د ۲۰۱۹میلادی کال د آي سی سی نړیوال جام سیالۍ پیل شوی
لیکنه: د کوشک رای
ژباړه: د پښتو څانګه
د غټو خلکو لوبه، کرکټ به په ۱۲نړیوال جام سیالۍ په دوران کې د خپل وقار او د جلال سبب شي کله چې دا انګلنډ او ویلس لخوا د ۲۰۱۹میلادی کال د مۍ ۳۰می نیټې څخه د جولاۍ ۱۴می نیټې پورې جوړیږی. آي سی سی یا د کرکټ نړیواله شورا د یوی نیمی میاشتې اوږده دا سیالی د جوړولو دنده په غاړه لری. دا پنځم ځل دی چې د کرکټ نړیوال جام سیالی انګلنډ او ویلس لخوا جوړیږی. دا د ۱۹۷۵، ۱۹۷۹،۱۹۸۳ او ۱۹۹۹میلادی کال د نړیوال جام سیالۍ وی.
که څه هم کرکټ فقط یو څو هیوادونو لخوا کیږی او هغه هم هغه هیوادونه دی چې د انګلستان امپراتورۍ استعمارات و چیرته چې د ګیم اوف ویلوز ډير مقبول دی. د نندارچیانو او د تعقیب کونکو په ارتباط دا لوبه د فوټبال او د لان ټينس څخه په دوهم پړاو راځي. په نیمه وچه دا لوبه د یو مذهب په شان ده او د کرکټ لوبغاړی خلک د خداۍ په شان منې. د نیمی وچې لوبډلو ترمنځ دښمنی دومره زیاته ده چې کله کله دا د تعصب بڼه هم غوره کوي. دا د هندوستان سریلانکا او پاکستان لپاره یو زیری هم و کله چې هغوی خپلو ترمنځ څلور نړیوال جامونه ګټلی و. د نړۍ په دی برخه کې د کرکټ مینان له دغه حقیقت څخه د ستاینې وړ دی چې د کرکټ یو پخوانۍ لوبغاړۍ ددغه نیمی وچې د یو هیواد لومړۍ وزیر دی او داسی د جنوبې اسیا په سیمه کې د کرکټ ګڼ لوبغاړې یا خو وزیران دی او یا یی د قانون سازو څوکۍ نیولی دی. د خواشینی وړ ده چې انګلنډ چیرته چې دغه لوبه پیل شوی وه تر دی وخته پوری دومره نیک بخته نشو چې نړیوال جام یی ګټلۍ وای.
د اوسنې نړیوال جام سیالیو لومړۍ لوبه به د لندن په اوول کې ترسره شي چیرته چې انګلنډ به جنوبې افریقا په وړاندی ولوبیږی. آخرنۍ لوبه به د کرکت په مکه، لاډس کې لوبول کیږی.
ددغه سیالۍ په جوړښت کې د لسو لوبډلو یوه لویه ډله جوړه کړۍ شوی په کوم کې چې به هر یوه لوبډله د ۹ نورو لوبډلو سره لوبول کیږی او د ډله ایز پړاو په اخر کې څلور ستری لوبډلی به نیمی پایلوبې ته وخوزی. د لسو ډلو سیالۍ انتقادونو ته هم مخامخ شوی څنګه چې په سیالۍ کې ملګرې لوبې شاملی ندې. ټسټ لوبې کونکې هیوادونو شمیر لسو څخه دولسو ته زیاتولو په ترڅ کې کله چې په دی کې د ۲۰۱۷میلادی کال جون میاشت کې د آیرلنډ او د افغانستان اضافه وشوه، دا به لومړۍ نړیوال جام سیالۍ وي چې ورکې ټسټ لوبې کونکې ټول هیوادونه شامل ندې. کوربه هیواد انګلنډ د خوښې لوبډله ده مګر د هندوستان لوبډله یوه داسی ډله ده چې ټولو مینانو ورته سترګې نیولی. هندوستان ۱۹۸۳او بیا ۲۰۱۱ میلادی کلونو کې دوه ځله نړیوال جام ګټلۍ. دا هیواد ۲۰۰۳میلادی کال کې په دوهم نمبر راغلۍ و کله چې په استرالیا کې د ۲۰۱۵نړیوال جام په سیالۍ کې نیمی پای لوبې ته رسیدلۍ و. نوری ډلې چې سترګې ورته نیول شوي استرالیا، جنوبې افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډيز نومیږی. بیشکه چې د نړیوال جام په سیالیو کې هیڅ یوی لوبډلی ته په سپکه سترګه نشي کتل کیداۍ.
د هندوستان د لوبډلی مشری ځلانده لوبغاړی ویراټ کوهلی په غاړه ده څوک چې یو الهام بخښونکی مشر او سیالی کونکی وتلۍ لوبغاړۍ دی. هندوستان په توپ وهنه، توپ اچونه او فلډنګ په ډګرونو کې ژور مهارت لری. بیشکه چې مهندر سینګ دهونی د ویکټو ترشا د لوبډلې یو لوړپوړی مشر دی او ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵میلادی کلونو کې د هند د لوبډلی کپتان پاتی شوی و، هغه به د هند لوبغاړو لپاره یو ستر رول ولوبوي. د کرکټ هیڅ یو مین په ۲۰۱۱میلادی کال کې د سریلانکا په وړاندې د ممبۍ په وانکډې لوبغالې کې د هغه د بریا شپږیزه نشي هیرولۍ. دا په اصل کې سچن ټنډولکر ته د نړیوال جام یو سوغات و چې په تاریخ کې د سروتلی کرکټ لوبغاړو ځينی یو پاتی شوی.
هندوستان د سوتامټن په روزباول کې د جون په پنځمه نیټه جنوبې افریقا په وړاندی د نړیوال جام مبارزه پیل کوي. هندیان به بیا آسترالیا او نیوزیلنډ په وړاندی وار په وار د جون په ۹ او ۱۴مه نیټه لوبیږی. ددی څخه پس هندوستان به د جون په شپاړلسمه نیټه د مانچستر په اولډ ټرافورټ کې حریف هیواد پاکستان په وړاندی لوبه کوي. دغه مقبولی لوبې لپاره ټکسونه له پخوا نه خرڅ شوي. هندوستان د نړیوال جام په میدان پاکستان ته هیڅ کله نده بایللی او دا یو ریکاډ دی چې هندوستان به وغواړی چې مخ په وړاندی دوام ولری. ددی څخه پس هندوستان به د کرکټ نوي لوبډلې افغانستان، ویسټ انډيز، کوربه انګلنډ، بنګلادیش او سریلانکا په وړاندی لوبې وکړی.
لومړۍ پایلوبه به لومړی او څلورمې ګټونکې لوبډلو ترمنځ د جولاۍ په نهمه نیټه په اولډ ټرایفورډ مانچسټر کې ترسره شي. دوهم او دریم ګټونکې لوبډلې به د بیرمنګهم په ایډج بسټن کې دوهمی پایلوبې په وخت یو بل په وړاندی ولوبیږی. په پایلوبې کې به ګټونکې لوبډله ټرافی او څلور میلیون ډالره نقدی ترلاسه کوي.
Comments
Post a Comment