په پاکستان کې اقلیتونو باندی زور زیاتۍ دوام لری


لیکنه: د ډاکټر زینب اختر

ژباړه: د پښتو څانګه 

د پاکستان اقلیتونه د حکومت توپیر لرونکې پالیسۍ سره مخامخ دی ورسره ورسره د خلکو او په ځانګړی توګه بنیاد پرسته انتها خوښونکو تعصب او زور زیاتی سره لاس په ګریوان دی.

هندوان، عیسویان او سیکان چې د پاکستان ټولټال آبادۍ تقریبا دری میلیونه برخه تشکیلوي په ځينی وخت کې د خپل عقیدی تمرین یا مذهبې عبادت کې د ستونزو سره مخامخ کیږی. د توپیر یا تعصب لپاره استعمالیدونکې الو کې یوه آله د بی حرمتۍ قانون دی چې د کوم ترلاندی اقلیتونه د اسلامی عقیدی یا ښونو بی حرمتۍ کولو لپاره نیول کیږی. 

په دی ترڅ کې وروستنۍ معامله د یو ډاکټر ده چې د سیند ایالت یوی اقلیتی ټولنې سره تعلق لری. په دی بهانه د بی حرمتۍ قانون ترلاندی ونیول شو چې هغه د قرانکریم بی حرمتی کړې. ددی څخه یو څو ورځې مخکې په پنجاب ایالت کې یو اقلیتی مذهبې ټولنې څخه یوه ښځه او میړه یو کس ته د بی حرمتۍ یو لیک ولیږو او د بی حرمتۍ قانون ترلاندی ونیول شو. 

په پاکستان کې د اقلیتونو ویره زیاتولو لپاره یوه بله ویرونکې پیښه دا وه چې د لاهور په لمنه کې د نارووالن په مقام د سیکانو ګرودواره یا درمسال چې ګرونانک پیلس نومیږی ړنګ کړۍ شوه. یوازې دا پیښې نه دی بلکې د اقلیتونو حقوقو خلاف ورزۍ هم دوام لری. په لوی شمیر کې اقلیتونه د بی حرمتۍ قانون ترلاندی نیول کیږی او ورباندی زور زیاتۍ کیږی. 

د اسیه بی بی قضیه ترټولو مقبوله قضیه ده چې په پاکستان کې د اقلیتونو حقوقو په باب یی بحث وپارولو نور خو نور دومره زیات تنقید وروسته هم پاکستان ددغه کرکجن قانون ترلاندی د اقلیتونو نیولو ته دوام ورکړو. 

یاد شوی ډاکټر د یو محلی جومات یو سرمنشی لخوا وړاندی شوی یو شکایت څخه وروسته په توقیف کې واچول شو. په نوموړی د بی حرمتۍ تورونه پوری کړۍ شوي و او د پاکستان د بی حرمتۍ قانون ترلاندی سخته سزا لری. د دغه قانون غیری مادی د پاکستان د خلکو په ذهنونو کې نغښتی دی کوم چې په تخریب کارۍ کې بدل شي او ځينی وخت کې د وران کارو ډلو لخوا د وژلو سبب ګرځې. د سیند په ایالت کې د ډاکټر نیولو څخه پس د یو ځانګړی ټولنی سره اړه لرونکو دوکانونو سوزول ددغه ذهنیت یوه پایله ده. هغوی په لوی شمیر کې مذهبې اقلیتونه هدف جوړوي. اقلیتی ټولنې سره اړه لرونکې د بی ګناه خلکو باندی غلط تورونه لګول کیږی او قضې جوړول کیږی له دی کبله چې خپل شخصې کساد تعقیب کړی. 

هغه څوک چې یو مسلمان نه وي په هغه په پاکستان کې کافر یعنی په خدای پاک عقیده نه لرونکې په حیث تور پوری کیږې او ستونزه یی دا ده چې د پاکستان اساسی قانون او د نورو ایالاتونو قانونی جوړښتونه دغه مذهبې مفکوری ته ملاتړ برابروي. په ملی جوړښت کې د اقلیتونو هیڅ مناسبه نمایندګې نشته که څه هم د هغوی لپاره په پارلمان کې پنځه سلنۍ څوکۍ ساتل شوي دی. په پاکستان کې هیڅ داسی قانون نشته دی چې هغه جنایت کاران ونیسی څوک چې د بی حرمتۍ قوانینو ترلاندی په اقلیتونو زور زیاتۍ کوي یا د اقلیتونو مذهبې ځایونه ړنګوي. دا په پاکستان کې د شعیه هزارګانو او احمدیانو په ګډون د اقیلتونو په وړاندی د کرکجن بشری حقوقو خلاف ورزی کولو ته حرکت برابروي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت