روسۍ څخه د دفاع وزير ليدنه

ليکنه : د ډاکټر اندراني تالوکدار
ژباړه : د پښتو څانګي

روسۍ ته د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګ سفر نه یوازې د هند لپاره بلکې د روسیې او چین لپاره هم د پام وړ دی په ځانګړي ډول کله چې نړۍ د کوویډ-۱۹ ناروغي سره مخ شوي . د درې ورځني سفر په جریان کې ، د هند دفاع وزیر د روسیې له لوړپوړي نظامي ځواکونو سره خبرې وکړې او په دوهم نړیوال جنګ کې یې په جرمني کې د شوروي د بریا ۷۵مه کلیزه لمانځلو لپاره په مسکو کې په روان پراخ نظامي پریډ کې يي ګډون وکړ
د بریا ورځ د نمانځلو په مراسمو کې د هندوستان برخه اخیستنه ، نه یوازې د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د روسیې او نورو هیوادونو د سترو قربانیو ستاینه نښه کوي بلکه دا هم راپيادوي چي دوهم نړیوال جنګ کې هندي سرتیرو د پام وړ برخه اخیستې وه. د ښاغلي سینګ دا سفر د هند او چین تر منځ د سرحدي کړکيچ ترمنځ را منځته شوي او په پریډ کې د هندي ځواکونو ۷۵ غړو دستي په ګډون د چین څخه برخه اخیستونکي هم پدي کي شامل وو . دغه لیدنه د نوي ډیلي صلاحيت او بشپړتیا او د هند تګلارو ټينګتيا ترمنځ ترسره شوي . دغه لیدنه د روسیې او هند ترمنځ د ځانګړي او امتیازي اړیکو اهمیت هم ښیې
روسیه د هند او چین تر منځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره متوازن رول ترسره کوي . دا د روسیې - هند - چین فارمیټ او همدارنګه د څو نورو اړخونو لپاره په ځانګړي توګه د شانګهای همکاریو سازمان او بريکس لپاره هم اهميت لري . د دفاع وزیر د روسیې دفاع وزیر سرګي شوګو او نورو لوړپوړو چارواکو سره پراخه خبرې وکړې او د دوه اړخیز دفاعي تړونونو لاندې؛ په ځانګړي توګه د ايس -۴۰۰ توغندیو دفاعي سیسټم او د روسیې نور توکي لکه ټانکونه ، جنګي الوتکې او چورلکې ژر عرضه کول يي هم وغوښتل څنګه چي هند ته مخ په زیاتیدونکي امنیتي ګواښونه په پام کې نیول کيږي . ښاغلي سینګ د بحري جهازونو پرځای د هوا له لارې دا توکي د سپلايي کولو غوښتنه وکړه. دا به د فاصلو او وخت دواړو ، په کمولو کې مرسته وکړي. روسیۍ دي ته غاړه کيخوده او هند ته يي ژر تر ژره د سپلاۍ ډاډ ورکړو
روسیې ترکیې ته د هوا دلياري ځینې نظامي هارډویر استول ګړندي کړي وو. له همدې امله ، مسکو ، له هند سره چي ځانګړې او امتیازي ستراتیژیکې ملګرتیا لري ، د توغندیو دفاعي سیستمونو سپلايي او نورو ستراتیژیکي نظامي تجهیزاتو په ګړندۍ سپلايي کي به ستونزه ونلري. د پام وړ ، د روسیې اوسني دفاعي قراردادونه له هند سره ۱۴،۵ ملیارده ډالرو ته رسیږي ، پداسې حال کې چې چین سره دا نږدې ۲ ملیارده ډالره دي. پداسي حال کي چې کوویډ-۱۹ په نړیوال اقتصاد بده اغيزه کړي او بله دا چي امریکا لیوالتیا لري چې له هند سره خپلې دفاعي اړیکې پیاوړې کړي ، مسکو نه غواړي د هند سره خپل دفاعي سوداګري له خطر سره مخامخ کړي
د هند او چین تر منځ د سرحدي ننګونو په منځ کې د دفاع وزیر لیدني ، ممکن د روسیۍ دوه ستراتیژیک ملګري به داسې اټکلونه راپورته کړي چې دا به روسیه په مشکل کې واچوي. البته داسي نده . که څه هم هند او روسیه ځانګړي ستراتیژیک ملګري دي مګر د نورو هیوادونو سره په اړیکو کې خپلواک دي. نوي ډیلي هیڅکله په بهرني چارو کې او يا په کومه ستونزه دريځ غوره کولو کي د کوم بل هیواد مرسته نه ده اخیستې
په هرصورت ، روسیه نه غواړي د هند - چین ترمنځ کشاله دده دوه ستراتیژیک ملګرو په مینځ کې يو خنډ جوړ شي .مسکو د ( ار ايي سي ) فارميټ لاندې د درې اړخیزې مجازي ناستې کوربه و. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا روښانه کړه چې د ( ار ايي سي ) باید پیاوړې شي. هندوستان هم خپل نظرونه په بشپړ ډول په مجازی ناسته کې وړاندې کړل
په داسي حال کي چي هند او چین دواړه د روسۍ ستراتیژیک ملګري دي نو هغه غواړي چي دوي ترمنځ داستونزه هواره شي او دا د روسیې لپاره مهم دي ، ځکه چې ډیر څه پکې د دعوي وړ دي. په ځانګړي توګه د کوویډ-۱۹ وروسته حالت کې . ( ار ايي سي ) په مهم ډول د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس سره اړیکه لري او د هند - چین اړیکې نرمول د روسیې لپاره مهم دي ځکه چي دا نه غواړي نور هیوادونه تري ګټه پورته کړي. مسکو نه غواړي چې د لویدیځ مداخلي لپاره لاره پريږدي. اوپه ۳ اړخيزه همکاري کي ځنډ راولي
د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ لیدنې یوځل بیا دا روښانه کړه چي د هند او روسیې ترمنځ ځانګړي اړیکي شتون لري او دا به د مسکو لپاره خورا مهم وي چې هندوستان ته دفاعي تجهیزات په بیړنۍ توگه وړاندې کړي ترڅو دوه اړخیزه ملګرتیا يي نوره هم پیاوړې شي

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ