مخدره توکو غیرقانوني تجارت مخ په ډیریدو و. څرګنده ده چي پښتانه هم په لویه کچه مهاجرت ته اړ شول
په پښتنو کيدونکي څلور اړخېزو ظلمونو له کبله دوی دې ته اړ شول چې په ګډه د خپلو حقوقو لپاره سوله ییزه مبارزه پیل کړي. د همدې لپاره ، د ۲۰۱۸ م جنورۍ مياشت کې ، د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم یو سازمان رامینځته شو چې د پښتنو سیاسي او مدني حقوقو ساتنه وکړي. په حقیقت کې د کراچۍ د پولیسو له لاسه نقیب الله محسود په ظالمانه توګه قتل کړي شو او په پښتنو کي په ځانګړي توګه د ځوانانو ډلې دې ته اړ شول چې یو سوله ایز غورزنګ پیل کړي او د پاکستان د خلکو پام ځان ته راواړوي. . دې غږ پښتانه وهڅول چې د خپلو حقوقو لپاره اوږدمهاله مبارزه وکړي. د پښتنو نفوس د پاکستان له پوځ څخه ډیر شکایتونه لري ، چې دغه توکمیز ګروپ د دویمې درجې اتباع ګڼي
د ۲۰۱۸ م کال فبروري مياشت کې ، د پښتون تحفیظ غورځنګ (پي ټي ايم ) له وزیرستان څخه تر اسلام آباد پورې اوږد مارچ تنظیم کړ. په لاریون کې له ۵۰۰ څخه زیاتو خلکو برخه اخیستې وه او د پاکستان حکومت ته یې پنځه نکاتی یادداشت وړاندې کړ. دوی غوښتنه وکړه چې په ټاکلي ډول د پښتنو مرګ ژوبلي څخه لاس واخيستل شي ، پښتانه د وژلو سوچ پریښودل شي او د فدرالي نظام تر واک لاندې قبایلي سیمو څخه ماینونو پاک کړي شي ، او ددي سره سره د ټاکل شوې مودې په اوږدو کې نیول شویو پښتنانه ازاد کړي شي . د غیرقانوني وژنو د تحقیق لپاره باید د تحقیقاتو يو کمیسیون جوړ شي او د راؤ انوار په نوم د پولیسو یو افسر دې په محاکمه کې د نقیب الله محسود د بې رحمانه وژلو په تور محاکمه او په مرګ محکوم کړي شي
پي ټي ايم چيلنج سره دا وايي چې دا سوله خوښونکي ډله ده او په سوله ییزه توګه د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي. هغه د پاکستان پوځ ته "چاودیدونکې تروریستي ډله" وایی
یوه ستونزه دا ده چې حکومت هڅه کوي چي روانه سوليزه مبارزه بدنامه کړي شي . میډیا لخوا په منظم ډول یو کمپاین پیل شوي تر څو خلک له دې تحریک څخه بیزاره کړې. دا کمپاین هم په هغه طرز پرمخ وړل کیږي لکه چي د بنګالیانو پر ضد په لوديز پاکستان کې د پوځ له لخوا پر مخ وړل کیدو . په دې وروستیو کې د پی ، ټي ، ایم ، یوه فعاله مشر عارف وزیر چې د ملي اسمبلۍ يو غړي ، علی وزیر د تره زوی وو ، ووژلي شو . له دې وروسته په پشتون قوم کې نور غړ هم ووژلي شو
پی ، ټي ، ایم ، په ډاګه په پاکستان دا تور لګوي چې د پاکستان حکومت له افغان طالبانو سره د پټو مذاکراتو له مخې یوه پریکړه کړي ، چې د ښو او بدو طالبانو تر نوم لاندې داسې ماحول رامنځته کړی، تر څو له خپلو مخالفینو څخه بدله واخلي. لکه څنګه چې عارف وزیر د پی ، ټی ، ایم ، له ځواکمنو غړو څخه وو ځکه یې د ښو طالبانو یعنې د پاکستان د پوځ ملاتړي طالبانو په واسطه په ډیره بې رحمۍ سره په سویلي وزیرستان کې د روان کال د مۍ په لومړی نیټه ووژلو. په شمالي وزیرستان پورې اړوند د ملي شورا غړي محسن داوړ د مۍ په دوهمه نیټه پخپل یوه ټویټ کې وویل چې ، عارف وزیر ښو طالبانو وژلي خو زمونږه مباره به د تش په نوم ښو طالبانو یعنې د پوځ ملاتړ کونکي طالبانو چي دا يي وژلي ، په ضد د تل لپاره دوام ولري . دلته دا خبره د یادونې وړ ده چې عارف وزیر د غم ځپلي کورنۍ اتلسم غړی وو چې د پاکستان حکومت د ملاتړو ترهګرو لخواه ووژلي شو
اصلاً پشتون تحفظ موومنټ یو داسې غورزنګ دی چې د پاکستان د پوځ لخوا په مخفي ډول د ترهګرو ملاتړ پرضد رامنځته شوی . د پاکستان پوځ د ترهګرو ملاتړ او سرپرستي ځکه کوي چي دوي د داخلي خلکو ولولي او ارمانونه پښو لاندي کوي او همدا لوبه هغه په ختيز پاکستان يعنې په نني بنګله دیش کې هم لوبولي وه
Comments
Post a Comment