هندوستان د نيپال نوي نقشه رده کړه


ليکنه : د رتن سالدي
ژباړه : د پښتو څانګي

د نیپال ولسي جرګې ، پرتي ندهي سبها د ۲۰۲۰م کال د جون په ۱۳مه ، د هیواد سیاسي او ځمکنۍ نقشه بدلولو لپاره د اساسي قانون د تعديل لايحيه تصویبه کړه او د هندوستان د خاورې ځینې برخې د اتراکنډ ایالت په پیتوراګړ ولسوالۍ کي ځيني هندي سيمي يي د نيپال سیمې وښودلي
د لايحيي په اړه بحث د جرګې لخوا ګړندی تعقیب شو او یو پریکړه لیک یې تصویب کړ. د نیپال نوې نقشه د ۲۰۲۰م کال د مۍ په ۱۸ مه نيټه د کابینې لخوا تصویب شوه او کلاپاني ، لیمپیادورا او لیپولیک سیمي د نيپال په نقشه کي وښودلي شول . دا سیمې تل د اتراکنډ پيتوراګړ ولسوالۍ لاندي د هندوستان مهمي برخې دي او هميش به وې. دا سیمه چي شاوخوا ۳۵۰ مربع کیلومتره ده ، دهندوستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري ځکه چې دا د کیلاش-مان سرو ور، زیارت یوه مهمه لار ده ، چې د هر هندي لپاره ارزښت لري ، خو ددي سره دا د هند او تبت ترمینځ د سوداګرۍ لاره هم ده. دا د هند ، نیپال او د چین تبت دري اړخيزي خودمختاري سیمي په څنګ کې شتون لري
هند ، د نیپال دا اقدام د دواړو هیوادونو تر منځ د تفاهم سرغړونه وبلله او غواړي چي د پولو په اوږدو کې د مهمو مسلو په اړه خبرې وکړي. نوي ډیلي ټینګار وکړ چې د نيپال دا مصنوعي ادعاګاني د تاریخي حقایقو یا شواهدو پراساس ندي . مخکې هم ، کله چې نیپال د تیرې میاشتې په ۲۰مه تمدید شوی نقشه خپره کړه ، هند د داسې غیرقانوني کړنو باندې د بندیز غوښتنه وکړه او هیله یې وکړه چې د نیپال مشرتابه به د سرحد پاتي مسلو حل لپاره د ډیپلوماتیکو خبرو اترو مثبته فضا رامینځته کړي
د کلاپاني ستونزه د نیپال لخوا په ناڅاپي ډول ، وروسته له هغه رامنځته کړي شوه کله چې د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ د اتراکهنډ له دهارچولا ښار څخه لیپولیخ پوري ۸۰ کیلو متره اوږد سړک د هند په خاوره کې دننه د ۲۰۲۰م د مۍ په ۸مه نيټه ، کیلاش مان سرو ور ته د لاري په توګه پرانستلو ،. کله چې نیپال اعتراض وکړ ، نوي ډیلي څرګنده کړه چې سړک د مان سروور ظاهرينو او سوداګرو د اسانتیا لپاره جوړ کړي شوی او دا په بشپړ ډول د هند په خاوره کې پروت دی
د ۲۰۱۹م کال په نوامبر کې هم نیپال د هند د جمو او کشمیر ایالت په دوو مرکزي سیمو کې جلا کیدو وروسته د هند نوې سیمه ایزې نقشې په وړاندې کولو هند ته سخت غبرګون ښودلي وو. نیپال د هندوستان د خپلواکې خاورې د یوې برخې په توګه د کالاپاني، لیمپیادورا او لیپولیک په شاملولو اعتراض وکړ. لکه څنګه چې په تیرو نقشو کې هم داسي و. دا باید روښانه شي چې دا سیمې تل د هند برخي وې او تل د هندوستان د ځمکې په نقشه کي ښودل شوې. پدې توګه ، د نیپال لخوا غیر معقول عکس العمل لپاره کومه نوې ادعا او اشتعال شتون نه درلود
البته نیپال د سرحدي شخړې د حل لپاره ، د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه خبري اتري د دايرولو غوښتنه وکړه . خو څنګه چې دواړه هیوادونه د شدید کوویډ-۱۹ ناروغۍ کي اخته پاتي شوي ، د خبرواترو لپاره نیټې لاهم د ډیپلوماتیک چینلونو له لارې ندي ټاکل شوې مګر کي پي شرما اولي حکومت په سمدستي ډول د نیپال خاورې په توګه دا متنازه سیمې شاملولو سره نقشه خپره کړه او دغه لايحيه یې د نیپال پارلمان ته وړاندې کړه . خو ښاغلي اولي او په نیپال کې نور مشران لاهم پدې باور دي چې معاملات به د خبرو اترو له لارې حل شي
‎ د ۲۰۲۰م کال د جون په ۱۰ مه د اساسي قانون د تعدیل قانون تصویب څخه څلور ورځې دمخه ، د نیپال حکومت د متخصصینو یوه ډله جوړه کړه ترڅو د نیپال په ګټه د متنازه سیمو پورې اړوند تاریخي حقایق او شواهد راټول کړي. شاید شک لاهم د نیپالي مشرتابه په ذهنونو کې پاتې دي بيا هم دا مسوده د نیپال کابینې لخوا تصویب شوه او په ولسي جرګې کې ثبت شوې چې وروسته یې تصویب کړه
هند او نیپال په دودیز ډول جغرافیايي ، کلتوري ، تاریخي او مذهبي اړیکې لري. دوی د سرحدونو شخړي د هوارولو میکانیزم هم لري او د دوی د سرحد پورې اړوند ۹۸ سلنه ستونزې دمخه حل شوي. تمه کیږي چې دواړه ګاونډیان به دا لانجه په لومړي سر کې د ډیپلوماتیکو او سیاسي چینلونو له لارې حل کړي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت