لومړی وزیر په پرمختیایی اجنډا له سره ټينګار وکړ


لیکنه: د شنکر کمار 

ژباړه: د پښتو څانګې 

په دفتر کې خپلې دویمی دوری په وخت لومړی وزیر نریندر مودی نړۍ ته یو پیغام لیږلی چې د نادارو او د خوارو خیرخیګڼه او عصری زیربناوی جوړول به د هغه د حکومت غبرګه اجنډا وي. لومړی وزیر د پارلمان ګډې جرګې ته د ولسمشر خطاب ته د مننې پیشنهاد په وخت خپل ځواب کې ددی په باره وینا وکړه. ښاغلی مودی په پراخه دا وویل چې هیواد او د خلکو ګټې لپاره اړتیاوي څه دی.

د مرکزې حکومت نظریه ړنا ته په راوستلو لومړی وزیر وویل چې حکومت په ولسی خیرخیګڼه عصری زیربناوو باور لری. نوموړی وویل چې حکومت هیڅ کله د پرمختیا له لاری څخه تیښته نه ده کړی او نه یی پرمختیایی اجنډا کمزوره کړی. ښاغلی مودی زیاته کړه دا مهمه ده چې کله هیواد د پرمختیا په لوری روانیږی هر یو هندۍ با اختیاره جوړیږی او زمونږ ملت عصری بنسټيزه اډاونه ترلاسه کوي.

په تیرو پنځو کلونو کې یو شمیر سکیمونه کارول شوي چې ځينی ورکې بزګرانو، کروندګرو او هغه خلکو لپاره دی چې په غیر منظم ساحه کې کار کوي. البته حکومت هندوستان په عصری لاره روان کړۍ. د آل انډيا انسټيټیوټ اوف میډکل ساینسیس یو شمیر روغتونونه راتلونکې پنځو کالو کې له شپږو څخه شلو ته زیاتیږی کله چې داسی پلانونه هم کارول کیږی چې د ولسوالۍ په کچه ۱۵۰ روغتونونه د طبعې پوهنځيو او د روغتونونو کچې ته لوړی کړۍ شي. هم دغه راز ۹۷ آي آي ټيز، ۱۴ آي آي آي ټيز، ۱ این آي ټي او ۴ این آي ټيز په نامه د تکنالوژۍ پوهنځي په ګرد هندوستان کې تاسیس کیږې کله چې ۷ نوي آي آي ایمس هم پرانستل کیږی په کوم کې چې به محصلینو ته د تکنالوژۍ د لوړی کچې درسونه ورکول کیږې. داسی هیڅ یوه ساحه نه ده پریښودل شوی په کوم کې چې عصری ګرځونی ته لاس نه وي پوری کړۍ شوی. هندوستان د سونامی په هکله ژر تر ژره خبرداری خپرولو په کچه په نړۍ کې څلورم هیواد جوړ شوی. دا د موسم د وړاندوینې په هکله خبر ورکونکی وتلی هیوادونو ځينی یو دی. د خلا په ډګر کې هندوستان تیارسی کړی چې ۲۰۲۲میلادی کاله پوری نفر لرونکې خلایی بیړۍ خلا ته واستوي. امریکا، روسیه او چین څخه پس هندوستان څلورم هیواد دی چې خلا ته نفر لرونکی میشن کاروي. مهمه ده چې د هند ستره خلایی ایجنسۍ ایسرو په راتلونکې کې خپل یو خلایی سټيشن د جوړولو پلان لری.

هندوستان په مساوي ډول اراده کړی چې خپله بنسټيزه اډاوڼه تقویه کولو او عصری ګرځولو لپاره خپله انرژې او مبارزه وکاروي. د ولسمشر خطاب ته د خپلې مننی پیشنهاد په وخت لومړی وزیر دا وینا کولو څخه تیښتنه ونکړه چې نوی هندوستان عصری دنګ سړکونه، د اوبو لاری، ریلوایی، سړکونه، هوایی چلند او د اخطراع اړتیاوي لری. باید چې په دی ځان پوهه کړۍ شي چې عصری او چټک ترانسپورټې سیستمونه په ننۍ نړۍ کې اساسی اړتیاوي دی. هغه هیوادونه چې د وخت د تقاضو سره سره مخ په وړاندی ندی وتلی، یا خو په اقتصادی لحاظ ناکامه شوي او یا بی ځایه هیوادونه د جوړیدو په درشل ولاړ دی.

د لومړی وزیر دا غږ چې هندوستان ۲۰۲۴میلادی کاله پوری د ۵ ټرلیون ډالرو اقتصاد جوړ کړۍ شي د پاملرنې وړ دی. دا وخت هندوستان په نړۍ کې شپږم ترټولو قوی اقتصادی هیواد جوړ شوی او د ده د ۲٬۸ ټرلیون ډالرو اقتصاد تر ټولو قوي او خوزښت اقتصاد بلل شوی. ۲۰۱۴میلادی کاله پوره د پنځه ټرلیون ډالرو اقتصاد د جوړیدو موخه ترلاسه کولو لپاره هندوستان ته به د خپلې ودی شرحه ۶٬۷ سلنې څخه ۱۰نه ۱۱ سلنې پوری د زیاتولو کار کول وي. دا موخه ترلاسه کولو کې لوی ګواښونه شتون لری مګر هندوستان به دا هدف ترلاسه کړی.

د مهاتما ګاندی ۱۵۰مه کلیزه او د هندوستان د خپلواکۍ ۷۵مه کلیزه چې د هندوستان په تاریخ کې ستر پړاونه دی، په مناسبت لومړی وزیر هر یو هندی څخه خواست وکړ چې جوش او ولولی سره دا مواقع ولمانځې. 

لومړی وزیر مودی خلکو ته غږ وکړ چې اوبه د خوندی ساتلو مبارزې ته اهمیت ورکړې ځکه چې د هیواد ګڼې برخې د اوبو د کمبود سخت بحران ته مخامخ دی. جل شکتی په نامه یو وزارت جوړول ښایی چې حکومت هر کور ته اوبه د رسولو هوډ کړۍ. د پارلمان په دواړو جرګو کې د لومړی وزیر د ځواب ژمنه دا ښایی چې باید ټول سیاسی ګوندونه یو موټي شي او ۲۰۲۲میلادی کاله پوری نوی هندوستان د جوړولو خوب پوره کړی.

Comments