آيا خلیج پارس یوی تنازعی پلو درومی؟
لیکنه: د ډاکټر مدصر قمر
ژباړه: د پښتو څانګې
امریکا او دده سیمه ایز اتحادیه یو اړخ ته او ایران بل اړخ ته، خپلمنځې د الفاظو اوسنۍ جنګ سره یی د پارس په خلیج کې تاوتریخوالۍ لوړی سوی ته ورسید. په داسی حال کې چې واشنګټن او تحران ترمنځ ستونزه ډيره اوږده او کړکیچنه ده، وضعیت یی په دی ورستیو کې هغه وخت وخیم وګرځيد کله چې امریکا د ۲۰۱۸میلادی کال مۍ میاشت کې د ایران ایټمې تړون څخه د ګډ جامع عملی پلان یا د ایران ایټمی تړون څخه پشا شو. هغه وخت ولسمشر ټرمپ په ایران تور پوری کړۍ و چې سیمه بی ثباته کوي او باوجود ددی چې ایټمې تړون یی لاسلیک کړۍ ایټمي وسلی او بیلاستیکی توغندی د جوړولو کار ته یی دوام ورکړۍ. ترهغی راهیسی ټرمپ انتظامې په ایران یو اړخیز اقتصادې بندیز له سره ولګاو چې موخه یی په ایران زیاتو نه زیات فشار راوستل و چې دا تړون تبصره کولو ته یو ځلی بیا کینې. البته ایران دا کار کولو څخه انکار وکړو او د ۲۰۱۹میلادی کال د مۍ میاشتې په اتمه نیټه د امریکا د پشا کیدو په لومړی کلیزه یی اروپایی هیوادونو، روسیه او چین ته یی خواست وکړ چې راتلونکې ۶۰ ورځو دننه د امریکا بندیزونو له کبله د ایران په اقتصادیاتو فشار د کمولو مرسته وکړی ګینې نو دا به ایټمې تړون څخه پشا کیدو ته مجبوره شي.
د نړیوالې ټولنې پاملرنه اوس اړه لرونکې ډلو ترمنځ د خولې جنګ زیاتیدو له امله بل اړخ ته مرکوز شوی. امریکا اعلان کړۍ دی چې دا یو ایس ایس آرلینګټن او پټریاټ بټرې په نامه جنګې بیړۍ مرکزې کمانډ ته لیږې چې د پارس په خلیج کې ځای په ځای کړۍ شي. ددی په غبرګون کې تهران په یو رسمې بیان کې ویلی دی چې د پارس په خلیج کې د امریکا جنګې بیړۍ به جنګ په صورت کې هدف جوړه کړۍ شي. په عین حال کې د متحده عربې اماراتو د فوجیرا ساحل څخه لری د سعودی تیلو ټانکرونو په وړاندې د سبوتاژ پیښې په پایله د عرب خلیج هیوادونو ترمنځ اندیښنه زیاته شوی چې ددغه هیوادونو ګټې هدف جوړولو کې د وران کار عناصرو د ښکیلتیا امکان دی. تیل تولیدونکې دوه مرکزونه چې د بی پیلوټه الوتکو ډرون په واسطه هدف جوړ کړي شوي دی، خبر سره په خلیج هیوادونو کې تاوتریخوالی زیات شوی.
په دی ړنا کې سعودی عربستان او متحده عربې اماراتو دننه بحث ایران په وړاندې هدفمنده عمل لپاره اړتیا ته انتقال شو چې په سیمه کې سعودی او د اماراتو ګټې له برید څخه وساتل شي. د سعودی د بهرنیو چارو مملکتی وزیر عادل الزبیر ویلی دی چې که څه هم سعودی عربستان د جنګ په حق کې نه دی دا به د ایران هر ډوله پارونې ته خپل غبرګون ښکاره کړې. د سعودی دا اندیښنه چې ګینی ایران به پری برید وکړی په دی حقیقت کې راښکاره شوي چې پادشا سلمان د مۍ په ۳۰مه نیټه په مکه کې د عربو او د خلیج هیوادونو یوه اسطراری غونډه رابللی چې کیدونکې اسلامی سرمشریزې غونډی سره څنګ په څنګ صورت مومی چې په روان وضعیت هر اړخیزې څيړنې وشي او مجموعی غبرګون ښکاره کړۍ شي.
ریاض او تهران ترمنځ د الفاظو زیاتیدونکې جنګ په نظر کې یو محدود یا بشپړ جنګ څخه په بشپړه توګه انکار نشي کیداۍ. دا به نه فقط دغی سیمی لپاره تباهی خورونکی وي بلکې په ګرده نړۍ او په تیره د اسیا په اقتصادیاتو به هم بده اغیزه وکاندې کوم چې د خپلې انرژۍ امنیت لپاره له سیمی څخه د تیلو په وارداتو تکیه والۍ لری.
هندوستان په ټينګه په سعودی عربستان کې د تیلو په تاسیساتو د ډرون بریدونه غندلی او ترهګرۍ او تاوتریخوالۍ په وړاندی ټينګې مقابلې لپاره یی خپل عزم تکرار کړو خوا که په هرشکل یا په هره بڼه کې وي. د پارس په خلیج کې په روان وضعیت د نوي ډيلی موقف واضح، څرګنده او برملا دی. دا د پارس په خلیج کې سیمه ایز مخالفانو ته جولۍ غوړوي چې خپلمنځې اختلافات په سوله حل کړې او د جنګ میدان ته ونه دانګې. هندوستان په سیمه کې ټينګې ګټې لری او د خلیج هیوادونو سره یی دوه اړخیزې اړیکې ډيری ښې دې. برسیره پردی چې دا سیمه دده د انرژۍ امنیت پوره کولو لپاره مهم دی، د خلیج همکارۍ په هیوادونو کې د هندوستان څه لپاسه ۸٬۵ ملیونه تابعین ژوند کوي او که چیری په دغه سیمه کې وضعیت خرابیږی نو د هندوستان په ګټو به په ژوره توګه اغیزه وشي. په روان وضعیتونو کې دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه د ډیپلوماتیکی ابتکارونو لمن ونیسی او د الفاظو جنګ ته د پای ټکۍ کښیږدی چې په دغه سیمه کې روانه تنازعه له منځه لاړه شي.
Comments
Post a Comment