د امریکا او چین تر منځ اقتصادی جګړه                 

لیکنه : د جاوید اختر
ژباړه : د پښتو څانګی                        
د چین او امریکا تر منځ تجارتی جګړه په ډیر شد ت روانه ده .د نړۍ د دی ۲ لویو اقتصادی قدرتونو ترمنځ اقتصادی جګړی نړیوال امنیت او نړیوال اقتصاد ته هم خطر رامنځته کړی. ډونالډ ټرمپ قدرت ته له رسیدو وروسته په چین باندی غیرعادلانه تورنه پوری کولو سره اقتصادی جګړه پیل کړی . او همدا راز امریکا په چینائی شیانو په میلیاردونو ډالرو اضافی مالیه هم وضع کړی .
له بل خوا چین وائی چی هغه به هم امریکا ته د دی ګام ټینګ ځواب ورکړی . چین تور پوری کړی چی امریکا د تاریخ تر ټولو لوی تجارتی جنګ شروع کړی دی . ډونالډ ټرمپ په دی وروستیو کی په چینائی تولیداتو ۲۰۰ملیارده  ډالره نوی وارداتی مالیه وضع کړی. د چین تجارتی وزارت ویلی چی دا ډیره د افسوس خبره ده. او چین هم مجبور دی چی ځوابی قدم اوچت کړی. له دی پخوا هم چین د ټرمپ لخوا د وضع شوی مالیاتو په ځواب کی په امریکائی توکو۱۱۰میلیارده ډالرو مالیه وضع کړی وه. چین په خاص ډول هغه شیان په نښه کړی کوم چی د امریکا په هغو ایالتونو کی جوړیږی کومکومکوم چی د ریپبلیکن ګوند تر کنټرول لاندی دی .
د دی خبری ډیر امکان شته چی د نوی مالۍ د عملی کولو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په روان اقتتصادی جګړی کی تندوالی راشی .د امریکا او چین ترمنځ تجارتی جنګ به اقتصادی بازار کی د ګډوډی سبب شی او پانګه اچونکی به له تاوان سره په لاس او ګریوان وی.د چین په غبرګون د فرانسی د خزانی وزیر ویلی چی د چین اوامریکا اقتصادی کشمکش به په نړیوال اقتصادی تولیداتوهم بدی اغیزی ولری .همدا ډول ډیرو هیوادونو او نړیوال اقتصادی ادارو هم دا اندیښنه ښودلی ده .د  نړیوال اقتصادی ادارو په وینا د امریکی او چین دغو جګړو د نړیوال تجارت د پرمختګ لاره تړلی اوځینی هیوادونه بی وجی پدی جګړه کی متاثره شوی.
بیله سوچ فیصله کولوباندی مشهور ټرمپ قدرت ته له رسیدو وروسته یوازی چین سره  اقتصادی جنګ نه وو پیل کړی . تیر کال ئی هم له ځینی نورو هیوادونه سره دا جګړی کړی . او خپل هیواد واله ئی هم مجبوره کړی ترڅو خپل کورنی تولیداتو وکاروی. د مکسیکو،کاناډا او اروپائی ټولنی په تولیداتو ئی چی کوم مالیات وضع کړی هغه په چینائی توکوهم وضع دی.میکسیکو،کاناډا او اروپائی ټولنی هم په ځوابی کړنه کی په امریکائی توکوهمدا ډول مالیات وضع کړی.
له ایران سره خوهسی هم د ټرمپ دوښمنی ده. له نړیوالو قدرتونو او ایران ترمنځ د ایټمی  تړونونو سره سره د ټرمپ په حکومت کی د امریکی یو اړخیز جلاوالی څخه وروسته د ایران په وړاندی د بندیزونو په لګولو سره تاو تریخوالی کی په چټکتیا زیاتوالی راغلی دی . د دی خبری اندازه د ایران ولسمشر روحانی له وروستی وینا څخه په ډاګه کیږی په کوم کی چی نوموړی دا اشاره کړی چی په داسی حالاتو کی له امریکا سره د نظامی ټکرڅخه انکار نشی کیدای . ځکه چی ایران تر سخت فشار لاندی دی چی په تیرو کی ئی مثال نه تر سترګو کیږی.دا وخت د ایران اقتصاد مخ په ډوبیدو دی. بهرنئ پانګونه بنده ده. په روان کال د ایران په اقتصاد کی ۶ سلنه د ټيټوالی اندیښنه ده او له بلی خوا ټرمپ له ایران څخه په تیل پیرودونکو هیوادونو استثنی د له منځه وړلوغږ کړی.
داسی بندیزونو له کبله  ایران مجبوره دی تر څو بیا د یورانیمو د غنی کولو کار شروع کړی.په نړۍ کی د استعمال لپاره د تیلو پنځمه برخه له همدی لاری وړل کیږی. په دومره چټکۍ سره د حالاتو خرابیدل خای چی د ځمکی پر مخ د لوی بحران رامنځ ته کیدل ممکن دی .د دا ډول بربادۍ مخه نیولو لپاره هر څوک هلی ځلی کوی . هند تل پدی خبره ټینګار کړی چی ټولی شخړی له خپل منځی خبرو اترو له لاری باید حل کړای شی.  په جنګ هیڅ مسله نده حل شوی بلکه نور کړکیچ رامنځ ته کیږی.
له اوسنی وضعیت څخه داسی څرګندیږی چی تاوتریخوالی ډیر زیات شوی او که چیری خبره د جنګ شوه نو ټول نړیوال قدرتونه او د نړۍ ډیر هیوادونه به یو نه یو ډول د حالاتو دغوښتنو برخه پاتی شی . او ددی له کبله به په نړئ کی په لویه کچه ګډوډی رامنځ ته کیدل له ورایه ښکاری. لویو قدرتونو او ملګرو ملتونو ته پکار ده چی له ځڼډ پرته امریکا او چین هم د امریکا او ایران تر منځ د اختلافاتو د حل لپاره د جنګ پر ځای د خبرو اترو لاره غوره کړی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت