پاکستان باید د ترهګرو په خلاف جدی ګامونه پورته کړی



لیکنه : محمد خاور حسن
ژباړه : د پښتو څانګی

په اړیکو کی که هر څومره متضاد چلن لږ وی هغومره ښه وی او که بیځی نه وی نو له هغی کومه بله ښه خبره کیدای نشی. خو بد بختانه چی پاکستان تر اوسه پدی خبره نه پوهیږی. ډیرځله د نوموړی هیواد رهبرانو له ویناوو څخه دا هیله څرګنده شوه چی نوموړی هیواد به د ترهکری د له منځه وړلو لپاره پاخه ګامونه پورته کړی خو برعکس د دوی په وینا او کړنه کی ډیر زر تضاد راڅرګند شو.تر دی چی نړی وال هم وپوهیدل چی د ترهګری په له منځه وړلوکی پاکستان هیڅکله جدی ندی .نو ځکه د پاکستان په هکله د نړیوالی ټولنی په موقف کی هم بدلون ترسترګو شو. د همدی بد لون اثر دی چی د پاکستان تر ټولو نیږدی دوست چین هم د نوموړی له ملګرتیا څخه په څنډه کیدو مجبور شو. او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخو محمود اظهر د نړیوال ترهګر په حیث منلو کی چین هیڅ ډول مخالفت ونښود، د شنګهايي د همکاری سازمان په سرمشریزه غونډه کی ټولو غړو هیوادونه د ترهګری په ختمولو ټینګار وکړ. د نوموړی غوڼډه په خپره شوی اعلامیه کی ټولو غړو هیوادونو په یوه خوله نه یوازی د ترهګری مخالفت وکړو بلکه له پوله هغه خوا ترهګری او افراطیت ته پراختیا ورکول ئی د امنیت لپاره لوی خطر وباله، همدا راز په اعلامیه کی راغلی چی د ترهګری او افراطیت د له منځه وړلو په موخه باید نړیواله ټولنه یوه بل ته ځانګړی او خاصه پاملرنه وکړی. د یو بل لپاره مرستندوی او یو بل سره مثبته مرسته هم تر سره کړی .

هند تل پدی خبره ټینګار کړی چی له یوه بل سره د ښو اړیکو پالل او له یو بل سره مثبته مرسته کول ضروری وګڼل شی .هند ډیر ځله د پاکستان د پوهولو هڅه کړی چی ترهګری د نوموړی هیواد لپاره هم ډیره خطرناکه ده خو پاکستان هیڅکله هم پدی خبره پوی نشو له هند سره د ښو اړیکو د ټینګولو پاکستانی مشرانو کله نا کله ځینی مثبتی خبری کړی خو هر ځل په پاکستان کی تُند رووترهګرو دا په ډاګه کړی چی د پاکستان سیاسی مشران که هر څه ووائی خو دوی به له خپل ورانکاره کړنولاس په سر نشی . پاکستان هیڅکله هم د ترهګرو په خلاف مضبوط ګام ندی اوچت کړی که چیری پاکستان داسی عمل تر سره کړی وای نن به ئی له هندوستان سره اړیکی ښی وی. نریندر مودی کله چی تیر ځل لمړی وزیر وټاکل شو نو د سوګند اوچتولو په موقع د نورو ګاونډیو هیوادونو د مشرانو په څیر د پاکستان لومړی وزیر ته هم بلنه ورکړی وه. له دی کړنی داسی څرګندیږی چی هند خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونه ته په یو ډول ارزښت ورکولو قائل دی . پاکستان کولی شول چی له دی موقع څخه ګټه پورته کړی او له هند سره د ښو اړیکو د رامنځ کولو هڅه وکړی خو له بده مرغه پاکستان داسی ونکړل .له یوی خوا د دوستی خبری کیدلی او له بلی خوا په پاکستان کی فعال ترهګرو د هند کی د کشمیر په پلوامه کی ترهګریز برید تر سره کړ چی له هند سره سره ئی نړیواله ټولنه هم وجړکوله ، د دی بدبختی پیښی مسوُلیت جیش محمد په غاړه واخیست. له دی وروسته د پاکستان لومړی وزیر ته د دی ترهګری ډلی په خلاف ګام اوچتول اسان وو خو عمران خان له هند څخه د ثبوت وړاندی کولوغوښتنه وکړه نوموړی یو ځل بیا د غولولو هڅه شروع کړه.هند د ممبئ د ترهګری حملی کی ښکیلو ترهګرو په خلاف ثبوت وړاندی کولو وروسته لیدلی وو چی پاکستان پدی هکله هیڅ اقدام ونکړو نو پدی وجه په پاکستان باور کول ورته ستونځمن ښماره شول.

هند په ډاګه کړی تر څو چی ترهګرییزی پیښی ادامه ولری ترهغی د خبر سلسله نشی شروع کیدلی. د ترهګری د له منځه وړلو کی پاکستان باید عملی ګامونه پورته کړی .یوازی په خبرو د غولولو هڅه ونکړی ځکه چی دا دریځ د نړی د نورو هیوادونو هم دی.د بشکیک اعلامیه د هندوستان د دریځ ملاتړی ده او د شنګهائی د همکاری سازمان د ټولو غړو هیوادو وینا هم دا ده چی ترهګری د انسانیت خلاف عمل دی. د انساتیت د بقا لپاره د ترهګری له منځه وړل ضروری دی. پاکستان ته دا وخت د فکر کولو دی . ځکه چی نوموړی ترهګری یوازی کړی دی. او هیڅ یو ملک هم له دی سره د مرسته کولو لپاره ندی تیار .په همدی وجه د پاکستان ډیر نیږدی دوست چین هم له ده سره د مرستی کولو لپاره تیار ندی. تر پرونه هند د ترهګری د له منځه وړلو لپاره ټینګار کولو خو پاکستان د هند غوښتنه په پام کی نه نیوله او نن ټوله نړی غواړی چی پاکستان باید ترهګری ته د‎ پای ټکی کیږدی نو پدی اړه نوموړی هیواد بی مسولیته نشی پاتی کیدای. د ترهګری په خلاف مجبور دی چی جدی اقدامات تر سره کړی . ځکه چی پاکستان هم د نړیوالی ټولنی غړی دی چی پخپله هم اغیزمن شوی نو په دی وجه له خپلی خاوری څخه د ترهګری په له منځه وړلو کی ځنډ کول ندی په کارترهګرو د نوموړی هیواد سکون له منځه وړی اوپه اتصادی ډګر کی يي له تباهی سره مخ کړی دی.همدا دلیل دیی هیڅوک هم نه غواړی په پاکستان کی پانګه اچونه وکړی.د پاکستان خوشالی تر هغه وخته پوری امکان نلری تر څو چی په له ترهګری څخه په پوره ډول خلاص شوی نه وی .

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ