هند په پاریس کې د جي-۷ ناستې ته بلل شوی
لیکنه: د اشوک سجنهار
ژباړه: د پښتو څانګه
لومړی وزیر نریندر مودي به د سویلي فرانسې په بیریټز کې ترسره کیدونکې ۴۵م دور د جي-۷ په ناستې کې ګډون وکړي چې د ۲۰۱۹میلادي کال د آګست میاشتې له ۲۴ نه تر۲۶مې نیټې پورې ترسره کیږي. هند د آسټرالیا، چیلي او سویلي افریقې ترڅنګ د فرانسې د ولسمشر ایمان المکرون لخوا د ځانګړي میلمه په توګه بلل شوی. د جي-۷ ناسته کې معمولاً د نړۍ له ټولنې څخه مشران یو ځای کیږي او د خپلې ناستې په ترڅ کې نړۍ ته د شته ګواښونو د لمنځته وړلو په موخه له یو بل سره سلا مشورې کوي.
دغه بلنه د هند او فرانسې د ژورې سټراټيژیکي ملګریتوب د پراختیا او د هند د مخ پرودې اقتصاد او سیاسي قوت ښکارندویي کوي او د لومړي وزیر مودي او ولسمشر مکرون ترمنځ د شخصي اړیکو د قوت څرګندونه کوي.
د بلنلیک د غځولو پرمهال ولسمشر نړیوال کیدو په هڅولو او د اقلیم ژغورلو په برخه کې د هند کلیدي رول څخه یادونه وکړه. لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۵میلادي کال کې د فرانسې له ولسمشر فرانسس هولنډ سره په ګډه د پاریس د سي او پي ۲۱می ناستې په څنډو کې نړیوال سولر اتحاد (آی ایس اې) خلکو ته ور پیژندلی وو. وروسته له هغې بیا د هند لومړي وزیر د اس ټي پیټرزبرګ له نړیوال اقتصادي فورم نه نیغ په نیغه پاریس ته سفر وکړو او د ۲۰۱۷میلادي کال د جون میاشتې په ټاکنو کې یې د ښاغلي مکرون د بریا له امله هغه ته مبارکي ورکړه. لومړي وزیر مودي او ولسمشر مکرون ویلي وو چې دوی به د پاریس تړون ترچتر لاندې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. په ۲۰۱۸میلادي کال کې هند ته د فرانسې د ولسمشر سفر پرمهال، د انګیزې د رامنځته کولو په موخه د آی ایس اې بنسټيز کنفرانس جوړ کړی شوی وو.
د نړیوال کیدو، اقلیم بدلون او اقلیم د عدالت د موضوعاتو په شان د ترهګرۍ پر موضوعاتو هم لومړی وزیر مودي او ولسمشر مکرون له یو بل سره یو ډول نظریات لري. دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پروړاندې د صفر زغم پالیسي تعقیبوي او ددې پلویان دې چې ددې ناوړې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره په هره ممکنه کچه خبرې وکړي. فرانسې د ترهګرۍ په هکله د هند لخوا د نړیوال کنفرانس د جوړولو له غږ څخه ملاتړ کړی کوم غږ چې لومړي وزیر نریندر مودي د ۲۰۱۹میلادی کال د جون میاشتې په لسمه نیټه د مالدیف ولسي جرګې ته د خبرو پرمهال کړی وو.
جي- ۷ د اوو پرمختللیو اقتصادونو څخه استاذي کوي چې د نړۍ ۵۸ سلنه (۳۱۷ تریلیونه ډالر) خالص ارزښت لري. ۴۶ سلنه نړیوال کورني خام تولیدات (جي ډي پي) په نومیز ډول او له ۳۲سلنه څخه زیات نړیوال جي ډي پي د پیرلو د وړتیا په ویش (پي پي پي) پورې تړاو لري. چې کاناډا، فرانسه، ایټالیا، جاپان، متحده برتانیه او د امریکا متحده ایالات پکې شامل دي. اروپایي ټولنې هم په جي-۷ ناسته کې استاذي کړې. روسیه هم په ۱۹۹۷میلادی کال کې په دغه ډله کې د شاملیدلو لپاره بلل شوې وه چې جي-۸ ډله شي خو بیا وروسته په ۲۰۱۴میلادي کال کې د کریمیا د انحصار وروسته ویستل شوه.
د خپل پیل نه تر دې مهاله دغه ډلې د نړیوال اقتصاد او مالي پرمختګونو او نړیوالې اقتصادي او سوداګریزې ودې د تګلارې برخو په هکله خبرواترو پورې ځان منحصر کړی. جي-۷ د اقتصاد تنظیم، امنیت او انرژۍ پالیسیو په برخو کې خپلې اړینې کړنلارې ته دوام ورکړی. بیا هم، وروسته له هغې چې په ۱۹۹۹میلادی کال کې د جي-۲۰ ناسته د ۱۹ هېوادونو او اروپایي ټولنې لپاره د دولتونو د مشرانو او مرکزي بانکونو د مشرانو په ګډون رامنځته شوه نو ددې ناستې ارتباط هم ورسره مطرح شو. د جي-۲۰ ناسته د ایالت مشر او د حکومت د مشر په کچه په ۲۰۰۷-۸ میلادي کلونو کې د نړیوال اقتصادي او مالي بحران سره مخ وه. په بنسټيزه توګه خو د جي-۲۰ ناسته په کال کې دوه وارې باید جوړه شي خو په دې وروستیو کلونو کې په کال کې یوازې یو وار جوړیږي. هند په دغه ډول غونډو کې په باقاعدګۍ او فعاله توګه ونډه اخلي. لومړی وزیر نریندر مودي به د ۲۰۱۹میلادي کال په جي-۲۰ ناسته کې ګډون وکړي چې دجون پر ۲۸ او ۲۹مه نیټه د جاپان په اوساکا کې جوړیږي.
په جي-۷ ناسته کې به د لومړي وزیر ګډون، فرانسې ته د دوه اړخیز سفر وروسته ترسره شي. په جي-۷ ناسته کې به د ښاغلی مودي ګډون، د هېواد د غربي پولې آخوا د ترهګرو له ځالو سره د مبارزې، د نړیوال اقلیم او د څو اړخیز متوازن سوداګریز سیسټم په برخه کې د هند لیوالتیا لاپیاوړې کړي.
Comments
Post a Comment