د مودی حکومت په دویمه دوره کې د هند خارجې تګلاری ابتکارونه


لیکنه: د اشوک کمار مکرجې

ژباړه: د پښتو څانګه

۲۰۱۴میلادی کال راهیسی د لومړی وزیر نریندر مودی لخوا پیل کړۍ شوی د هند د بدلولو آرزو لرونکې پروژې ته دوام ورکولو لپاره د هندوستان څه لپاسه ۹۰۰میلیونه رای ورکونکو لخوا ستره جمهوری رای عامه راتلونکې پنځو کلونو په دوران کې د هندوستان تاریخی تګلاری ابتکارونو لپاره ګڼ فرصتونه منځته راولی.

لومړی وزیر اعلان کړۍ دی چې سب کا سات، سب کا ویکاس، سب کا ویشواس یعنی د ټولو ملتیا، د ټولو پرمختیا او د ټولو باور تر شعار لاندی ځانګړۍ حکومت به د هغه د حکومت تیرو تګلارو تکرار وي. د هندوستان د خارجې تګلاری زیاته پاملرنه به خارجې بوختیاو ته متمرکز کړۍ شي چې په هندوستان کې بدلون راوستلو لپاره د حکومت تګلاری نوری ګړندۍ شي. زیاتیدونکې نړیوالو نا ارامیو په وخت غټو نړیوالو قدرتونو او په تیره چین، امریکا او روسې سره اړیکې ځواکمنول به د هند د خارجې تګلاری لویه موخه وي. دا اړیکې د پانګه اچونې جریان، تجهیزاتو او د تکنالوژیو په بها کې مهم رول لوبوي کومي چې د هندوستان امنیت، بااختیاره ګرځولو او بدلون راوستلو لپاره پکاریږی. دا د نړۍ غټو اقتصادی هیوادونو چې ورکې امریکا، چین، اروپا اتحادیه، جاپان، اسیان او روسیه شامل دی، سره د هند زیاتیدونکی تماس لپاره هم مهمی دی. 

یو خوندی او د وړاندوینی وړ ګاونډ هندوستان لپاره ضروری دی چې په نړۍ کې په چټکه وده کونکي اقتصادی قدرت په حیث ادامه وکړی. د هندوستان ودی ښودلی ده چې بیله سولی او امنیت پائیدونکی انکشاف منځته نشي راتلۍ. هندوستان شاوخوا په ځمکه او په اوبو یو ټینګ چاپیریال یقینی کول به، د هند د خارجی تګلاری مهم اولیت وي. دا به د هندوستان ګاونډ سره د یوی مجموعی رویی اړتیا ولری چې ورکې د ترهګرۍ په وړاندی مقابله او چټک او پائیدونکې ټولنیز او اقتصادی پرمختیا لپاره باور راګرځونکې ګامونه عملی کول شامل دی. 

په اسیا کې راتلونکې پنځه کاله به هندوستان ته یو فرصت برابر کړې چې د افریقا ساحلو څخه امریکا پوری د هند بحرالکائیل ستراتیژیکی چوکاټ ته پاملرنه وکړی او د هند مهمی ګټې راولټوي. دا خبره ۲۰۱۵میلادی کال کې مارچ میاشت کې د لومړی وزیر نریندر مودی په یو بیان کې څرګنده شوی وه په کوم کې چې ساګر یعنی په سمندری سیمه کې د ټولو امنیت او وده او همدغسی د ۲۰۱۸میلادی کال جون میاشت کې په سنګاپور کې د شانګریلا په ناسته کې پری ټینګار شوی و. د هند د خارجې تګلاری لپاره مهم اولیت به دا وي چې د هند په سمندر کې د سمندری اقتصادیاتو امنیت لپاره یوه خاکه جوړه کړي شي چې په هند کې بدلون په راوستلو به مستقیه اغیزه وکړی.

په لودیځ هند-بحرالکائیل کې د هند خارجې تګلاری څخه دا توقع کیږی چې په تیرو پنځو کلونو کې پورته کړۍ شوي تاریخی ابتکارونو په اساس جوړ کړۍ شي او په دی کې به خلیج او لودیځ اسیا ځای ومومی چیرته چې ۸میلیونه هندیان اوسی او کار کوي. د هندوستان اقتصادی او د انرژۍ اړتیاوي د غټو دیپلوماتیکی بوختیاو ضرورت لری چې دا تظمین برابر شي چې د ایډن خلیج او د هارموز تراړو د لیاری د سمندری مواسلاتو کرښې د هندوستان سوداګرۍ او ډيجیټلی رابطو لپاره پرانستلی شي. د نوي ډيلی ستراتیژیکی اړتیاوی دا ضرورت لری چې چابهار په څیر د نښلولو پروژې بشپړولو ته اولیت ورکړۍ شي کوم سره چې به افغانستان او د مرکزې اسیا هیوادونو په څير د وچې نه چارچاپیره هیوادونو ته د نړیوالی پانګونې او د بازارونو لاسرسی ترلاسه شي. دغه راز ابتکارونه به لودیځ هند بحرالکائیل کې غوټ امنیت برابرونکې په توګه د هندوستان رول ته زیاتوالۍ وبخښې. 

څلورم صنعتی انقلاب ته وده ورکونکې د نوي تکنالوژیو چټکه وده د هند خارجې تګلاری ته یو فرصت برابروي چې د ۲۱مې پیړۍ نړۍ ته یوه بڼه برابره کړې. په خپلو خارجې بوختیاو کې باید چې هندوستان د نوي تکنالوژیو استعمال لپاره یو لړ اصول په جوړولو کې ونډه واخلی چې ورکې د الکترونیکس نړیوالی سوداګرۍ ځای نیولۍ او دا به په مستقیم ډول په ډيجیټل هندوستان خپله اغیزه وکړې. 

د ۲۰۲۰میلادی کال جون میاشت کې هندوستان به ۲۰۲۲میلادی کاله پوری د دوو کالو مودی لپاره د ملګرو ملتونو امنیتی شورا غیر دایمی غړی په توګه انتخاب کړۍ شي. ۲۰۲۱میلادی کال کې هندوستان به ۲۰۲۴میلادی کاله پوری دری کلونو لپاره د ملګرو ملتونو بشری حقوقو شورا ته بیا انتخاب شي. ۲۰۲۲میلادی کال کې هندوستان به د جی۲۰م ډلی مشرې په غاړه ولری. دغه ګڼ اړخیزه مشری به هندوستان ته یو فرصت برابر کړې چې د نړیوالې مرستې اصول جګ ساتلو لپاره په نړیوالو اړیکو کې یو مفکر په توګه ځان ته ځای جوړ کړی او دا به په هندوستان کې بدلون راوستلو لپاره ډير مهم وي. 

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت