د مودي دویم حکومت لوړه وکړه
لیکنه: د منیش آنند
ژباړه: د پښتو څانګه
وروسته له هغې چې د لوی شمیر ولسونو ملاتړ یې ترلاسه کړ، ښاغلي نریندر مودي په مسلسله توګه د دویم وار لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. ولسمشر رام نات کوویند د لوړې مراسم اداره کړل چې د لومړي وزیر تر مشرۍ لاندې یې د وزیرانو شورا ۵۸ غړو ته سوګند ورکړو. د وزیرانو شورا صلاحیت د هند پخوانی وزیر سوبرامنیم جی شنکر نه پرته د واکمن ګوند بهارتیا جنتیا ګوند (بي جي پي) او د هغوئ له اتحادیانو څخه ترلاسه کړ.
هغه حیرانتیا چې لومړي وزیر نریندر مودي ترلاسه کړه په حقیقت کې هغه ښاغلی جی شنکر وو. هغه د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کلیدي مرسته کوونکی پاتی شوی. د چین په هکله د نوموړي مهارت به په یقیني ډول یوه سرمایه وي. د بي جي پي ګوند مشر امیت شاه هم په کابینه کې ځای پرځای شو، طمع کیږي چې هغه به هم په حکومت کې رغنده رول ولوبوي.
ښاغلي مودي ولسی رای عامه د خلکو آرزو وبلله کومه چې له هیواد څخه لری. د ولسونو غوښتنو ته په پاملرنې سره، د وزیرانو هغه شورا چې ولسمشر ورته سوګند ورکړ د ځوانانو په هکله مثبته لیدلوری لري. ښاغلي مودي لا پخوا ددې یادونه کړې وه چې د هغه دویم دور حکومت به د (این اې آر اې) له شعار سره سم کړنې ترسره کوي چې د (ملي هیلو او سمه ییزو هیلو) په مانا ده. هغه وویل چې ښه حکومتولي او عالي پرمختګ د نومړي له تګلارو څخه ده.
داسې بریښي چې له فارمول سره سم به د وزیرانو د انتخاب په برخه کې بدلون راشي. ښاغلی راجنات سینګ، ښاغلی نیتین ګاډکاري، ښاغلی رام ویلاس پاسوان، ښاغلی نریندر سینګ تومار، ښاغلی پیوش ګویل، میرمن سیمریټي ایراني، د هغو وزیرانو په منځ کې دي چې د ښاغلي مودي د دویم دور حکومت په بهیر کې به هم پخپلو دندو پاتې وي. د یو کم شمیر بې تجربې وزیران لکه، ښاغلی ګجیندر سینګ شیکهاوت، ښاغلی ګیری راج سینګ او ښاغلی مهیندرانات پانډې فعالیتونو ته په کتلو سره په نوي کابنیې کې ځای پرځای شوي دي.
د هند د ۵۸ وزیرانو شورا په ډله کې ۲۴ یې د کابینې وزیران دي، ۹ یې بیا مملکتې وزیران دی چې خپلواکه صلاحیتونه به لري او نور ۲۴ یې بیا مملکتی وزیران دي. په حقیقت کې دا یو غوره اقدام وو چې په ایالتونو کې یی له زیاتو ګوندونو څخه ملاتړ ترلاسه کړ.
دا چې د مودي دویم دور حکومت دفتر ته ورسید، نړیوال اقتصاد له ستونزو سره مخ دی، دا کولۍ شي چې دې حکومت لپاره د ستر سر درد سبب شي. نړۍ لا له پخوا د امریکا متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سوداګریزو مالیو د ناندریو شاهده ده. په خلیج فارس کې بحرانونه مخ پر ډیریدلو دي چې پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو له لورې د لګول شویو بندیزونو له امله رامنځته شوي. له دې سره د نړیوالو خامو موادو په قیمتونو کې هم زیاتوالی راغلی. لومړی وزیر مودي وتوانیده چې پخپله لومړۍ دوره کې د بیو په کنټرول کې بریالۍ شي. طمع کیږي چې دولت به همدغه ډول فعالیتونه د بزګرانو لپاره هم ترسره کړي ترڅو د هغوئ د ژوند کچه لوړه شي.
د لوړې ترسره کولو دغه لوی مراسم چې په راشټرا پتي بهون یا په ولسمشری ماڼۍ کې ترسره شول د ایالتونو د مشرانو، بیمسټیک هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شتون شاهد هم وو. د کرغیستان ولسمشر او د ماریشیس لومړي وزیر هم په دغه موقع کې حاضر وو. دا د هند د (ګاونډیتوب لومړۍ پالیسۍ) تاییدي ده. موخه دا ده چې هندوستان له سمیې نه د عمومي رفاه په لټه کې دی چې بشپړ روښانه ده.
Comments
Post a Comment