د شنګهائی همکاری سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه






لیکنه : د ثنا عاشمی

ژباړونکی : د پښتو څانګه 

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج د روانی اونئ په سر کی د شنګهائی د مرستی سازمان ( ایس سی او) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کی د برخی اخستلو لپاره د کرغزستان پلازمینی بشکیک څخه لیدنه وکړه . د بهرنیو چارو وزیری په حیث دا د نوموړی وروستې بهرنئ سفر وو. د پارلمانی ټولټاکنو د نتایجو له اعلان یوه ورځ پخوا د بشکیک څخه لیدنه دا ثابتوی چی د بهارتیا جنتا پارټی یعنی د بی جی پی ګوند لوړ اهمیت څخه برخه مند دی. له دی پخوا هم هندی مشرانو په دی غونډو کی برخه اخستی ده . د هند لومړی وزیر نریندر مودی له ۲۰۱۵ کال راهیسی په دی غونډه کی برخه اخلی. نوموړی د دی سازمان د سرمشرانو ۱۵مه غونډه چی د روسیۍ د اوفا په ښار کی جوړه شوی وه ،کی هم ګډون کړی وو .

تیر کال د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج او د دفاع وزیری نرملا سیتا رمن او د ملی امنیت سلاکار اجیت ډووال د سازمان په غونډو کی کومه چی د چین په شنګهائی کی جوړی شوی وی ، کی برخه اخستی وی، چی په هغو غونډو کی د ډوکلام له عملیاتو وروسته د هند وزیرانو او د ملی امنیت سلاکار له خپل چینائی هم منصبانوسره د خپل نظرونو تبادله کړی وه. د دی سربیره له هغوی روسیئ او د منځنی اسیا د هیوادونو له مشرانو سره هم ګټوری خبری کړی وی . په روان کال کی د ( ایس سی او) په غوڼډه کی آغلی سوراج د چین د بهرنیو چارو وزیر وینګ ای سره د لیدنی په مهال د هند او چین د مشرانو په غیر رسمی غونډه کی په وضع شوی اصولو د عملی ګام پورته کولو ټینګار وکړو .

د یادونی وړ ده چی د ۲۰۱۷ میلادی کال جون په میاشت کی هند د شنګهائی همکاری سازمان کی شامل کړای شوی وو. چی پاکستان هم د نوموړی سازمان غړی دی .او هم اروپا او د اسیا هیوادونه یی غړیتوب لری .په نوموړی سازمان کی د ننه په بیلا بیلو برخو کی کیدونکی غونډی له څو اړخه هند لپاره د اهمیت وړ دی.هند د ( ایس سی او ) د غړیتوب له وجی منځنی اسیا سره د نښلیدو لپاره د نوموړی د پالیسي په پراخه پیمانه ملاتړ کیږی. په دی سازمان کی افغانستان او ایران د کتونکو په حیث ګډون لری .جلسی ته په وینا کی آغلی سوراج وویل چی د هغی عمل په کلکه ملاتړ کوی کوم چی په افغانسان کی د سولی ټینګښت لامل ګرځی ،او د افغانستان د کنټیکټ ګروپ د هڅو په مکمل ډول د ملاتړ اعلان یی هم وکړ، او زیاته ئی کړه چی د منطقی د هیوادونو له ملاتړ او د ټولنیزو هڅو پرته په افغانستان کی تلپاتی سوله ستونځمنه ده. نوموړی وویل چی په افغانستان کی د امن د ټینګولو لپاره ایس سی او یو مهم پلیټ فارم دی .

په سازمان کی د هند شمولیت په سیمه کی د ترهګری په خلاف مبارزه کی مهم رول درلودلی شی .د روان کال په فرورۍ کی د پلوامه ترهګریزی حملی نه وروسته هند د ترهګرۍ په خلاف په مبارزه کی ډیر جدی شوی دی . نوموړی سازمان په منطقه کی د ترهګرۍ ، بیلتون غوښتنی ، او افراطیت سره د مبارزی کولو لپاره رامنځ ته شوی.او هند په نوموړی سازمان کی د هند د غړیتوب مهم هدف د ترهګری د له منځه وړلو هڅی قوی کول دی.

آغلی سوراج ویلی چی هند په سیمه کی د اړیکو د پراختیا او د امن د ټینګښت لپاره پخپله ژمنه ټینګ ولاړ دی .او همدا راز هند د سیمه ایزو اړیکو د تر لاسه کولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه . پدی سلسله کی نوموړی د شمال – جنوب نړیړال ټرانسپورټ دهلیز، چاه بهار بندر،عشق اباد تړون او د هند ـ میانمارـ تهائی لینډ دری اړخیزه لوئی لاری مثالونه وړاندی کړل.خو د چین بیلټ او سړک پروژه د هند د بهرنی پالیسئ لپاره یو ګواښ دی. ایس سی او نه یوازی د منځنی اسیا ملکونو بلکه روس او چین سره هم په ګډه د خبرو پلیټ فارم وړاندی کوی.اروپا او اسیا په ګډه د ترهګری، د اړیکو د لږوالی او د سولی او ټینګښت له چیلنجونو سره مخامخ دی.د وخت په تیریدو سره نوموړی سازمان په سیمه کی د یوی قوی ډلی په حیث مخ ته راغلی چی د متضادو ګټو لرونکو هیوادونو ته له یو بل سره د نظر د تبادلی موقع په لاس ورکوی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت