د ولسي جرګې ۱۷م دور ټاکنې ترسره شوې
لیکنه: منیش آنند
ژباړه: د پښتو څانګه
د ولسي جرګې یا د لوک سبا اووم پړاو ټاکنې د ولسونو په پراخه ګډون سره ترسره شوې. په ټولیزه توګه د ۲۰۱۹میلادي کال ټاکنې چې شاوخوا ۹۰۰ میلونه رایه ورکوونکو پکې ګډون کړی وو، په ټولیزه توګه پکې ۶۶ سلنه د خلکو ګډون ښودل شوی. هند یو وار بیا ګډون د کوونکې خپلواکۍ په بهیر کې خپل کورنی قوت او په خوځښت باور ښکاره کړلو.
د نړۍ دغه تر ټولو لویه ډیموکراسي د رایه ورکوونکو د پراخه ګډون شاهده وه. د هند د ټاکنو کمیسون د هېواد ولسونو (رایه اچوونکو ته) او په ځانګړې توګه د بیلابیل ډول معلولو کسانو ته عالي ترتیبات نیولي وو. د مدیه پردیش په انډور کې هم درې فوټه لوړې وینیټا جین په ویاړ سره وروسته له هغې خپله له رنګ نه ډکه ګوته وښوروله او خلکو ته یې وښودله کله چې د رایې ورکونې له خپل حق څخه یی ګټه واخیسته. لومړی د بیهار په پټنا کې سبا او فراه دوه غبرګونو خویندو په بیلابیله توګه خپلې رایې وکارولې. د ولسي جرګې ټاکنو په بهر کې یی میشت هندیان هم وهڅول او هغه مهال څرګند شول چې د دوی ګڼ شمیر خلکو خپله رایه وکاروله. په حقیقت کې، ګڼ شمیر خلکو چې په هغو کې د روز نیزه کارکوونکي هم شامل وو. په ټول هېواد کې یې له خپلو کارونو رخصت واخیست او پخپلو سیمو کې یې خپلې رایې وکارولې او خپل حق یې ادا کړلو. په پراخه توګه د رایه ورکوونکو ګډون په حقیقت کې د هغو پراخو کمپاینونو، تبلیغاتو او عامه پوهاوي له برکته وو کوم چې دوی ته ورکړل شوی وو. د ټاکنو کمیسون پر وینا ۸۵ میلیونه نوي رایه اچوونکي هم پکې شامل وو چې دغه کمیسون ورته چمتووالی درلود.
د ولسي جرګې ۵۹ څوکیو لپاره د وروستني پړاو ټاکنې د یکشنبې په ورځ په ۸ ایالتونو کې ترسره شوې. د ټاکنو کمیسون د تامیل ناډو په ویلور ټاکنیزې حوزې کې په رایه ورکوونکو باندې د پیسو د قدرت استعمالولو له امله د ټاکنو پروسه بنده شوې وه. د هند ولسمشر د ولسي جرګې ټاکنو لپاره دوه اینګلو-انډینز نومولي دي چې ټولټال شمیر یی د ۵۴۵ غړو دی.
۱۰۲ کلن شیام سرن نیګي د اترپردیش په کینور کې خپله رایه وکاروله چې د ټاکنیزو چارواکو لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو. نیګي یواځې له دې امله د خورا پراخ ښه راغلاست جوګه شو چې ترټولو سپینږیری دی بلکې له دې امله هم وو چې هغه په هند کې ترټولو لومړی رایه ورکوونکی وو. هغه ډير پخوا په ۱۹۵۱میلادي کال کې هم خپله رایه کارولې وه. د نوموړي په اړونده ایالت کې یعنې هیماچل پردیش کې له بیهار، غربي بنګال، پنجاب، مدیه پردیش، اترپردیش، جارکنډ او یوه متحده سیمه یعنې چنديګړ د ټاکنو په اووم یعنې وروستي پړاو کې، ټاکنې ترسره شوې چې تر ۹۱۸نوماندان، چې واکمن لومړی وزیر نریندر مودي هم پکې شامل وو په دغه سیمو کې نوماندان وو. شاوخوا لس میلونه رایه ورکوونکي د رای ورکونی مستحق وو چې د ولسي جرګې ټاکنو په دې وروستي پړاو کې یی خپلې رایې وکاروي چې د خلکو پراخه ګډون یعنې ۶۴ سلنه پکې ولیدل شو.
د ټاکنو کمیسون د ټاکنو په بهیر کې د ښځو په پراخه ګډون او د جنسې برابروالي ستاینه کوي. د ۲۰۰۹میلادي کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نارینه وو او ښځینه وو رایه ورکوونکو ترمنځ د ۹سلنه تشه موجوده وه چې بیا د ۲۰۱۴میلادي کال په ټاکنو کې دغه تشه ۱٫۴سلنې ته راټیټه شوه چې اوس له هغې هم راکمه شوه او ۰٫۴سلنه په اوسنیو ټاکنو کې راکښته شوې. په حقیقت کې په بعضې ایالتونو کې خو ښځینه رایې ورکوونکې د نارینه وو په پرتله ډیرې ولیدل شوې.
د ټاکنو کمیسون وتوانیده چې د خپلو میلونونو تنو کارکوونکو په ملاتړ چې د مرکزي او ایالتي حکومتونو بیلابیلو ادارو څخه لیږدول شوي وو، د ۳۸ ورځو په بهیر کې ټاکنې ترسره کړي. د نیم پوځې ځواکونو په سلګونو کمپنیو د خپلواکو او عادلانه ټاکنو له ترسره کیدو څخه ډاډمن دي. د ټاکنو کمیسون د ټاکنو په بهیر کې د نغدو پیسو، شرابو او نورو خوراکي توکو پرکارولو سخته څارنه کوله. د ټول منع کړۍ شویو توکو ارزښت ۳٫۴۰۰ کروړه روپۍ وو. دا د هغه لګښتونو له کچې ډیرې دي چې دولت د ټاکنو لپاره په نظر کې نیولي وې! دا باید وویل شي چې نیول شوې پیسې د هندوستان په تثبیت شوي صندوق کې جمع کړۍ شوې کومې چې به بیا په مملکتي بودجه کې محسوب کړۍ شي.
راییه اچوونکي هم باید وستایل شي او دا ددې له امله چې د لومړي ځل لپاره د ولسي جرګې د اوولسم پړاو په ټاکنو کې له ۶۰ سلنه په لوړه شمیره کې رایه ورکونکو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې وه. د رایه ورکوونکو دغه په لویه شمیره ګډون په رښتیا سره هم چې د هند د ډیموکراټیکو ټاکنو سره ددې هېواد د ولسونو د ژور باور ښکارندویي کوي.
د رایو شمیرنه به د مئ میاشتې په ۲۳مه نیټه د رایو د نمونې د یو ځانګړي خصوصیت سره د رایو په غرفو کې د کاغذونو د لګولو له لارې ترسره شي. د ۲۰۱۹ میلادي کال د ولسي جرګې ټاکنو په حقیقت کې ددې خبرې تایید وکړلو چې په هند کې قدرت یا واک په رښتیا سره د رایو له لارې رامنځته کیږي.
Comments
Post a Comment