هند د یو قوي حکومت لپاره رایه ورکړه

لیکنه: د پروفیسور، شیواجي سرکار

ژباړه: د پښتو څانګه

د بهارتیا جنتیا پارټي یا بي جي پي ګوند ته چې د ملي ډیموکراټیک اتحاد (این ډي اې) مشري کوي د ۹۰۰ ملیونه هندي رای ورکوونکو لخوا پریکړه کوونکې پایله ورکړل شوه. په تیرو ۳۵کالو کې دا لومړی ځل دی چې یو ګوند د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۳۰۳څوکۍ ترلاسه کوي چې د هند ولسی جرګه ده. لومړي وزیر نریندر مودي د خپل دوه ګوني شعار ملي امنیت او پرمختیا پر مټ د دویمې دورې لپاره هم ونومول شو.

د ولسي جرګې ۱۷م دور ټاکنو په اوو پړاوونوکې، ولیدل شو چې د بي جي پي ګوند د ټولو هندي رای ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړ. دا ګوند وتوانیده چې په هغو ایالتونوکې هم ورننوځي کومو کې چې یې کم شتون درلود لکه غربي بنګال او تیلنګانا. د هند د اپوزیسیون ګوندونه چې مشري یې د کانګرس ګوند کوي، ونه توانیدل چې بریا ترلاسه کړي. همداراز ګڼ شمیر رایه ورکوونکي د هغو کارونو تر اغیز لاندې راغلي وو او یا ترې خوښ وو کوم چې لومړي وزیر نریندر مودي په تیرو پنځو کلونو کې ترسره کړي وو.

د این ډي اې حکومت په تیرو پنځو کلونو کې ۱۳۳ پراختیایي پروژې په لاره واچولې چې عمومي موضوعاتو باندې استوارې وې لکه نلدواني، د پخلنځي ګازو، د همکاریو منظم لیږد، د لوی شمیر هغو هندیانو لپاره بانکي حسابونو پرانستل کومو چې ورته لاسرسی نه درلوده چې د هندیانو لخوا ورته په ښه توګه هرکلی وویل شو.

د ملي امنیت په برخه کې، د این ډي اې حکومت خورا کلک ګامونه پورته کړل. یو څرګند پیغام یې ورکړلو چې ترهګري هیڅ نه زغمل کیږي. د هند امنیتي ځواکونو د ترهګرو له ځالو سره په مبارزه کې ښې لاسته راوړنې لرلې په ځانګړې توګه له پولې آخوا ترهګري چې د هند په جمو او کشمیر ایالت کې یې بد نوم لري. همداراز د هند لخوا د په بالاکوټ، چاکوټي او مظفرګړ کې چې د پاکستان په مقبوضه کشمیر کې موقعیت لري د جیش محمد ترهرګریزې ډلې په کمپونو باندې بریدونه چې د پولواما ترهګریز برید په بدل کې ترسره شول. د مودي حکومت همدا راز و توانیده چې د هند هوایي ځواک هغه پیلوټ کمانډر ابهینندن وردمان وژغوري او را خلاص یې کړي چې الوتکه یې د پاکستان په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله غورځیدلې وه.

لومړی وزیر نریندر مودي په بریالۍ توګه د هند بهرنۍ پالیسۍ ته نوی مسیر ورکړي. د هغه ایکټ ایسټ پالیسۍ د هند له ګاونډیانو سره خورا ښه رول ولوبولو چې د ډوکلام موضوع ته یې په بریالۍ توګه خاتمه ورکړه، له روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین، سعودي عرب، ایران او اسرایلو سره د ژورو اړیکو لپاره کار وکړلو چې هندي وګړي یې نیولي وو.

د ۲۰۱۹ میلادي کال ټاکنې خورا تاریخي ټاکنې وې، رایې ورکوونکو د قبیلې، مذهبونه، ژبې او جنس په پام کې نه نیولو سره په دغه ټاکنو کې ګډون وکړلو او ښاغلي مودي ته یې رایه ورکړه. رایه ورکوونکي د یو ښه ژوند غوښتونکي دي او په دې یې باور درلود چې یواځې ښاغلی مودي کولی شي چې دغه ژوند ورته برابر کړي.

اوس د هند لومړی وزیر هم همدا دنده لري چې غریب خلک، باید خواړه ترلاسه کړي، مالي ملاتړی یې وشي، کور او تشناب ورته برابر شي چې د ولسونو خورا مهمې غوښتنې دي.

هند د عوایدو په منځنۍ کټګورۍ لرونکو هېوادونو کې ور داخلیږي چې د یو تن په سر شاوخوا ۲٬۰۰۰ امریکایي ډالر یې عاید وي. نوې مخ پر ودې برخې د راټوکیدو په حال کې دي چې د غوښتنو او هیلو له لارې د هوساینې په لټه کې دي. حتی د کلیو کم عاید غوښتونکي ځوانان به د ښارونو د ځوانانو په همکارۍ سره په دندو وګمارل شي.

د هند اقتصاد هم پیاوړتیا ته اړتیا لري. تیر پنځه کلونه د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو لپاره یو پیلیدونکی چاپیریال وو. اوس داسې ښکاري چې نړیوال اقتصادي وضعیت مخ پر ټیټیدلو دی. په نړیوالو سوداګریزو جګړو کې د بیو پر وړاندې د ناندریو لنډ مهاله نښې نښآنې شتون لري، دا هم شونې ده چې رښتینې جګړه دې پیل شي.

راتلونکی حکومت چې باید ډیر ورته پام وکړي هغه د دندو د ایجادولو فرصتونه دي. د ملیونو کسانو لپاره د نویو دندو پیداکول به آسانه کار نه وي. سکیمونه لکه سکیل انډیا او مودرا د پور سکیم، باید یو څه تقویه کړی شي. اوس باید زده کړې او تولیدات محور و ګرځول شي.

د مالیې سیستم اصلاحاتو ته اړتیا لري، لکه څنګه چې د یو ملت لپاره د یو مالې سیټم یا جي ایس ټي رامنځته کړی شو، دا اوس هم آسانه کولو ته اړتیا لري. دا هم یوه مهمه دنده ده چې د خلکو د اخیستلو وړتیا باید لوړه کړی شي او همدا راز د حکومت عواید.

غوښتنې اوس له هغې هم ډیرې دي کومې چې په ۲۰۱۴میلادی کال کې وې. هندیان په دې باور لري چې همدا مودي کولی شي چې دغه ستونزې حل کړي او هند د یو قوي اقتصاد پر لور بوځي. هندي رایه ورکوونکي هیله مند دي چې، هند به په راتلونکو پنځو کلونو کې نویو پوړیو ته ورسیږي.

د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم پکې شامل دی ترمخه لومړي وزیر ته د مبارکۍ پیغامونه لیږلي دي او د نړۍ د ښه نظم په موخه یې له نریندر مودي سره د ګډ کار کولو هیله هم څرګنده کړې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت