پاکستان د را اوچت شویو غږونو چوپتیا غواړی
لیکنه: د ډاکټر زینب اختر
ژباړه: د پښتو څانګه
پاکستان په یو سیاسی انقلاب کی ښکیل دی او د پاکستان تحریک انصاف (پی تی آیی) حاکم ګوند غواړی چی د دولت ضد غږونه خاموشه کړی. د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علی زرداری په نیول کیدو سره د اپوزسیون ګوند په چوپولو او همداراز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د همزه شهباز په نیولو سره او همداشان د ځینو نورو ډلو لکه پشتون تحفظ مومنټ په سر وهلو سره د عمران خان په مشری د پاکستان حکومت په ستراتیژیکه توګه د چوپولو په لټه کی دی. د پاکستانی خود مختاره سیاست مدار علطاف حسین چی د متحده قومی حرکت (ایم کیو ایم) مشر هم دی د بریتانیا د چارواکو لخواه یی نیول کیدل داسی ښکاری چی د پاکستان د حکومت لاس به پکی وی. داسی ښکاری چی اسلام آباد د پاکستان د پوځ سره سم کار کوي ترڅو د هیواد د هری برخی څخه د منتقیدینو مخه ونیسی. خو که هر څومره د اپوزسیون او نورو مخالفینو د غږ مخه ډپ کړۍ شي خو په پای کی به د دوی غږ بیا راپورته شی.
د ملی حساب ورکونی اداری (این ای بی) تر نامه لاندی د مالی فساد په تور د اپوزسیون د مشر نیول په ډیره ستراتیژیکه توګه په داسی حال کی ترسره شول چی پارلمان ته بودیجه وړاندی شوه او دوی په دی کار سره اپوزسیون بوخت وساتلو ترڅو بودیجه تایید کړی. د تحلیل له مخی د (این ای بی) اداره اوس غواړی چی پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی او د اوبو او برښنا مخکینی وزیر خواجه محمد اصف نیولو ته لاره برابره کړی او یاد دواړه کسان د (پی ایم ایل ـ ان) اغیزمن مشران دی. ددی هم باید یادونه وشي چی د پی پی پی مشر بیلاول بهوټو زرداری او د پی ایم ایل ـ این مریم نواز شریف دوه ځله سره لیدلی ترڅو وضعیت وڅیړی او په ګډه سره یی بودیجه د خلکو ضد او د پیسو د نړیوال صندوق د مالی اسنادو د لارښونو خلاف وبلله.
د دوی لیدنه هم په داسی حال کی ترسره شوی چی (این ای بی) د دواړو ګوندونو د مشرانو خلاف په څیړنو اخته ده. پی ټی ایی دا لیدنی د اسودګی د اتحاد په نامه یادی کړی. خو که چیری دا دوه ګوندونه وکولۍ شي چی اپوزسیون ګوند سره یو کړی او لاریونونه پیل کړی نو دا به یوه ستونزه راولاړه کړی چی د خان حکومت د دی ستونزی سره د مخامخ کیدو په حال کی دی. د اپوزسیون ګوند ګوټ غندنه کړی چی د مشرانو دا نیونی یو سیاسی حرکت و او عمران خان د مالی فساد څخه د یوی بهانی په توګه کار اخلی ترڅو د مخالفینو خوله ورپټه کړی. دا په داسی حال کی ده چی دولت د (پی ټی ایم) ډله هم د دښمنانو لاس پوځی یاده کړی او د هغی ډلی مشران لکه محسن داور او علی وزیر یی نیولی دی.
د پی ټی ایم د دوه وه مشرانو د نیول کیدو او په جنوبی وزیرستان کی د یو لاریون په دوران کی د پوځ له لوری د پی ټی ایم د فعالینو وژنی وروسته اوس یاده سیمه د پوځ لخواه کلا بنده شوی ده. د ټولنیزی رسنی له لاری د پی ټی ایم مشر منظور پشتین وویل چی د سیمی خلک د جنګی مجرمینو په توګه کواښل شوی او اوس مهال یوازی داسی خلک په ښار کی ګرځی چی ټوپک یی په اوږو دی.
فعالینو دا هم ویلی چی په لاریونونو کی د پوځ لخواه د وژل شویو او نیول شویو کسانو کورنیو ته خبرداری ورکړل شوی چی د دوی کورنی به یوازی په دی شرط خوشی کړی چی دوی د پاکستان پوځ په حق وبولی او د وژل شویو کسان لپاره د پی ټی ایم غړی ګرم وګڼی.
په دی وروستیو کی د پی ټی ایم یوه ښځینه مشره ګلالی اسماعیل هم په پیښور کی له کبله ونیول شوه چی د دولت ضد خبری یی کړی وی.
د حساب ورکونی ملی اداری د خاقان عباسی پرضد د ثبوت موندلو ته چټګتیا وربښلی ده او یو بل ماموریت یی هم دا دی ترڅو دا ثابته کړی چی په خپلواکه توګه ټاکل شوی د پی ټی ایم د مشرانو په ضد داسی څه ترلاسه کړی چی ګواکی دوی د بهرنیو څانګو څخه پیسی ترلاسه کوی ترڅو د دولت ضد فعالییتونه ترسره کړی.
اوس مهال د اوپوزسیون د مشرانو مریم نواز شریف او بیلاول بهوټو زرداری یووالی د پاکستان د اوږد مهاله پالسیو لپاره مهم دی او د اپوزسیون ګوندونه اوس هڅه کوی ترڅو د عمران خان د دولت ضد یو پاځون رامنځته کړی.
Comments
Post a Comment