هندوستان د ملګروملتونو امنيتي شوره څوکۍ وګټله

ليکنه: د پروفيسور اسوک کمار مکهرجي
ژباړه : د پښتو څانګي
هندوستان د ملګرو ملتونو بنسټ ایښودونکی غړی دی او د سان فرانسسکو کنفرانس کې د ملګرو ملتونو منشور يي د ۱۹۴۵م ميلادي کال جون مياشت کي لاسلیک کړي وو . د ملګرو ملتونو منشور د پنځه غیر منتخب دایمي غړو (چین ، فرانسه ، انګلستان ، متحده ایالاتو او شوروي اتحاد) سره د ملګرو ملتونو امنیتي شورا جوړه کړه. او ۱۰ ټاکل کيدونکي غړي هر دوه کلونو په وقفه غوره کيږي . د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته د ملګرو ملتونو منشور لخوا د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره لومړني مسؤلیت ورکړل شوی و
۱۹۴۷م کال په اګست کې له خپلواکۍ وروسته ، لومړی ځل هندوستان د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته وټاکل شو او ۱۹۵۰-۵۱ لپاره يي دا څوکۍ په غاړه ولرله. له هغه وخته راهیسې ، هند په امنیتي شورا کې د دوه کلنۍ مودې لپاره اوه ځله ټاکل شوی ، چې په اوسط ډول هره لسیزه کي د یوې مودې لپاره يي دا منسب ترلاسه کړي . په امنیتي شورا کې د هند وروستۍ دوره د ۲۰۱۲م دسمبر مياشت کې پای ته رسيدلي وه
د ۲۰۱۳م کال نومبر مياشت کې ، اتم ځل لپاره د هندوستان کاندیدتوب رسما د ملګرو ملتونو سازمان ته افغانستان او هند په ګډه واستولو. دا د افغانستان ددغه پريکړي څخه پس وشوه کله چي افغانستان د هند په ګټه ۲۰۲۱-۲۲ کلونو لپاره خپل کانديدتوب بيرته واغست
د ۲۰۲۰-۲۱ لپاره د پنځو خالي منتخب شوي څوکیو لپاره ، ۲۰۲۰م کال جون کي د ملګرو ملتونو په ټاکنو کې هندوستان د آسیا - آرام سمندر ګروپ د ۵۴ غړو هیوادونو څخه یوازې تایید شوی نوماند و. هند به اوس د انډونیزیا ځای واخلي . هندوستان د دوه پر دری اکثریت رایو سره وټاکل شو. هندوستان د ټولو ۱۹۳ رایو څخه ۱۸۴ رایې خپلې کړې
د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله ، د فزیکي واټن نورمونه په پټه رایو کې پلي شوي. دا لومړی ځل و چې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا خپلو ټولو ۱۹۳ غړو هيوادونو عمومي غونډه نه وه رابللي . د هر يو پلاوی مشري ځانګړي نومول شوي استازي کاو چا چي په تالار کې په ټاکلي وخت رای ورکړه
دوه کلنۍ مودې په دوران کي چي د ۲۰۲۱م کال د جنوري په لومړۍ نیټه پیل کیږي ، د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا منتخب غړي په توګه د هند لومړیتوبونه د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر لخوا د ۲۰۲۰م کال د جون په لومړي نيټه په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې پرګوته کړي شول . د هند دنده به د یو اصلاح شوي څو اړخیز سیسټم لپاره نوی لارښود رامینځته کول وي ، چې نړیوالې سولې او د امنیت پیچلي ننګونو ته غبرګون وړاندي کولو لپاره امنيتي شوره په ګډون ملګري ملتونه تيار کړي شي
پدې چوکاټ کې ، هندوستان وړاندیز وکړ چې امنیتي شورا لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د لومړیتوب په توګه د پایلو پراساس اقدامات تعقیب کړي. هند د دې شورا له پلوه پدي تمرکز کوي چې ترهګرو لخوا سایبر سپيس څخه ناوړه ګټه پورته نکړي شي ، د امنیتي شورا د بندیزونو اوسني شرایط پلي کړي ، او د ترهګرۍ مالي تمویل مخه ونیسي. پدې کې دترهګرئ د مالي تمويل د څار ډلي (ايف اي ټي ايف ) په څیر داسې ادارو سره د شورا موجوده همغږي رامینځته کول شامل دي چیرې چې هندوستان یو فعال غړی دی
د امنیتي شورا د غړي په توګه ، هند په پام کې لري ترڅو د ملګرو ملتونو د ۱۳ فعاله ماموریتونو لپاره وضاحت ، اړخ او مسلکتوب یقیني کړي. هندوستان اوس مهال د ښځینه امن ساتونکو په ګډون شاوخوا ۶۰۰۰ سرتیري پدغو ماموریتونو کې لري چي په سویل سوډان ، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او لبنان کې ځای په ځای شوي
په امنیتي شورا کې د هند لپاره دریم لومړیتوب به د شورا په اجنډا کې متنازه سیمو دننه نرمي ټولني رامینځته کولو کې د انساني تماس سره ټیکنالوژۍ د پلي کولو نورمونه رامینځته کول دي. د خبرو اترو ، نړیوالو قوانینو ته ژمنتیا او متقابل احترام باندې د هند عنعنوي باور به دا فعالیت پرمخ وړي
هندوستان به په ۲۰۲۲م کې د جي شلم مشري وکړي ، کله چې هغه به د امنیتي شورا غړیتوب هم ولري. دا د هندوستان لپاره د رهبریت یو ځانګړی فرصت دي ترڅو دا شورا د نړیوالې سولې ، امنیت او پراختیا ترمینځ حتمي اړیکې ساتلو کې فعاله کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت