د هند چندرایان د دویم میشن پیل



لیکنه: د یوګیش سود

ژباړه: د پښتو څانګه

د هند دویم سپوږمۍ میشن چندرایان دویم به د سږکال جولاۍ میاشت کې پیل کړۍ شي. دا به ۱۳پیلوټونه ولری چې د ګرد هیواد مختلف پلټنې سازمانونو لخوا انکشاف کړۍ شوي چې یو شمیر ساینسی تجربې ترسره کړی او احصایی راټولی کړی. د هند خلایی پلټنې سازمان یعنی ایسرو ترمخه خلایی بیړۍ به چې ۳٬۸ ټنه وزن ولری او په دی کې به دری موډلونه شامل وي. آربیټر، لینډر یا ویکرم، روور یا پرګیان د ناڅا د تجرباتې موډول موخه ده چې ځمکې او دده طبعې سپوږمې ترمنځ واټن کچ کړۍ شي. ټول موډول به د جولاۍ د میاشتې د نهمی نیټی څخه واخله تر ۱۶مې نیټې پوری د چندرایان دویم توغونې لپاره تیارسۍ ونیسی او توقع کیږی چې د ځمکې په سطحه به د سپټمبر په ۶مه نیټه ګام کیښودل شي. دا خبره د هند خلایی ایجنسۍ څرګنده کړی. اربیټر به د سپوږمۍ سطحې څخه ۱۰۰ کیلو متره مدار کې وڅرخیږی کله چې لینډر یا ویکرم به د سپوږمۍ جنوبې قطب خواته کوز شي او روور یا پرګیان به دغلته په خپلو تجربو لاس پوری کړی. چندرایان لومړۍ کوم چې د سپوږمۍ سطحه باندی اوبو معلومولو کې غټ برۍ ترلاسه کړو ټولټال پنځه خارجې پیلوټان له ځان سره وړی و چې پکې دری د اروپا او ده د امریکې متحده ایالاتو څخه و. 

چندرایان دویم چې په تخنیکی توګه عصری ګرځول شوی سپوږمۍ ته به د زیات عصری ګرځيدلۍ میشنونو ځينی یو وي. د هند پلټنې خلایی سازمان یعنی د ایسرو مشر ډاکټر کی سیوان وویل چې لینډر چې د پنځه پښو یو ګاډی دی چې ویکرم نومیږی د سپټمبر شپږمی نیټې شاوخواو په سپوږمۍ باندی کوز شي او روپوټيک روور یا پرګیان به د سپوږمۍ چارچاپیره سیمو خواته پلټنه وکړې. پرګیان به د سپوږمۍ سطحه باندی د ۳۰۰ نه واخله تر ۴۰۰ کیلو متره پوری وګرځې. تمه کیږی چې پرګیان به په سپوږمۍ باندی د ځکمې ۱۴ورځې تیری کړی او راز راز ساینسی تجربې به ترسره کړی. روور به د سپوږمۍ سطحې شیانو تجزیه وکړې او ۱۵دقیقو دننه د آربیټر د لیاری ځمکې ته احصایی او عکسونه راولیږی. 

د ۳۸۰۰ کیلو ګرامه خلایی بیړۍ چې ورکې یو اربیټر شامل دی کوم چې به د ۱۰۰ کیلو متره فاصلې څخه به د سپوږمۍ ګیر چاپیره وڅرخیږی. 

د ایسرو مشر ډاکټر کی سیوان ویلی دی چې چندرایان دویم ډير زیات مشکل میشن دی چې د ایسرو لخوا په غاړه اخستل شوی. د هند خلایی پلټنې سازمان یعنی ایسرو ویلی دی چې جنورۍ میاشت کې به مونږ د سپوږمۍ په یو داسی ځای کې کوز شو کوم ځای چې هیڅ څوک ترننه پوری ندی کوز شوی او دغه سیمه به د سپوږمۍ جنوبې قطب کې وي او دا یوه نا لټولی سیمه ده. 

چندرایان دویم میشن د چندرایان لومړۍ میشن یوه عصری بڼه ده. چندرایان لومړۍ ۱۱ پیلوټان وړی و چې ورکې پنځه د هند څخه، دری د اروپا، دوه د امریکې متحده ایالاتو او یو د بلغارې څخه و او دغه میشن ته د سپوږمۍ په سطحه باندی د اوبو معلومولو شرف ترلاسه دی. که چیری هند په بریالیتوب چندرایان دویم د سپوږمۍ په سطح باندی کوز کړی نو هند به څلورم هیواد جوړ شي چی داسی به وکړی. 



هند دی ته سترګې نیولی چې روس، د امریکې متحده ایالاتو او د چین څخه پس د نړۍ څلورم هیواد جوړ شي چې سپوږمۍ باندی خلایی بیړۍ کوز کړی او اسرائیل ته هغه وخت سخت زیان ورسید کله چې د اسرائیل بیریشیت خلایی بیړۍ د اپریل د میاشتې په ۱۲مه نیټه د سپوږمۍ په سطحه باندی کوزیدو کې ناکامه شو. چندرایان دویم به د سپوږمۍ جنوب قطب باندی کوز شي چې د چین څخه پرته دغی سیمی کې کوزیدو لپاره ځینی بل هیواد هڅه نده کړی. د چندرایان دویم برۍ به د هند خلایی پلټنې سازمان ته یو بل برۍ ورپه غاړه کړې. د چندرایان دویم میشن به په یقینی توګه د ایسرو بریالیتوبونو کې نور زیاتۍ رامنځته کړی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت