پومپیو او لیوروو ترمنځ غونډه – سولی پلو یو پیشرفت

 لیکنه : د چنتا منی مهاپاتره
ژباړه : د پښتو څانګی
کله چی د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له روسیۍ څخه لیدنه وکړه او د خپل ځای ناستی سرګی لواروف او ولسمشر پویتن سره یی خبری اتری وکړی نو دا غونډه ددی خبری لپاره یوه اشاره وه چی  د روسیۍ سره تاوتریخوالی پای ته رسولو  لپاره ټرمپ انتظامیۍ یوه نوی تګلاره غوره کړیده.پدی وروستیو ورځو کی کله چی  روسیۍ او امریکا ترمنځ د وړی کچی یو نوی جنګ پیل شوی نو نړیواله ټولنه  مجبوره ده چی روان وضغیت ته پاملرنه وکړی.په امریکه کی په بهرنی پالیسئ تبصره کونکی د ټولنی ډیرغړی دا ټکی په کوچنی نظر له سوړ جنګ سره نه مقایسه کوی ، ځکه چی دوی روسیه دومره قوی هیواد نه بولی بلکه دا  د شوروی اتحاد د یوه وړه ټوټه منی .حقیقت دا دی  چی د سړی جګړی په دوران کی هم کله چی د امریکا هوښیاری طبقی د امریکا او روسیی اتومی پیاوړتیا یو ډول حقیقت منلی وه هغه وخت هم د امریکا د حکومت ډیر خلک پدی باوری نه وو چی د دواړه هیوادونه یو بل سره پرتله کړی.په دوو برخو ویشل شوی د امریکا ډیر مامورینو د قدرت د چوکاټ توجه په هر حالت کی د امریکی په لور وه ځکه چی امریکا له اقتصادی او تکنالوژی له  پلوه غښتلی وو .نن هم په امریکا کی په ډیرمشکل  پدی خبره باور کیژی چی روسیه له یوه نوی قوت سره میدان ته راوتلی دی .هیڅوک هم نوموړی هیواد د قوی ملک په توکه منلو ته تیار ندی چی د خپلو مزائلو په توان امریکا لړزولی شی، خو له دی سره سره د ملګرو ملتونو پخوانی لوی قدرت ( روس) او موجود سوپر پاور امریکا تر منځ روان په کمه اندازه د سړی جګړی له حقیقت څخه خبر دی .د ایران د ذروی وسلو د پریکړی لپاره روس ملاتړی دی . او همدا راز د سوریۍ سره هم په پټه مرستی کوی او په وینزویلا کی د میډورو حکومت هم ملاتړی دی . که دا حقیقتونه په پام کی ونیول شی نو په اسانۍ سره پوهیدی شو چی د امریکا لپاره د هغو هیوادونو په حکمتونو کی تبدیلی راوستل که نا ممکنه نه ده نو اسانه هم نده .
حقیقت دا دی چی کله روسیئ جنوبی اوسیټیا ، جورجیه ،او ختیځ اوکرائین یوه برخه کی د خپل قوت مظاهره وکړه او له دی وړاندی یی کریمیا تر خپلی ولکی لاندی راوسته نو امریکا هغه وخت یوازی تماشه لیدله .ځینی بندیزونه ئی ضرور وضع کړل خو روسیه شا ته د  تمبولو او یا د هغه له دغه پرمختګ څخه په مخنیوی کی ناکامه پاتی شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د پخوانی ولسمشر براک اوباما په څیر هڅی وکړی تر څو له روسیئ سره بیا اړیکی ټینګی کړی  خو د امریکا داخلی سیاست مجبور کړوچی د پوتین په مقابل کی سخت چلند اختیار کړی ، او همدا راز څو ځله یی دا  منلی هم وه .د ټرمپ د ټاکنو په دوران کی دا تور هم پوری شوی وو چی له هیلری کلینټن څخه د ګټلو په موخه یی  له روسیئ څخه مرسته غوښتی ده۰
د میولیر تر پلټنی وروسته کله چی ډونلډ ټرمپ له دی تور څخه برأت حاصل کړو نو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لومړی ګام دا پورته کړو چی له روسی سره د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره د بی باورۍ فضا باید له منځه یوړل شی .نو د پومپیو او لاویرو تر منځ خبرو اترو نه څرګندیږی چی د روسئی او امریکا تر منځ د اړیکوپه ښه کیدو کی هڅی روانی دی . د امریکا د هڅو څو پړاونه دی. یو خو دا چی روسیی او چین تر منځ نیږدیوالی  را نشی  او که امریکا پدی شرط کی بریالی شو نو واشنګټن به هغه موقف ته ورسیږی چی هغه به له چین سره په تجارتی معاملو کی سخت چلن وکړای شی . پدی صورت کی به په ایران هم د امریکا فشار په سهی ډول عملی شی خو د ټرمپ د انتظامیه دا هڅی ډیری بریالی نه ښکاری. روسیه له اروپا سره سره د ز‌روی قدرت په برخه کی له خپل منځی پریکړو څخه ګټه اوچتوی . له بلی خوا له اټلانټیک پوری غاړی ته پراتو هیوادونو د لریوالی کتنه  په ډیری خاموشی سره کوی ځکه چی د ناټو په حواله ټرمپ چی  کوم ډول سپکی خبری کړیدی له دی وجی هغه هیوادونه خفه ښکاری .له دی وجی د سوداګری او پانګه اچونی ډګرونه تر اغیز لاندی راغلی دی چی روس ته له دی خبرو هم ډیره ګټه رسیدلی ده او هم يی له چین سره ستراتیژیکی او توانائی په برخه کی خپلی اړیکی پیاوړی کړیدی.امریکا خپلو مخالیفینو ته د اقتصادی بندیزونو له امله تاوان رسولی دی. د دی  اثر دا هم دی چی د روسیئ د وسلو د خرڅلاو مخنیوی شوی دی .مثلاً هند او ترکیه نشی کولی چی له روس څخه وسلی وپلوری. دا خبره روس ته خامخا ګرانه تمامیږی،که چیری د دواړو هیوادونو په اړیکو کی ښه والی راځی نو نړیوال استحکام به هم ټینګښت  ومومی او له بلی خوا د هند په ګټه هم  ده. ځکه چی هند د دواړو په نښه دی او هند د سوړ جنګ په دوران کی هم بی طرفه پاتی شوی او اوس هم د هیڅ یو ترڅنګ ندی . امریکا غواړی چی د هند د وسلو په خرڅلاو کی ډیروالی راشی خو له روس څخه د وسلو په رانیولو هم باید بندیز نه وی او که امریکا بندیز لګوی نو له روسی څخه ایس- ۴۰۰ ډوله توغندی نشی تر لاسه کولی نو له دی کبله به د امریکا اوهند تر منځ اړیکی ترینګلی شی  او که د روسئی او امریکا تر منځ اړیکی ښی کیږی نو د هند په ګټه به تمامی شی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت