په ایف اې ټي ایف کې د پاکستان رسوایي دوام لري

 لیکنه: د ډاکټر اشوک بیهوریا
ژباړه: د پښتو څانګه
د ایف اې ټي ایف یا د مالي کارونو کاري قوې شپږ ورځنۍ ناسته تیره اونۍ د امریکا متحده ایلاتو په اورلانډو کې ترسره شوه چې د پاکستان په هکله د سختو تورونو سره پای ته ورسیده چې پاکستان باید د آکتوبر میاشتې د نړیوال مالي څارنې په موخه خپلې ژمنې اعلان کړي او یا هم له موجوده خړ لست څخه په تور لست کې د شاملیدلو خطر په ځان ومني.
له هغه وخت نه اوس دا دی یو کال تیریږي چې پاکستان ژمنه کړې وه چې د ایف اې ټي ایف او ایشین پیسیفیک ګروپ (اې پي جي) سره به ګډ کار کوي ترڅو د انټي مني لانډرینګ یا د پیسو مینځلو سره د مبارې او (سي ټي ایف) یا د ترهګرو مالي ملاتړ سره د مبارزې برخې ته پیاوړتیا وربخښي او د ترهګرو د مالي ملاتړ په اړه د اغیزو په برخه کې د مبارزې خپله پالیسي به بیانوي. په دې برخه کې د اسلام آباد ریکارډ تل نا خوښه وو. پرته له څو ظاهري اقداماتو څخه، دوی هیڅ کوم د پام وړ کار ندی کړي ترڅو دا ثابته کړي چې دوی له خپلې خاورې څخه د پیژندل شویو ترهګرو د ملاتړ او عملیاتو مخه نیولي وي.
د یادونې وړ ده چې، ایف اې ټي ایف خپله دیرشمه کلیزه له دې ویاړ سره ولمانځله چې د دوی د پیاوړي کړی شوې آډانې او ډلې په مشرۍ کې دوی د پیسو مینځلو سره د نړیوال اقدام په برخه کې چې د ترهګرو مالي ملاتړ پکې ترسره کیده او د ترویج په برخه کې یې، دوی ژمن دي چې په وخت سره، ټارګټ کړی شوی او اغیزمن او ژمن کار پیل کړی دی.
له دې اعلان سره ایف اې ټي ایف ته جوته ده چې، پاکستان به په راتلونکې کې د خپلو محدودو ملګرو او خیرخواهانو پر مټ وغواړي چې ځان له دې ستونزې څخه بیرون کړي خو دا خورا ستونزمنه ده چې د دوی لګښتونه او کمیشنونه به د پیسو مینځلو او د ترهګرو د ملاتړ (ایم ایل ایل، سي ټي ایف) په برخه کې دوی بریا ته ورسوي چې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو د یوې مهمې ادارې په توګه پیژندل کیږي.
د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د پولوامه بریدونو وروسته، نړیوالې آډانې نه یواځې دا چې دغه برید وغندلو بلکې دا یې هم ومنله چې دغه بریدونه وژنې، ویره او خوف رامنځته کوي او شونې نه ده چې د پیسو مینځلو او د ترهګرو د ملاتړ په موخه د ترهګرو د پلویانو ترمنځ دې د پیسو د لیږد رالیږد پرته ترسره شي.
پاکستان ته په یوې غیر مستقیمه اشارې سره ویل شوي چې د ترهګرو په توګه او هغه کسان چې د دوی مالي ملاتړ کوي اوس هم د ضعیفو نقطو، د پیسو د راټولولو لپاره د نویو لارو چارو او همدا راز د پانګې د لیږد او له هغې څخه د ګټې اخیستنې په ګټه کې دي. نو روښانه ده چې قضایي برخې په بعضې سیمو کې د سي ایف ټي د اغیزمنو اقداماتو د ایجاد له ګواښونو سره مخ دي.
د ۲۰۱۹میلادي کال د جون میاشتې په تعمیلي راپور کې ایف اې ټي ایف په څرګند ډول ویلي دي چې تیرکال له اسلام آباد سره د اې ایم ایل، سي ایف ټي لخوا د سټراټيژيکي پلان له جوړولو سره سره بیا هم پاکستان ونه توانیده چې دغه برخه کې کومه لاسته راوړنه یا پرمختګ ولري. نیغ په نیغه بغاوت ښودلو سره، ایف اې ټي ایف ویلي چې که څه هم پاکستان د اې ایم ایل، سي ایف ټي رژیم په برخه کې ځیني ګامونه پورته کړي خو دوې بیا هم  د ټي ایف خطر نه د ژغورل کیدو په کچه اقدامات نه دي کړي.
دا چې پاکستان د لسو مادو لرونکي خپل کاري پلان د پلي کولو په برخه کې ناکام پاتې شوی ایف اې ټي ایف په دې هکله خپله اندښنه ښودلې، چې له ایف اې ټي ایف سره یې ګډ جوړ کړی وو او باید د ۲۰۱۹میلادي کال د جنوري او مۍ میاشتې یې وروستۍ د عملي کولو میاشتې وې. دوی همدا راز پاکستان ته ګواښ کړی چې که چیرې تر راتلونکې ټاکل شوې د آکتوبر ترمیاشتې هم په دې برخه کې ناکام پاتې شول نو دوی به خپل بل قانوني ګام پورته کړي، دا هغه وخت دی چې د دوی لخوا پخپله ټاکل شوې وروستۍ نیټه ده چې دغه ټاکل شوی فرصت به پکې پای ته ورسیږي.
که څه هم، د پاکستان اعلامیې کې هڅه شوې چې خپل ولسونه او نړۍ دوپه کړی شي، په اعلامیه کې پاکستان هڅه کړې ووایي چې ایف اې ټي ایف دوی په ملا ډبولي چې ګواکې د کاري پلان په ښه عملي کولو او اې ایم ایل، سي ایف ټي رژیم په برخو کې د دوی پرمختګ خورا ښه وو، دوی یې لا هڅولي چې په راتلونکو ورځو کې دې په دې برخه کې لا کوټلي ګامونه پورته کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، له پاکستان طمع لرو چې له ایف اې ټي ایف سره خپلو کړو ژمنو ته دې رښتینې بڼه ورکړي او له خپلې خاورې دې د ترهګرۍ او له ترهګرۍ څخه د مالي ملاتړ په برخه کې دې د نړیوالو اندیښنو په هکله د منلې وړ، د باور وړ، نه شاته کیدونکي او پایداره ګامونه پورته کړي.

اوس د سختو اقتصادي بحرانونو سره مخ، پاکستاني چارواکو شاهد هڅه کړې وي چې د بعضې پخوانیو پاکستاني ملګرو ترحم ترلاسه کړي، هغه ملګري چې پخپله هم د ایف اې ټي ایف غړیتوب لري او پاکستان ته یې د درې میاشتو وخت ورکړی وي. که څه هم، په اسلام آباد کې پریکړه کوونکو ته خورا کم انتخاب پاتې دی خو دوی کولی شي چې د پیسو مینځلو او ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو پر خلاف رغنده اقدامات ترسره کړي، هغه څوک چې اوس هم ترهګریزې ډلې جوړوي او د سویلي آسیا سیمې د نا امنه کولو لپاره یې کاروي.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ