د هند او امریکا اړیکې: خبرې اترې روانې دي


لیکنه: د چینتامني مهاپاترا

ژباړه: د پښتو څانګه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نوي ډیلي ته سفر وکړو او له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره د هغه ناستې خورا د پام وړ وې.

د هند او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو په بعضې پیچیلو برخو کې سره پخپلو کې توپير درلود، لکه د مالیو او سوداګرۍ، د ایران بندیزونو، د امریکا متحده ایالاتو لخوا په توکو د ترجیحي بیو لګول، د هندي تخنیکرانو لپاره د ایچ ۱ بي ویزې، له وینزوویلا سره د انرژۍ سوداګري او له روسیې نه د وسلو پیرل وغیره هغه برخې وې چې د دواړو هېوادونو د رهبرانو ترمنځ یې نیغ په نیغه خبرو ته اړتیا لرله، په ځانګړې کچه فشار یې رامنځته کړ.

هغه لامل چې ښاغلی پومپیو یې دې ته اړ کړ چې باید هند ته سفر وکړي هغه د اړیکو تامینولو په برخه کې د خبرو اترو په موخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړي وزیر نریندر مودي ترمنځ د جي۲۰م سرمشریزې په اوږدو کې د ناستې زمینه برابرول وو چې د جاپان په اوساکا کې جوړیږي درې اړخیزه د جاپان، امریکا او هند ترمنځ ناسته به وي چې د امریکا د ولسمشر، هند د لومړي وزیر او د جاپان د لومړي وزیر ترمنځ به وي او د جي۲۰م سرمشریزې په اوږدو کې به ترسره شي.

دا سفر له دې پلوه هم د پام وړ وو چې وروسته له هغې چې د ولسي جرګې وروستۍ ټاکنې ترسره شوې او د مودي حکومت یو وار بیا د راتلونکې پنځه کلنې دورې لپاره په واک کې راغلو نو دا د امریکا د کوم لوړپوړي چارواکي لخوا هند ته لومړی سفر وو.

هرڅومره چې د یادو موضوعاتو په منځ کې توپیرونو شتون درلود دا له پخوا جوته وه چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په بهیر کې به هیڅ کوم نوی هوکړه لیک لاسلیک نه شي او نه به هم کوم نوي نوښتونه او لاسته راوړنې اعلان کړی شي.

هند د ایران په اړه د امریکا متحده ایالاتو په موقف پوهیدلی وو، مګر هند په دې وضعیت کې نه وو چې د امریکا نظر نورو ته بیان کړي چې ایران د ترهګرۍ یو ملاتړی هېواد دی. د امریکا متحده ایالات د افغانستان په هکله د هند اندیښنو باندې پوهیده مګر د بهرنیو چارو وزیر پومپیو دا څرګنده کړه چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره د سولې په هکله نږدې خبرې اترې کړي او دا یې هم وویل چې د امریکا متحده ایالات به د روان کال د سپټمبر په پیل کې خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي.

هند له جي ایس پي (د غوره توبونو سیسټم) نه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پریکړې په هکله د هند د تولیداتو په موخه غږ راپورته کړ. د امریکا متحده ایالاتو هم د امریکایي صادراتو په اړه د هند د لوړو مالیو موضوع راپورته کړه. وزیر دې ته هم اشاره وکړه چې هندیانو ته به د ایچ ۱ ویزې هیڅ کومه ستونزه نه وي، مګر داسې کومه ژمنه یې و نکړه چې ګواکې دا به د دوی لومړۍ پالیسي وي. د خبرو اترو پرمهال له روسیې څخه د سلاوو د پیرلو موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه خو هند وویل چې دا کار د هند د ملي ګټو پر بنسټ شوی نو هیڅ کوم جور جاړی پکې نشي کیدلی.

که څه هم د ګڼ شمیر موضوعاتو پر سر د امریکا او هند ترمنځ توپیرونه لا نا حله پاتي دی، خو د پرمختګ هرکلی مخ پر ډیریدلو دی چې ګواکې د امریکا او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دې د نظرونو توپیرونه مطرح شوي وي.

دا د دوه وزیرانو ترمنځ یوه ګټوره ناسته وه، هغه وزیران چې لا اوس هم د بعضې موضوعاتو په تړاو د نظرونو توپیرونه لري، دوی ژمنه وکړه چې د یادو توپیرونو د حل په موخه به هڅې وکړي. په دې ناسته کې دوه داسې شیان وو چې په خورا څرګند ډول پرې هوکړه وشوه. یو یې د ترهګرۍ پروړاندې د صفر زغم موضوع وه چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې به خپلو همکاریو ته لا ژورتیا ورکړي. دوهم یې د هند او امریکا ترمنځ په هند سمندر کې د سولې د ټیکاو په موخه همکاریو ته اړتیا ده او دې ته هم اړتیا ده چې دوه اړخیز، درې اړخیز (جی اې آي)، څلور اړخیز (کیو یو اې ډي) او څو اړخیز میکانیزم له لارې دغه برخې کې کار وکړی شي.

د هند او امریکا سټراټيژیک تړون چې له تیرو دوو لسیزو راپدیخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ تړل شوی دی لا هم پر خپل ځای پاتې او په بیلابیلو موضوعاتو کې د نظرونو توپیر پرې هیڅ کوم اغیز نه دی کړی. د ایران په هکله د واشنګټن پالیسي نیغ په نیغه د هند د انرژۍ د امنیت په زړه برید کوي. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو وړاندیز وکړو او هند هم له امریکا نه تیل وپیرل په حقیقت کې له تیرو څو میاشتو راپدیخوا د امریکا متحده ایالاتو نه د تیلو پیرل په څرګند ډول ډير شوي دي.

داسې بریښي چې، که چیرې له روسیې نه د ۴۰۰-ایس میزایلونو له اخیستلو څخه هند منع شي، نو د امریکا متحده ایالات به د هند له لویو دفاعي شریکانو څخه وي او پر هند به د سلاوو د اخیستلو قوانین نرم کړی شي. د ټرمپ ادارې د هند لخوا پر امریکایي توکو باندې د لوړو مالیو له امله غږ پورته کړی، مګر پخپله یې د المونیمو او وسپنې پر سر مالیه لوړه کړې چې د هند پر اقتصاد یې ناوړه اغیز کړی. هند د نورو خبرو اترو لپاره خپلې دروازې پرانستې ساتلي، دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو پرصادراتو باندې د انتقام اخیستونکې مالیې لوړونې څخه مخنیوی کوي، لکه بادام وغیره.

د خبرو اترو لپاره دروازې پرانستې دي او دواړه هېوادونه په دې طمع دي چې بعضې ددې موضوعاتو به د جاپان په اوساکا کې د لومړي وزیر نریندر مودي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ په ناسته کې حل شي.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت