پاکستان د ترهګریزو بریدونو په درشل کې پور ترلاسه کړ
لیکنه: د اشوک هانډو
ژباړه: د پښتو څانګه
د څو میاشتو اوږد مهاله خبرو اترو وروسته، د پیسو نړیوال مرستندویه صندوق (آی ایم ایف) بالاخره پاکستان ته یو بل مالي پور تضمین کړ. په اقتصادي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر مشاور ډاکټر حفیظ شیخ ویلي چې دغه پور بالاخره د پاکستان او د آی ایم ایف میلمه ډلې ترمنځ د مشورو وروسته ومنل شو. آی ایم ایف به هغه هېواد ته په راتلونکو درې کلونو کې ۶ بیلیونه ډالره ورکړي ترڅو له مالي بحرانونو څخه راووځي. اسلام آباد په خورا ستونزو کې دی او د ۱۸ بیلیونه امریکایي ډالرو پور څخه رنج وړي ترڅو وتوانیږي چې خپل مالي پورونه خلاص کړي او د هېواد اقتصاد ته حرکت ورکړي.
اته میاشتې د مخه، کله چې عمران خان د هغه هېواد د لومړي وزیر په توګه انتخاب شو، هغه ویلي وو چې که چیرې آی ایم ایف د خپلو پورونو لپاره داسې سخت شرایط ولري نو هغه به هیڅکله هم دغه مرستندویه پور وانخلي. هغه تر ډيره په ملګرو هېوادونو حسابوله لکه چین، سعودي عربستان او عرب امارات. مګر اوس آی ایم ایف د خپلو پورونو لپاره تازه شرطونه وضع کړي چې عمران دغه ټول ومنل. په دغه شرایطو کې د پیسو سخت تنظیم او مالي مقررات، د ډیرو عوایدو د ترلاسه کولو لپاره یې مالیه لوړه کړې. په پراخه کچه آډاونیز اصلاحات، د دوستانو محدودیت او د پیسو بدلولو په بازارونو کې د بیو ټیټوالی او داسی نور شامل دي.
عمران خان ویلي وو چې مالیې به نه لوړوي او نه به هم د ګازو او بریښنا قیمتونه لوړوي ځکه چې ولسونه بیا له ستونزو سره مخ کیږي. دغه اقدام په دې مانا دی چې عواید به لا پسې ټيټ شي او انفلاسیون به لوړ شي. هېواد لا له پخوا د ټولو لومړنیو اړتیاوو د لوړو بیو سره مخ دی. د فایننشل ایکشن ټاسک فورس ادارې فشار هم خپل اغیز لرلی دی چې پاکستان یې لا پخوا په خړ لسټ کې شامل کړی او د دې ویره شته چې د اړتیا په صورت کې به یې په تور لسټ کې هم شامل کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دواړه د مالیې وزیر اسد عمر او د پاکستان د سټیټ بانک رییس طارق باجوا له دندې ګوښه کړل او پرځای يې ورته د آی ایم ایف ادارې پخواني کارکوونکي وګمارل او دا کار یې له دې امله وکړلو چې د هېواد اقتصاد لا پسې په ټيټيډلو روان دی. د جي ډي پي وده ۳٬۹ سلنه ته راټیټه شوې او د انفلاسیون نرخ بیا ۹٬۴ سلنه ته لوړی شوی، د خارجې اسعارو پانګه یواځې ۹ بیلیونه ډالرو ته راټیټه شوې.
په داسې یو وخیم وضعیت کې عمران خان بل کوم انتخاب نلري پرته له دې چې د آی ایم ایف شرایط ومني. له دې نه دا څرګندیږي چې پاکستان یو قوي مالي ډیسیپلین ته اړتیا لري کوم چې د دوو مهمو فکتورونو له امله ځنډیدلی دی. یو یې، ترهګري ده چې له باید په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي ترڅو سولې او مرستو ته لاره هواره شي چې پراختیایي کړنې ترسره شي او بل دا چې سیاسي پریکړې باید ملکي حکومت ته پریښودل شي او اردو باید یواځې او یواځې د هېواد د امنیت ساتلو لپاره ځان محدود وساتي.
په پاکستان کې ترهرګریزو ډلو سره مرسته کول د نړیوالې ټولنې لپاره یوه لویه اندیښنه ده چې هغه هېواد نه پریږدي چې له نورو هېوادونو او ادارو څخه آسانه پورونه واخلي او له شته بحران څخه پرې خپل اقتصاد بهر کړي. په دې وروستیو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډير شوي. وروستی برید یې د بلوچستان په یواځیني پنځه ستوري لرونکي د ګوادر ښار په هوټل کې برید وو. پنځه تنه په هغه برید کې ووژل شول چې د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکي پوځ (بي ایل اې) یې پړه منلې. تر دې برید د مخه د بلوچستان په هامای ولسوالۍ کې هم هغه مهال ۱۴ تنه وژل شوي وو کله چې مسافر له بس موټر نه کښته کړی شول. په دوی کې د پاکستان د بحري ځواک سرتیري هم شامل وو. په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو ډله له ډيرې مودې راپدیخوا برحاله ده چې د بي ایل اې په نوم پیژندل کیږي. د بلوچستان ولسونه تل شکایت کوي چې باوجود ددې چې بلوچستان یو لوی ایالت دی او له ګڼ شمیر طبیعي سرچینو څخه هم مالامال دی بیا هم دا ایالت د هېواد تر ټولو غریب ایالت پاتې شوی دي.
په حقیقت کې د بلوچستان خلکو د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز سیپیک پر وړاندې هم وسله راپورته کړې چې تر ډیره برخه یې د بلوچستان له ایالت نه تیریږي خو ددې ایالت لپاره پکې کومه د پام وړ ګټه په نظر کې نه ده نیول شوې. په یاد هوټل کې ترسره شوی برید په دغه پروژه باندې د چینایي کارکوونکو د کار د درولو په موخه غږ پورته کول وو. د هغو چینایانو ګڼ شمیر یې په همدې هوټل کې اوسیږي کوم چې پاکستان ته په سوداګریز سفر ځي. د آی ایم ایف تضمیني پور د هېواد د پرمخ بیولو لپاره یو موقته هوساینه ده. د پاکستان رهبریت دې ته اړتیا لري چې د خپلو ګټو په پآم کې نیولو سره روان وضعیت ته یو وار په ژوره توګه وګوري.
Comments
Post a Comment