د نړیوال قوت کیدو په موخه د هند هڅې روانې دي


لیکنه: د شنکر کمار

ژباړه: د پښتو څانګه

کله چې په لوړه کچه د پریکړې کولو خبره راځي نو هیڅ څوک هم له لومړي وزیر نریندرمودي سره پرتله کیدلی نه شي. دا یوه ښکاره خبره ده چې هغه ویلې و چې د هغه دویم دور حکومت به د (نوی هند له نوي قوت سره) پر لور حرکت پیل کړي. د ولسي جرګې په مرکزي تالار کې د لومړي وزیر بیانیه د هغه نریشن سره ورته والی لري کوم چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هر چا له خیال سره سم د هند جوړولو لپاره هغه تنظیم کړی. دا خیال یواځې دې پورې محدود نه دی چې روغتیایي خدمات، زده کړې، کور لرل او نورې بنسټیزې اړتیاوې چې ټول هندیان ورته ضرورت لري به په راتلونکو درې کالو کې بشپړې کړی شي، بلکې په نړیواله ځغاسته کې به هم هېواد لوړو پوړونو ته ورسوي. 

لومړي وزیر د (این اې آر اې) نارا په نوم نوی شعار رامنځته کړی چې مانا یې ملي هیلې او سیمه یزې آرزوګانې دی. په لویه کچه دغه شعار له دې سره هم یو رنګوالی لري چې هند غواړي چې په نږدې راتلونکې کې د یو پرمختللي هېواد په توګه بدل شي. د ساینسي پوهې او نوښت په برخه کې دا د هند د تګلارې یوه برخه ده. همدا راز دا د هېواد له هغې سټراټيژۍ سره هم سمون خورې چې موخه یې په نړۍ کې د یو قدرتمن هېواد په توګه رامنځته کیدل دي.

البته دا به هغه مهال په حقیقت بدل شي کله چې هند د خپلو سکیمونو لکه اوجوالا، آیوشمان بهارت او نورو په هکله خپلو ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړي. له دې مرستندویه پروګرامونو سره یو ځای به هند وکول شي چې د خپل اقتصاد د لا پیاوړي کولو کار ته چټکتیا ورکړي ترڅو هند په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۵ ټریلیونه ډالرو اقتصاد لرونوکو هېوادونو په ډله کې راشي او تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د نړۍ دریم لوی اقتصادي قدرت شي. 

البته، د نوي هند لپاره دا د لومړي وزیر مودي د خوب یوه برخه ده چې اقتصاد او د پانګونې کچه لوړه کړي، هېواد ډیپلوماټیک کړي، په سیاسي او سټراټیژيکي بڼه د هېواد قوي کول د هند د هیلو یوه بله برخه ده. لومړي وزیر بیا بیا ویلي چې راتلونکي پنځه کلونه به د هېواد په تاریخ کې خورا مهم وي، لکه د ۱۹۴۲ نه تر ۱۹۴۷میلادی کلونو پشان. هغه دور کې بیلابیل خلک په څرکنده توګه یو ځای شول چې له بیلابیلو مذهبونو، ولسوالیو او سیمو څخه یې تړاو درلود ترڅو هند د برتانویانو له منګلو آزاد کړي. که وکتل شي، نو ددې دا مانا ده چې هندیان اوس هم هماغه شان یو ګډ یون ته اړتیا لري ترڅو له شته ستونزو څخه بیرون شي او وکولی شي چې د نړۍ په ترتیب کې یو ښه مقام ترلاسه کړي. دا د خلکو محورو ټولو پروګرامونو د حقیقت په بدلولو لپاره سم حرکت او سم قصد دی چې باید لومړیتوب ورته ورکړل شي.

البته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (یو این ایس سي) کې د هند د غړیتوب لپاره باید په نړیواله کچه په سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې بدلونونه راشي. له همدې امله نوي ډيلي د شانګهای د همکاریو په ادارې (ایس سي او) او ددغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه غونډه کې په بیشکیک کې غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د فورمونو د پراخو اصلاحاتو لپاره د دوی د هڅو ملاتړ وکړي ترڅو د ملګرو ملتونو د امنیتې شورا د اصلاحاتو سره دغه اداره لا ډیره اغیزمنه او ګټوره ولیدل شي. په تیرو ډیرو کلونو کې، هند ددغې شورا د غړیتوب لپاره په لومړي کتار کې ولاړ دی، خو یو یا دوه داسې هېوادونه شته چې د ملګرو ملتونو د اوسني ویټو سیټم په آډانه کې د هر ډول بدلون راوستلو پرخلاف دي. له دې امله د ملګرو ملتونو د امیت شورا د پراختیا لپاره غوښتنې ځای نه دی نیولی، که څه هم له ټولو نړیوالو مشرانو سره د هند اقتصادي تناظر او د لومړي وزیر نریندر مودي شخصی بیوګرافي له پخوا لوړه شوې خو د ملګرو ملتونو اصلاحات په نږدې تیر وخت کې خورا ډير تر سترګو شوي دي.

د نړۍ د یو با مسووله هېواد په توګه، هند په ډیرو برخو کې کلیدي رول لوبوي چې د چاپیریال ساتنې موضوع هم پکې شامل ده. د اقلیمي تعادل په موخه، نوې ډيلي هوکړه کړې چې د لمر نړیوال اتحاد پروګرام به پرمخ بیایي چې موخه یې فوسلي تیلو باندې تکیه والۍ کمول او د سولر انرژۍ مروج کول دي. د نیو انډیا هیلې ددغې اجنډی ملاتړ کوي. هند په هڅه کې دی چې د ګڼ شمیر هېوادونو په ملاتړ په نړیوالو چارو کې عظیم رول ولوبوي. خو بیا هم هند په نړیواله کچه په ګڼو نړیوالو مسایلو کې خپل مقام او ډیپلوماټیک تناظر برقرار ساتلی ترڅو د نړیوالو موضوعاتو کوربتوب وکړي. د نوي ډيلي هغه دید چې واسودیواکوټومبوکم یعنې نړۍ یوه کورنۍ ده په سمه توګه د خپل بهرنی سیاست موخې بیانوي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت