حکومت د ودی حرکت باندی توجه ورکړی


لیکنه: د ادیتیا راج داس 

ژباړه: د پښتو څانګه 

په مرکز کې د پرله پسی دویم ځل لپاره د قدرت شاندار امر لخوا نجات په ترلاسه کولو ملی ډيموکراټيک اتحادیه یعنی این ډي ای حکومت اوس د نوي جذبی سره چمتو دی چې هندې اقتصاد ته وده ورکړې چې دوه مقصدونه ترلاسه کړۍ شي یو دا چې دندی راپیدا کړۍ شي او بله دا چې د خلکو د ژوند معیارونه ښه کړۍ شي. 

لومړی وزیر نریندر مودی دا خبره څرګنده کړې چې د نوموړی حکومت ژمن دی چې په پراخه ډول اقتصادی فعالیتونو کې اصلاحات په غاړه واخلی چې د ودی حرکت ته وده ورکړۍ شي. د نیتی ایوګ یعنی د پلانینګ کمیسون لخوا منظم کړۍ شوی د اقتصاد پوهانو او د ماهرینو یوی ډلی سره د تماس په یوی غونډی کې په هغه ضرورت ړنا واچوله چې هندی اقتصاد د سیالۍ وړ جوړ کړی او خارجې مستقیم پانګه یعنی ایف ډي آی راجلب کړۍ شي. 

د زیار او کار روزګار، فارم سکټور، روغتیا او د زده کړو سیمو ماهرینو سره د تماس یوه غونډه مهمه وبلل شوه. دا د نوي حکومت لومړۍ بشپړه بودیجه وړاندی کولو څخه مخکې ترسره کړۍ شوه. نوی بودیجه به د جولاۍ د میاشتې په پنځمه نیټه وړاندې کړۍ شي. مهمه خبره دا ده چې ګډون کونکې په پنځو ډلو کې وویشل شول چې کار روزګار، کرهنه، د اوبو منابعو، صادراتو، زده کړې او روغتیا په لړ کې نوي مفکوری پیشنهاد کړی. ددی تمرین شاته د لومړی وزیر مقصد د دایمی ستری ودی او کار روزګار راپیدا کولو لپاره یوه فعاله ګړن لاره جوړولو باندی کار کول و. 

واقعاً د مودی حکړمت خپلې لومړی مودی په دوران کې اقتصادی ودی ته پرمختګ ورکولو کې یوی ستونزې سره مخامخ شو. حکومت ډيره زیاته خواری وکړه او د ودی رفتار ګړندی کولو لپاره یو لړ ګامونه معرفی کړل او د هند اقتصاد یید نړۍ تر ټولی چټکه وده موندونکې اقتصاد په حیث رابرسیره کولو کې برۍ ترلاسه کړو. اوس یو ځلی بیا د این ډي ای حکومت د خپلې دویمی مودی حکومت پیل کړه. د این ډي ای حکومت اقتصاد یوی دایمی ودی لاری باندی اچولو کې سمدستی ګواښ سره مخامخ دی کوم چې بی روزګاری او خوښتنی دایره نوي کولو کې مهمی ستونزې لری. 

اوس داسی پراخ توقعات لرل کیږی چې ودی ته پرمختګ ورکولو لپاره راتلونکې بودیجه کې د حکومت پلان څخه به پرده پورته کړۍ شي چې د ودی پرمختګ سکټرونو لکه بنسټيزی اډاوڼې کې استحلاک او پانګه ګړندۍ کړۍ شي. 

د حکومت لپاره د بانکونو جوړتیا د توجه مهمه سیمه وي چې ورکې مخکې څخه یو شمیر ګامونه پورته کړۍ شوي چې ورکې تنګلاسی او د دیوالیه توب قانون عملی کول شامل دی چې بانګونه بیا فعاله کړۍ شي. د مخکې څخه پایلی حوصله بخښونکې دی او نوی د مالی وزیره تمه لری چې دغه کامیابې او ټينګ جریان باندی پور ورکول به بیا پیل کړۍ شي. 

څنګه چې د هیواد اقتصاد ۷ فیصده شاوخوا وده ښودلی او د نړیوال ترټولو وده موندونکې ستر اقتصاد په حیث خپل مقام خوندی ساتلی. د هند حکومت تمه لری چې هغه ستر سکټرونو کې وده بیا فعاله کولو لپاره ګامونه پورته کړی چې د مټه والی سره مخامخ دی. ماهرینو وړاندیز کړۍ چې حکومت به د دویم نسل اقتصادی اصلاحاتو سره په چټکه مخ په وړاندې شي. حکومت به روان دولتی سکټر موسسو کې پانګه ایستلو، د جی ایس ټي نور زیات اسانول، صنایعو ته پور ورکولو کې اسانتیا برابرول، د وارداتو ګمرک کمول او د امریکې چین تجارت جنګ لخوا رامنځته شوی صادراتو مواقع برابرول تعقیب کړی. داسی حس کیږی که چیری حکومت په صداقت سره غواړی چې روان تمرین کې خپل چاپ پریږدی چې هندې اقتصاد د نړیوال اقتصاد پنځو ستر اقتصادیاتو کې شامل کړې نو هند ته به غت اصلاحات رامنځته کول دی. 

ښایی چې د اصلاحاتو راتلونکې پړاو کې به د تولید عواملو لکه ځمکې، زیار او سرمایی لپاره بازار لټول وي. په پراخه ډول اقتصاد کې غټ اصلاحات تعقیبول به نه یوازې ودی ته پرمختګ ورکړی بلکی د دندی راپیدا کولو لپاره یو شمیر مواقع به هم برابر کړی.

Comments