هندوستان چين ته سخت احتجاج وړاندي کړ

ليکنه : د پروفيسور شري کانت کونډاپالي
ژباړه : د پښتو څانګي

د جون په ۱۵مه د چینايي ځواکونو یرغل د هند د پوځ ۲۰ سرتيرو شهادت او د شاوخوا ۴۳ چینايي سرتیرو د مرګ ژوبلې لامل شو او ددي له امله د لداخ په لویدیځ برخه کې د ګلوان او پیانګ توسو سیمو کې تاوتریخوالۍ لا پسې ترینګلی شو. د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جیشینکر د خپل چینایي سیال وانګ یی سره خبره وکړه او د هند له پلوه يي د احتجاج څرګندونه وکړه . هغه د چینايي سرتیرو پهکله اندیښنې هم راپورته کړي چې د جون د شپږمې نیټې د سیمه ییزو قوماندانانو د سرتيرو د پشا کولو پلان سرغړونه يي وکړه. چین هڅه کړې د کنټرول حقيقي کرخي په اوږدو کې وضعيت بدل کړي
ډاکټر جیشینکر څرګنده کړه چې په لداخ کې بې ساري پیښه به د دواړو هیوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو جدي اغیزه وکړي . البته دواړو وزیرانو موافقه وکړه چې دا مسله به په "مسولانه ډول" حل کړي
په ګلوان وادي کې پیښه د یو لړ سرحدي پیښو لامل شوي چې د می د ۵ مي نیټې راهیسې په لداخ کې د سيکيم نکو لا ، پیانګ توسو او ګوان سیمو کې چینايي سرتیري په راننوتلو د سیمې امنیت يي په خطر کي اچولي . پداسې حال کې چې د ناکولا پیښه حل شوې ، د لداخ په سیمه کې د سوک وهني او ډبرو ویشتلو بې شمیره پیښې هغه وخت رامینځته شوې کله چې د چین سرتیري او نظامي تجهیزات د هند حقيقي کنټرول په کرښه ځای پر ځای شول
پداسې حال کې چې د ځمکې سرحد ندي نښه شوي او د دواړو هیوادونو د ځانګړو استازو لپاره د بحث لپاره یوه موضوع ده ، دواړو لورو هوکړه کړې وه چې د پولې په اوږدو کې وضعیت په سوله وساتي. البته د موافقې په سرغړونه کې ، چین په زوره د هند په پولو یو لړ ناسم فعالیتونه ترسره کړل
چین په غیر ضروري ډول د سرحد په اوږدو کې سرغړونه کړې . چینايي عسکر د ۲۰۱۳م د اپریل ۱۵ مي نيټي څخه د می ۶مي نيټي پوري د لداخ سکتور دننه د ډیپسنګ میدانی سیمو ته رادننه شول . په تعقیب ، د چین عسکر د ۲۰۱۴ م په سپتمبر کې چومار سيمي ته هغه وخت رادننه شول کله چي ولسمشر شي جینپینګ له نوي ډيلي څخه لیدنه کوله . په لویدیز سکتور کې چومار بيا د ۲۰۱۵م په سپټمبر او نومبر کې د بل لوی سرغړونې شاهد و. ۲۰۱۶م کې د پولې په مینځنۍ برخه ، په براهاهتي کې د چین سرغړونې هندوستان حیران کړ ځکه چې دا په عمومي ډول منل شوي چې دا سيمه دومره شخړه نلري
د ۲۰۱۷م کال د جون او اګست ترمنځ د ډوکلام پیښه ، د بوتان - چین او د هند له سکیم سره د سرحدونو په تیریدو کې خورا جدي وه. د ۷۳ ورځو شخړه د چین هغه ژمنې سرغړونه وه کومه چې يي د ځانګړي نمایندګانو په غونډه کې یادونه کړي وه کومه چي ۲۰۱۲ م کال کي شوي وه
دا حقیقت چې وروسته نورې پیښې رامینځته شوي خاي چې د چین ستراتیژي په یو اړخيز ډول په سرحدي سیمو کې وضعیت بدلول دي
د اروناچل پردیش په سرحدي سیمو کې پیښې شوي ، پداسې حال کې چې ۲۰۱۹م کال کې د پینګانګ توسو جهيل څخه د ډبرو ویشتلو راپور ورکړل شوی وو
چین په تبت او سنکیانگ کې یو شمیر زیربنايي پروژې لکه سړکونه ، ریل پټلۍ ، هوایی ډګرونه او فایبر آپټکس جوړوي. بیجینګ داهڅه هم کوي چې محلي محرکات بدل کړي ، په ځانګړي توګه د کنټرول حقيقي کرخي ته د خپلو ځواکونو لیږد اسانولو لپاره لاره هواروي.. چین په سرحدي سیمو کې تر ځمکې لاندې دفاعي شبکې او نور نظامي تاسیسات جوړوي. دې سیمه ایز متحرکاتو ته يي په کافي اندازه تغیر ورکړی چې د هند لخوا يي څو ځله یادونه شوي
په ګلوان کي وروستۍ پیښه چين لخوا د دوه اړخیزو موافقو جدي سرغړونه ده
البته د هند د پوځ د ۲۰ سرتيرو شهادت ټولې هغه تیارسئ چې د څو لسیزو په اوږدو کې شوي وي ګډ وډ کړي . سربیره پردې ددي سره د ۱۹۶۲، ۱۹۶۷ او د ۱۹۷۵ نښتو یادونه راژوندۍ شوه
د ډاکټر جیشینکر څرګندونې نه یوازې چین ته د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو موافقو د پلي کولو په هکله یادونه کوي بلکه د هندي سرحدونو په اوږدو کې د چینایي ځواکونو بدبختانه سرغړونو پرضد هم ويناوي کوي
لکه څنګه چې لومړي وزیر نريندر مودي وویل چې هند یو سوله ایز ملت دی خو د دې ډول ناوړه چلند په هکله مناسب ځواب د ورکولو وړتيا لري

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت