په فضا کی د هند هیواد د څارنی د وړتیا لوړونی نوی سترګه
لیکنه: د بیمن باسو
ژباړه: د پښتو څانګې
هند په فضا کی د څمکی د څارنی د وروستی سټلایټ ریسیټ- بی۲ ماموریت چی د رادارو په واسطه د انځور اخستنی په سیسټم سمبال دی د چهارشنبه په سهار پیل کړ. چی د دی سره به د هیواد دڅارنی وړتیا د پام وړ وده وکړی او وبه کولۍ شي چی په ښه توګه د هیواد د پولو او د هوا د حالاتو څارنه وکړی. د ۶۱۵ کیلو ګرام وزن لرونکی ریسیټ- بی۲ کاری ماموریت ۵ کاله اټکل شوی.
له د سټلایټ یا سپوږمکی څخه به د پولو په څارنه کی کار واخستل شي ترڅو د یاغیانو د نفوذ مخ نیوی وشي او همداراز د ترورستانو ضد عملیاتو کی به هم تری کار واخستل شي. د ریموټ کنټرول د سپوږمکیو خلاف چی کولۍ شي د رڼا په شتون کی انځورونه واخلی خو د شپی له خواه او په خرابه هوا کی موثر نه دی، ریسیټ- بی۲ د رادارو انځور اخستنی یوه داسی سپوږمکی ده چی په داسی سانسورونو او رادارو سمبال ده چی د رادارو څخه په ځانګړی ګټی اخستنی کولۍ شي د شپی او ورځی او همداراز په وریځ هوا کی هم انځورونه راټول کړی. ریسیټ- بی۲ په داسی سیسټم هم سمبال دی چی کولی شی د ځمکی پرمخ د موخو اضافی معلومات لکه د هغوی خوځښت، څرنګوالی او داسی نورو حالاتو په اړه اضافی معلومات هم ورکړی.
د ریسیټ- بی۲ سربیره د قطبی سپوږمکیو د توغونی نقلیه وسیلی (پی ایس ایل وي- سی۴۶) هم دوه مهمی لیږدونی ترسره کړی چی یوه یی د کمی بیعی او پرمختګ ویکرم پروسوسر او بله یی هم د کمی بیعی د ګرځښت داخلی سیسټم وه. چی د یادو توغونو سره سم د هند د فضا د څیړنی د سازمان مشر ډاکټر کی سیون وویل چی زمونږ دا توغنی به په راتلونکی ماموریتونو کی تحول راولی.
د ریسیټ- بی۲ سپوږمکی د هند د فضای څیړنو د سازمان لپاره لومړنی د ټولی ځمکی د هوا د څیړنی سپوږمکی ده. پخوانۍ هندي څارونکي سپوږمکی په لمړنیو نظری او تمرکز سینسر باندې تکیه کوله چې د تیاری او وریځو د پوښښ سره به مخ شولی نو سم کار به یی نه کوه. خو اووسنی رادارو انځورونکی سپوږمی دا ځانګړینی لری چی په هر ډول هوا کی تری کار اخستل کیداۍ شي او دا به د امنیتی ځواکونو او د پیښو د مرستی رسونی د سازمانو سره ډیره مرسته وکړی. ریسیټ- بی۲ کولۍ شي د موجوده شیانو څرنګوالی په ښه توګه وښه یی او ځینی وخت به د هغو په شمارنه کی هم مرسته وکړی. چی دا رنګه معلومات د ځینو اجنسیانو لپاره ګټور دی چی په وریځ، باران او تیاره کی د ځمکی انځورونو ته اړتیا لری.
په هند کی د رادارو په واسطه د اخستل شویو انځورونو څخه د محصولاتو د براورد لپاره هم کار اخستل کیږی. او همداراز د طوفانو او سیلابونو پر وخت د ځمکی ښویدنی او داسی نورو پیښو انځورونو د اخستلو لپاره هم تری ګټه اخستل کیږی.
د هند فضای څیړنو مرکز په راتلونکو میاشتو کی د رادارو انځور اخستنی سپوږمکیو یوه مجموعه په لاره اچوی ترڅو د ځمکی او هند سیمی څارنی ته لا وده ورکړی. یاد مرکز پلان لری چی یوازی په ۲۰۱۹میلادی کال کی ۴ یا ۵ سپوږمکی فضا ته ولیږدوی.
ټاکل شوی چی سپوږمی ته د هند راتلونکی ماموریت، چندرایان ۲ به په جولاي میاشت کی پیل شی. دا به یو مهم ماموریت وی چی هدف یی هم د سپوږمی جنوب قطب ته د انسان استول دی.
Comments
Post a Comment