لومړي وزير نريندر مودي من کي بات ( د زړه خبره ) ، جون ،۲۰۲۰

من کي بات
زما ګرانو هېوادوالو سلام!
من کي بات په ۲۰۲۰م کال کې خپل نیمایي سفر بشپړ کړ. په دې بهیر کې موږ په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې. په دې بهیر کې په دغه نړیواله وبا باندې چې انساني نسل یې له تباهۍ سره مخ کړی موږ پرې ډیرې خبرې کړي. مګر پدې ورځو کې وینم چې په همدې یوې موضوع د خلکو تر منځ بحث کیږي چې دا کال به کله تیریږي؛ څوک که چا ته ټیلفون وکړي نو هغوۍ هم په همدې اړه بحث کوي چې دا کال ولې ژر نه تیریږي. څوک لیکنې کوي، له ملګرو سره خبرې کوي او وایي چې دا کال ښه نه دی. څوک بیا وایي چې ۲۰۲۰ م کال بختور نه دی. بس خلک یواځې همدا غواړي چې په هر ډول وي خو دا کال ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
ملګرو کله کله زه فکر کوم چې داسې ولې کیږي؟ کیدای شي چې د داسې خبرو کوم علت هم وي، ۶ یا ۷ میاشتې د مخه موږ کله پوهیدو چې د کورونا په څیر لویه ستونزه به پیښیږي او د دې پر وړاندې به مبارزه دومره دوامداره شي. دا ستونزه خو شته خو سربیره پر دې هره شیبه زموږ هېواد له نویو ستونزو سره مخامخ کیږي. همدا څو ورځې د مخه د هېواد په ختیځو برخو کې د امفان په نوم طوفان راغلو، او د لویدیځو پر لور بیا نیسارګ په نوم طوفانونه راغلل، په څو ایالتونو کې زمونږ بزګر خویندې ورونه د ملخانو له بریدونو پریشان شول. که هیڅ هم نه وي نو د هېواد په ځینو برخو کې د زلزلې واړه واړه ټکانونه د تمیدلو نوم نه آخلي. او د دې هر څه سره سره بیا زموږ ځینې ګاونډیانو له خوا چې کومې هڅې کیږي له هغه سره هم موږ لاس او ګریوان یو. په رښتیا هم چې په دې کچه یو ځای مصیبتونه ډير کم لیدل کیږي او آوریدل کیږي. حالت خو دې ته رسیدلی چې که چیرته کومې وړې پیښې هم کیږي نو خلک یې له دې غټو پیښو سره پرتله کوي
ملګرو! ستونزې پیښیږي مصیبتونه راځي مګر پوښتنه دا ده چې آیا د دې پیښو له امله باید موږ د ۲۰۲۰ کال خراب وګڼو؟ آیا لومړۍ شپږ میاشتې چې په کوم ډول تیرې شوې نو دا ومنو چې د کال پاتې میاشتې به هم همداسې وي؟ هیڅکله هم نه! زما ګرانو هېوادوالو، باالکل نه، که په یو کال کې یوه ستونزه پیښه شي او یا پنځوس نو د هغو ستونزو د شمیر له امله ټول کال خراب نشو ګڼلی. د هند تاریخ په مشکلاتو باندې د بریایو ترلاسه کول او لا ډیر ځلانده پاتې شوی. سلګونو کلونو راهیسې بیلابیلو بلواګرو په دې هېواد بریدونه کړي، زموږ هېواد یې له ستونزو سره مخ کړی او خلکو داسې ګڼله چې د هندوستان تهذیب او کلتور به لمنځه لاړشي. د هندوستان جوړښت به له منځه لاړ شي خو له دې ستونزو څخه هندوستان نور هم له قوي ارادې سره رامخ ته شوی
ملګرو! زموږ خوا ته ویل کیږي چې، خلقت عمومي دی..... خلقت دوامدار دی. ماته د یوې سندرې څو بیتونه را په یادیږي
یې کل کل چل چل بیهتي، کیا کهتي ګنګا دهارا؟
یوګ یوګ سې بهتا آتا، یې پوڼیه پرواه همارا.
یانې، دا په څپو څپو خوند خوند چې بهیږي، څه وایي د ګنګا سیند بهیدل؟
له پیړیو پیړیو څخه رابهیږي، زموږ د نیکیو دا بهیر.
په هماغه سندره کې وړاندې بیا راځي چې، آیا هغه به ودرولی شو؟ پناه کیدونکی به پناه شي، د شګو او تیګو هستي. دا به څه د پرمختګ مخه ونیسي
په هندوستان کې هم له یوې خوا چې لوی لوی مصیبتونه را پیدا شوي، له بلې خوا بیا د هغوئ د لمنځه وړلو لپاره بې شماره حل لارې هم موندل شوي دي. نوي ادبیات رامنځته شوي، نوې څیړنې شوي، نوي اصول رامنځته شوي یانې د مصیبتونو په وخت کې هم د خالق پرودګار چارې پر مخ روانې وې او زموږ کلتور نور هم ځلیدلی او پر مخ تللی، هېواد مو مخ پر وړاندې تللی. هند تل مصیبتونه په بریاوو بدل کړي. نن هم باید موږ په همدې هیلو سره د ټولو مصیبتونو تر منځ مخ پر وړاندې روان و اوسو. تاسو به هم له همدې فکر سره مخ ته ولاړ شئ. ۱۳۰ کروړه وګړي به مخ ته ځي. نو همدا کال به د هېواد لپاره د نویو بریاوو د ترلاسه کولو کال ثابت شي. په دې کال کې به هېواد نوې موخې ترلاسه کړي، نوي پروازونه به وکړي، نویو لوړو څوکو ته به ورسیږو. زما باور د ۱۳۰ کروړه هېوادوالو په توانایۍ، په تاسو ټولو او د دې هېواد په عظیم تهذیب باندې دی
زما ګرانو هېوادوالو! مصیبت که هر څومره هم لوی وي خو بیا هم د هند فرهنګ په بې بدیله توګه د چوپړتیاوو احساس راکوي. هند چې په کوم ډول سره د مصیبت په وخت کې د نړۍ مرسته وکړه، دې کار د سولې او پرمختګ په بهیر کې د هندوستان رول نور هم قوي کړی. نړۍ به دې بهیر کې د هندوستان نړیوالې ورورګلوۍ اراده هم احساس کړې ده او له همدې سره سره نړۍ د هندوستان لخوا د خپلې خاورې د ساتنې، د سرحدونو دفاع کولو په برخه کې د هند قووت او ژمنه هم ولیدله
په لداخ کې د هند خاورې ته په کږو سترګو لیدونکو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو. که هند د ملګرتیا په ساتلو پوهیږي نو مقابل لور ته د غاښ ماتوونکي ځواب په ورکولو هم پوهیږي. زموږ اتل پوځ منصوبینو وښودله چې هیڅکله به هم د خپلې مورنۍ خاورې عزت داغدار نکړي.
ملګرو! په لداخ کې چې زموږ کومو اتلو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د هغوئ احساس او قربانۍ ته ټول هېواد سلام کوي او درناوی وړاندې کوي، ټول هېواد د هغوئ منندوی دی، د هغوئ پر وړاندې تعظیم کوي. د دې سرتیرو د کورنیو په څیر هر هندوستانی د دوی د لاسه ورکولو درد احساسوي. د خپلو اولادونو په قربانیو چې د هغوئ د کورنیو کوم ویاړ دی، د هېواد لپاره چې کوم جذبات دي، همدا د هېواد قووت دی. تاسو به لیدلي وي چې د کومو کورنیو اولادونه چې شهیدان شوي، هغوئ خپل نور اولادونه هم مسلح قواوو ته لیږي. د بیهار ایالت شهید کوندن کمار پلار هغه الفاظ زما په غوږونو کې انګازې کوي، هغه ویل چې خپل لمسي به هم د خپل هېواد د ساتنې لپاره پوځ ته ولیږم. همدا حوصیله د هر شهید کورنۍ سره شتون لري. په حقیقت کې د دغو کورنیو قرباني د قدر وړ ده. د مورنۍ خاورې هندوستان د دفاع لپاره چې په کوم عظم سره زموږ ځوانانو قرباني ورکړې، موږ هم باید هماغه اراده د خپل ژوند یوه برخه جوړه کړو، هر هېوادوال باید دا احساس د خپل ژوند برخه وګرځوي. زموږ هره کړنه باید په همدې ډول وي، له کوم سره چې د هېواد د سرحدونو د دفاع قووت زیات شي، هېواد نور هم پیاوړی شي، هېواد پر خپل ځان متکي شي، همدا به زموږ د شهیدانو لپاره ریښتینی درناوی وي. له آسام نه رجني ماته لیکلي دي، وروسته له دې چې په ختیځ لداخ کې ټولې پيښې ما ولیدلې نو سوګند مې یاد کړ چې زه به هر څه چې پلورم خپل کورني تولیدات به پیرم او یواځې دا نه بلکې د کورنیو تولیداتو لپاره به تبلیغات هم وکړي. دا ډول پیغامونه ما ته د هېواد له هر ګوټ نه رارسیږي. ډیرو خلکو ماته لیکونه رالیږلي او لیکلي یې دي چې هغوئ هم په دې لور قدم اخیستی. همدا ډول د تامیل ناډو له مادهورای څخه موهن رام مورتي لیکلي چې هغه هندوستان د دفاع په ډګر کې پخپل ځان متکي لیدل غواړي
ملګرو! له آزادۍ نه مخکې زموږ هېواد په دفاعي سکټور کې د نړۍ له ډیرو هېوادونو څخه مخته وو. دلته به ډيرې د دفاعي تولیداتو فابریکې موجودې وې. هغه وخت چې ډیری هېوادونه له موږ شاته پاتې وو، اوس هغوۍ له موږ نه ډير مخکې دي. له آزادۍ وروسته چې باید په دفاعي چارو کې موږ کومې هڅې کړې وی، له زړو تجاربو مو ګټه اخیستې وی، موږ له هغو څخه ګټه ترلاسه نکړه. مګر نن په دفاعي سکټور او د ټیکنالوژۍ په برخه کې دوامداره هڅې کوي، هند پخپل ځان بسیا کیدو لپاره کار کوي
لومړی وزیر وویل چی هیڅ هدف هم د ولسونو له ګډون پرته نشي ترلاسه کیدلی، بریا نشي ترلاسه کولی، د همدې لپاره د پخپل ځان متکي هندوستان رامنځته کولو لپاره د یوه ښاري په توګه زموږ ټولو باور، اراده او مرسته ډیره اړینه ده. تاسو چې کورني تولیدات واخلۍ او د هغو لپاره د مبالغینو په توګه کار هم وکړئ، نو پوی شۍ چې تاسو د خپل هېواد د پیاوړتیا په برخه کې فرض ادا کوئ. دا هم یو ډول د هېواد خدمت کول دي. که تاسو په هر مسلک کې یاستئ او په هر ځای کې د هېواد د خدمت لپاره لویه موقع په لاس کې لرۍ. ستاسو همدا خدمتونه په یو نه یو ډول هېواد ته قووت بخښي، او موږ باید دا هم په یاد ولرو چې زموږ هېواد چې هر څومره پیاوړی وي نو هماغومره به په نړۍ کې د سولې امکانات قوي وي. زموږ خوا ته ویل کیږي چې
که څوک فطرتآ بدعمله وي، تحصیلات د شخړو رامنځته کولو لپاره کاروي، سرمایه د تکبر او نورو د تکلیف لپاره په کار اچوي.
مګر، برعکس د ښو خلکو علم د پوهې لپاره، سرمایه د مرستې لپاره او قووت بیا د دفاع لپاره استعمالیږي. هندوستان خپل قووت تل د همدې احساس پر بنا استعمال کړی. د هند عظم دا دی چې د هند عزت د جغرافیې ساتنه او دفاع وکړي. د هند موخه پخپل ځان متکي هندوستان دی. د هند کلتور، باور او عظم ورورولي ده او موږ به له همدې خپلو عادتونو سره مخ پر وړاندې روان یو.
زموږ ګرانو هېوادوالو! د کرونا په چاپیریال کې هېواد له ټولبندیز څخه راوتلی دی. اوس موږ په آن لاک یا آزاد حالت کې یو. د آزادۍ په دې وخت کې موږ باید په دې دوو ټکو باندې ډير تمرکز وکړو. کرونا ته ماتې ورکول، اقتصاد پیاوړی کول او هغه قوي کول دي. ملګرو! د لاک ډان څخه ډیره پاملرنه باید د آن لاک یا آزادۍ پر وخت کې وشي. ستاسو همدا زیرکتیا به تاسو له کرونا څخه په امان کې وساتي
دا خبره تل په یاد ولرۍ چې که چیرې تاسو ماسک نه آغوندۍ، دوه متره واټن نه مراعات کوۍ او یا ټولنیزه فاصله په نظر کې نه نیسۍ او یا نور اړین احتیاطونو ته پام نه کوۍ نو له خپل ځان سره سره به نورو ته هم مشکل پیښ کړئ. په ځانګړې توګه د کورنۍ مشران او ماشومان به له خطر سره مخامخ کړئ. زه له ټولو هېوادوالو څخه دا هیله کوم او په کراتو کراتو یې کوم چې تاسو لاپرواهي مه کوئ، خپل ځان وساتۍ او نور هم له دې خطر نه وساتئ.
ملګرو! د آن لاک په بهیر کې ډیر داسې شیان هم آن لاک کیږي چې هندوستان ورسره له لسیزو تړاو لري. له کلونو راهیسې زموږ د معادنو سکټور بند وو. سوداګریز نیلام ته د منظورۍ په ورکولو سره دې یوې پریکړې ټول حالت بدل کړ. له دغو سمونونو سره له کلونو راپدیخوا بند دغه سکټور ته آزادي ترلاسه شوه. له دې سره به پخپل ځان بسیا هندوستان کمپاین ته نه یواځې دا چې چټکتیا ترلاسه شي بلکې هېواد به د ټیکنالوژۍ په برخه کې هم پرمختګ وکړي. خپل کرهنیز سکټور ته پام وکړئ، په دې برخه کې هم له لسیزو راهیسې ډير څه په بندیز قرار درلود، دا سکټور هم اوس آزاد کړی شو. له یوې خوا چیرته چې بزرګرانو ته دا خپلواکي ورکړل شوه چې هر چیرته چې یې زړه وغواړي خپل مصولات وپلوري او له بلې خوا هغوئ ته د زیات پور ترلاسه کولو موقع هم په لاس ورغلې. همداسې ډیرې برخې شتون لري چې زموږ هېواد ته به د دې ټولو مشکلاتو تر منځ د تاریخي پریکړو پر بنسټ نوې دروازې پرانیستل شي.
زما ګرانو هېوادوالو! هره میاشت موږ داسې خبرونه وینو او لولو چې موږ احساساتي کوي. دا موږ ته هغه څه را په یادوي چې څنګه یو هندوستانی له نورو هېوادوالو سره مرستو ته چمتو ولاړ دی. هغه چې هر ډول مرسته کولی شي په هماغه برخه کې کار کوي
همداسې یوه هڅوونکې کیسه ما د آروناچل پردیش په هکله په رسنیو کې ولوستله، هلته د سیانک ولسوالۍ په میرین کلي کې خلکو هغه څه ترسره کړل چې د ټول هند لپاره یو مثال وګرځیده. د دې کلي ټول خلک له خپل ټاټوبي څخه لرې کار کوي، کلیوالو ولیدل چې د دې وبا په وخت کې ټول بیرته خپل کلي ته راروان دي، نو په داسې حالت کې کلیوالو له کلي څخه بهر د قرنطین خونو جوړولو پریکړه وکړه. هغوۍ پخپلو کې په اتفاق سره له کلي بیرون څوارلس لنډ مهاله قرنطین خونې جوړې کړې او دا پریکړه یې وکړه چې کله بهرمیشته کلیوال بیرته راستانه شي نو د یو څه مودې لپاره به په دغه قرنطین خونو کې ځای پر ځای شي. په دغه قرنطین خونو کې د تشنابونو، بریښنا او اوبو سره سره د ورځنیو اړتیاوو هر ډول آسانتیاوې یې برابرې کړې. څرګنده ده چې د میرین کلي خلکو دغه ټولنیزو او ګډو کړنو او ځیرکتیا د ټولو پام ځان ته راواړوو
ملګرو! زموږ خواته ویل کیږي چې:
لکه څنګه چې کافور له سوځیدو وروسته هم خپله خوشبویي له لاسه نه ورکوي په همدا ډول ښه خلک په ستونزمنو حالاتو کې هم خپل خوی او خپله اراده نه پریږدي. نن چې زموږ د هېواد کارګره طبقه او مزدوران ملګري دي هغه هم د همدې خبرې ژوندي ثبوتونه دي. تاسو وګورۍ چې په دې ورځو کې زموږ د مزدورو دوستانو داسې ډیرې کیسې تر غوږو کیږي چې ټول هېواد ته جذبه ورکوي. د اترپردیش بارا بنکي کلي ته راستانه شويو مزدورانو د کلیاني سیند د طبیعي ښایست د بیرته راستنیدو لپاره کار شروع کړ، د سیند د ښکلا په لیدو د شاوخوا اوسیدونکي بزګران هم وهڅیدل. کلي ته له راستنیدو وروسته په قرنطین خونو کې اوسیدونکو زموږ مزدورو ملګرو چې په کوم ډول خپل هنر و کارولو، او د خپل شا او خوا تصویر ته یې بدلون ورکړ هغه بې بیلګې دی. ملګرو! داسې ډیرې کیسې او کړنې د هېواد په سلګونو زرو کلو کې شتون لري چې لا تراوسه پورې موږ ته ندي رارسیدلي. څنګه چې زموږ د هېواد فکر دی نو زه هیله مند یم چې ستاسو په کلي او شاو خوا کې به هم داسې ډیرې کیسې رامنځته شوې وي، که تاسو داسې کومې نمونوي کړنې لیدلي وي نو له موږ سره یې شریکې کړئ. د مصیبت په دې ګړۍ کې داسې مثبتې کړنې او کیسې به نورو ته هم د یو څه کولو جذبه ورکړي.
زما ګرانو هېوادوالو، د کرونا ویروس په ټولیزه توګه زموږ ژوند ته بدلون ورکړ. ما په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې خپریدونکې ډیره جالبه مقاله لوستله چې له لندن نه خپریږي، په هغې کې لیکلي وو چې، د کرونا په وبایي وخت کې د یوناني درملو اړتیا نه یواځې په آسیا بلکې په امریکا کې هم ډیره شوې لکه ادرک، کورکمند او نور نباتات. په اوسنیو شرایطو کې ټوله نړۍ د خپل مدافع قووت پر لوړولو تمرکز کړی او د دغه موادو ارتباط بیا له هندوستان سره دی. موږ باید د دې توان ولرو چې د دې ځانګړتیا په هکله له نړۍ سره په آسانه او ساده ژبه خبرې وکړو، ترڅو هغوۍ وکولی شي چې په آسانۍ سره دا درک کړي او موږ وکولی شو چې د یوې سالمې نړۍ په رامنځته کولو کې خپله ونډه ترسره کړو
زما ګرانو هیوادوالو ، که چیرې د کورونا د وبا په څیر بحران نه وای ، نو شاید موږ یې سره داسې پوښتنې نه وای لکه- ژوند څه شی دی؟ ولې ژوند دی؟ زموږ ژوند څنګه دی؟ دا هغه ټکي دي چې شاید موږ یې په اړه فکر نه وي کړی! همدا علت دی چې ډیری خلک د رواني فشار لاندې ژوند کوي. او ، له بلې خوا ، خلکو هم ما سره شریک کړل چې څنګه ، د ګرځبندیز په جریان کې ، دوی زموږ په ژوند کې د خوښۍ کوچني اړخونه بیا موندلي دي. ډیری خلکو ما ته د کور دننه دروازو کې د لوبو کولو او د ټولې کورنۍ سره د مینې کولو تجربې را استولې دي
ملګرو ، زموږ هیواد د دودیزو لوبو خورا بډایه میراث لري. د مثال په توګه ، تاسو ممکن د "پچیسي" په نوم د لوبې نوم اوریدلی وي. دا لوبه په تامل ناډو کې د "پیلانګولي" په توګه لوبیږي ، په کرناټکا کې د "علي ګلي ماني" په نامه یادیږي او په انډرا پردیش کې د "وامنګونټلو" په نامه پیژندل کیږي. دا د لوبې ګومارلو ستراتیژي داسې یو ډول ده چې په کې ډیری بورډونو سره بورډ کارول کیږي ، پدې کې لوبغاړي باید د ګولۍ یا تخم مخه ونیسي. ویل کیږي چې دا لوبه له سویل هندوستان څخه سویل ختیځ آسیا او بیا وروسته پاتې نړۍ ته خپره شوې ده
ملګرو، نن هر ماشوم د مار او زینې لوبې په هکله مالومات لري مګر آیا تاسو خبر یاست چې دا هم د هندوستان سنتي لوبې یو ډول دی، کوم ته چې موکش پاټم یا پارم پادم ویل کیږي. دلته موږ یوه بله عنعنوي لوبه هم لرله چې نوم یې ګوټه دی. لویان هم دا لوبه ترسره کوي او ماشومان هم. بس یو برابر پنځه تیږې راواخلي او بیا پرې لوبه کوي، یوه تیږه پورته واچوي او تر څو چې هغه لاندې راځي پر ځمکه پرتې نورې ټولې تیږي اوچتوي. په عمومي توګه زموږ په کورنیو لوبو کې د کومو خاصو وسیلو اړتیا نشته، څوک یوه تیږه راواخلي او په ځمکه خطونه وباسي او نور لوبه پیل کړي. په کومو لوبو کې چې د وړو دانو اړتیا وي نو د کومې میوې زړي یا د املي دانې راواخلي او لوبه پرې کوي.
ملګرو، زه پوهیږم چې زه نن دا خبرې کوم نو څومره خلک به خپل ماشومتوب ته ستانه شوي وي او څومره کسانو ته به خپل ماشومتوب را په یاد شوی وي. زه خو به همدا وایم چې تاسو هغه ورځې ولې هیرې کړي دي، هغه لوبې مو ولې هیرې کړي؟ زه د کورنیو له نیا او نیکه او نورو مشرانو دا غوښتنه ده چې که چیرې دا لوبې تاسو ماشومانو ته و نه رسوئ نو څوک به یې ورسوي؟ کله چې د آنلاین زده کړو خبره راځي نو د توازن ساتلو لپاره او د آنلاین لوبو څخه د ځان خلاصولو لپاره باید موږ دا کړنې ترسره کړو. زموږ د ځوان نسل د سټارټ اپ یا کارپیل کولو لپاره هم دلته نوې موقع شتون لري. موږ باید د هندوستان عنعنوي لوبېهم په نوې جذباتي بڼه وړاندې کړو. له هغو سره د اړینو توکو راټولولوونکي، ویشوونکي او نوي کارونه پیل کوونکي به ډير مشهور شي او موږ باید دا هم په یاد وساتو چې زموږ هندي لوبې هم کورنۍ لوبې دي او موږ د کورنیو تولیداتو د ترویج لپاره هم هوډ کړی، او زما له ماشومانو ملګرو څخه او د هر کور له تنکیو ملګرو څخه نن په ځانګړې توګه دا هیله کوم چې تاسو به زما دا غوښتنه ومنۍ او که نه؟ ګورئ زما دا هیله ده چې هر څه چې زه وایم دا تاسو عملي کړئ، یو کار وکړئ! کله چې لږ وخت هم پیدا کړئ نو له خپل مور او پلار څخه موبایل واخلۍ او د هغوۍ په اجازه د نیکه او نیا او یا په کور کې چې هر څوک مشران وي د هغوئ مرکه پخپل ګرځنده موبایل کې ثبت کړئ. لکه تاسو خو به د ټلویزیون په پرده لیدلي وي کنه چې ژورنالستان څنګه مرکې کوي، بس تاسو هم هماغه ډول مرکې وکړې. او تاسو به له هغوئ کومې پوښتنې ترسره کړئ، زه تاسو ته مشوره درکوم، تاسو له هغوئ هرو مرو دا وپوښتۍ چې په ماشومتوب کې د هغوئ کړه وړه څه ډول وو؟ هغوئ په ماشومتوب کې کومې لوبې کولې؟ کله به پټيو ته تلل؟ مراسم به یې څنګه لمانځل او داسې نورې ډيرې خبرې هم تاسو له هغوئ پوښتلی شئ.
هغوۍ ته به هم د خوشالۍ ځای وي چې ۴۰ یا ۵۰ کاله پخواني ژوند ته ستانه شي او تاسو ته به هم خورا په زړه پورې وي چې پوی شۍ چې د ۵۰ کاله پخوا هند څنګه وو؟ تاسو چې کوم ځای کې اوسیږئ هغه سیمه څنګه وه؟ هلته میدانونه څنګه وو؟ د خلکو د اوسیدلو طرز څنګه وو؟ دا هرڅه به ډیر په آسانۍ سره تاسو زده کړئ او و به ګورئ چې تاسو ته به ډير خوند درکړي. د کورنۍ لپاره به یوه ډيره ښه قیمتي خزانه هم د یو ښکلي او قیمتي البوم په شکل کې ترلاسه شي
ملګرو دا رښتیا دي چې، ژوند لیک، لیکل شوې او انځوریزه بیوګرافي د تاریخ رښتیاوالي ته د رسیدو لپاره یوه ډیره د کار وړ وسیله ده. تاسو به هم له خپلو مشرانو او سپین ږیرو سره خبرې وکړئ او د هغوئ د ژوند بیلابیلو برخو لکه ماشومتوب، ځوانۍ او بوډاتوب په هکله په دیرې آسانۍ سره مالومات ترلاسه کړئ. دا خاص موقع ده چې مشران هم د خپل ماشومتوب او ځوانۍ او د هغه وخت په هکله د خپلې کورنۍ له ماشومانو سره خپل خاطرات شریک کړي
ملګر، د هېواد په لویه برخه کې مون سون یا پشکال رارسیدلی، د آب او هوا ساینسپوهان هم ورته ډیر خوش بین دي او ډیرې هیلې څرګندوي چې که باران ښه وي نو زموږ د بزګرانو فصلونه به هم ښه وي او سیمه به هم شنه شي. د باران په موسم کې طبیعت هم بیرته ځان راژوندی کوي، انسان چې د طبیعت محصولات هر څومره کاروي د باران ورښت سره هغه خاليګاوې بیرته ډیکیږي. مګر دا ډکون په هغه صورت کې کیدلی شي چې موږ هم د خپلې مورنۍ خاورې ملګرتیا وکړو، خپل فرض ادا کړو. زموږ لخوا ترسره شوې لږه خواري هم طبعیت او اقلیم ته ډيره مرسته رسوي. زموږ ډير هېوادوال خو په دې برخه کې ډيرې هلې ځلې کوی
د کرناټک په منډاولي کلي کې یو د اتیا او پنځه اتیا کلونو یو سپین ږیری اوسیږي چې کامي ګوړا نومیږي، هغه یو عادي بزګر دی مګر د هغه کړنې او شخصیت غیر معمولي دي. هغه داسې یو کار کړی دی چې هرڅوک ورته د حیرانتیا په سمندر لاهو کیږي، د اتیا پنځه اتیا کلونو دغه سړی خپل څاروي سرولو ته بیایي، مګر د دې تر څنګ یې پخپله ځمکه کې د یو نوي ډنډ د کندلو او جوړولو هوډ هم کړی دی، هغه غواړي چې پخپله سیمه کې د اوبو ستونزه لمنځه یوڅي. د همدې لپاره د اوبو زیرمې په کار کې په وړو وړو تالابونو په جوړولو باندې لګیا دی. تاسو به حیران پاتې شئ چې دغه اتیا کلن سړي تر دې دمه پخپل زیار او هلو ځلو ۱۶ د اوبو ډنډونه جوړ کړي. ممکن دغه جوړ کړی شوي ډنډونه ډير غټ غټ نه وي خو د هغه دغه هڅه ډیره لویه ده. نن ټولې سیمې ته د دغه ډنډونو له امله یو نوی ژوند ترلاسه شوی دی
ملګرو، د ګجرات د وډوډرا یو مثال هم ډیر هڅوونکی دی، د لته د ولسوالۍ ادارې او سیمه ییزو خلکو په ګډه سره یو په زړه پورې کار پیل کړی، د دې کار له امله اوس د وډوډرا په زرو ښوونځیو کې د ورښت اوبه د ذخیرو تالابونه جوړ شوي دي او هر کال له دې لارې تخمینآ لس کروړه اوبه هر کال له بې ځایه تلو څخه ساتل کیږي.
ملګرو، په دې ورښتونو کې د طبیعت، اوبو او هوا د ساتلو لپاره موږ هم باید د دغه ډول کوم کار کولو لپاره اقدام وکړو. لکه څنګه چې په ډیرو ځایونو کې د ګنیش چتورتي مراسمو لپاره تیاری نیول پیل شوي. آیا دا وار موږ کولی شو چې د ګنیش جي داسې مجسمې جوړې کړو چې طبعیت ته زیان رسوونکې نه وي. آیا موږ له داسې مجسمو څخه ځان ژغورلی شو چې د مراسمو له ختمیدو وروسته په سیندونو او تالابونو کې د اچولو وروسته د اوبو لپاره او په اوبو کې اوسیدونکو ژویو لپاره د مشکلاتو سبب نه شي؟ زه باور لرم چې تاسو به هرو مرو همداسې وکړئ او د دې خبرو خیال به هم ساتئ چې په د ورښتونو په موسم کې ډیرې ناروغیانې هم راځي، په دې کرونایي چاپیریال کې له دغو ناروغیو څخه هم باید ځان وژغورو. د یوناني درملو، جوشاندو او ګرمو اوبو په استعمال سره ځان روغ وساتئ
زما ګرانو هېوادوالو! نن د جون په اتویشتمه نیټه هندوستان خپل یو پخواني لومړي وزیر ته تعظیم وړاندې کوي، چا چې په یو نازک وضعیت کې د هېواد مشرتوب وکړو، نن زموږ د دغه د قدر وړ مشر ښاغلی پي وي نرسیما راو د زیږون ورځ ده. کله چې موږ د نرسیما راو په اړه خبرې کوو نو طبیعتآ د یو سیاست مدار په توګه د هغه انځور زموږ ذهن ته راځي، مګر دا هم رښتیا ده چې هغه په ډیرو ژبو پوهیده. هندۍ او بهرنیو ژبو پاندې پوهیده، هغه په هندي ارزښتونو کې نغښتی وو او هغه په لویدیځو ادبیاتو او ساینس په اړه هم مالومات درلودل. هغه د هند له مجربو سیاسي مشرانو ځخه یو وه. مګر د هغه د ژوند یو بل اړخ هم وو، او هغه بې مثاله وو، موږ باید په هغه ځان پوی کړو
ملګرو، نرسیما راو صیب په هماغه ماشومتوب کې د ازادۍ په مبارزه کې شریک وو. کله چې حیدرآباد نظام د وندې ماترم شعار له ویلو څخه انکار کړی وو نو هغه وخت د نظام په خلاف هغه هم په دې مبارزه کې ګډون درلود. هغه وخت کې هغه یواځې اولس کلن وو، په هماغه کم عمر کې هم ښاغلی نرسیما راو د بې عدالتۍ پر خلاف د غږ په پورته کولو کې تر ټولو مخکې وو. د خپل غږ په پورته کولو کې یې هیڅ ډول کمښت نه وو راووستی. ښاغلي نرسیما راو د تاریخ په اړه هم خورا ډیر مالومات درلودل. له ډير یو عادي ژوند نه راپورته او بیا پرمختګ کول، تحصیل باندې سنبالیدل د هغه قدرتي لیوالتیا او له دې ټولو سره د هغه د سیاسي مشرتوب توازن، دا ټول د یادولو وړ دي. زما هیله ده چې د نرسیما راو صیب د زیږیدنې سلمې کلیزې پر مهال تاسو ټول د هغه د ژوند او د هغه د اند په هکله ډير تر ډیره د پوهیدلو هڅې وکړئ. زه یو وار بیا مرحوم ته د تعظیم ګلونه وړاندې کوم.
زما ګرانو هېوادوالو! دا ځل په من کي بات کې په ډیرو موضوعاتو باندې خبرې وشوې، بل ځل چې بیا موږ او تاسو سره غږیږو نو په نورو ډیرو نویو موضوعاتو به خبرې وشي. تاسو خپل پیغامونه او نوښتګرې مشورې ماته ضرور راولیږئ. موږ به ټول لاس په لاس مخ پر وړاندې ځو او راتلونکې ورځې به نورې هم روښانه وي. لکه څنګه چې ما نن په پیل کې وویل، په همدې کال یانې ۲۰۲۰ م کې به یو څه بهتر کوو او مخ پر وړاندې به ځو. هېواد به هم نویو څوکو ته ورسیږي، زه باور لرم چې ۲۰۲۰ کال به هندوستان ته د یو نوي لوري ورکوونکی کال ثابت شي. له همدې اعتماد سره تاسو هم مخ پر وړاندې روان شئ.
روغ اوسئ، ښه فکر لرونکي اوسئ، د همدې نیکو هیلو سره له تاسو تاسو ډير ډیره مننه

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت