د هند او چین زیاتیدونکې روغنیتی



لیکنه: د ثنا هاشمی 

ژباړه: د پښتو څانګه 

لومړی وزیر نریندر مودی بیا ټاکل کیدو سره د دفتر چاری سمبالی کړی. ښایی چې د چین په هکله د هند پالیسی هم هغسی دوام ولری کله چې د امریکې او د چین تجارتی جنګ په ښکیلتیا په نړیوالو سیاسیاتو کې تعدل په باب تکیه ولری. ۲۰۱۷میلادی کال د ډوکلام تنازعی وروسته دواړو هیوادونو د خپل اختلافونو چاره کولو لپاره په منابعو پانګې اچولی دی. ۲۰۱۸میلادی کال کې د ووهان په نامه غیر رسمې ستره غونډه هم د داسی روش یوه پایله وه. د ووهان ستری غونډې او غیر رسمی خبرو اترو د باور جوړونکې یو ګام په حیث اقدام وکړو د چین او هند په اړیکو کې مثبت پرمختګونه شوي دی. نه یوازې دا چې چین په تیر وخت کې څلور ځله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جیش محمد مشر مسعود اظهر یو نړیوال ترهګر د ټاکلو لپاره د ویټو حق استعمال کړۍ و خو اوس د یو نړیوال ترهګر اعلانولو ته موافق شوی کله چې اړیکې اوس د ووهان روحی د لیاری مخ په وړاندی وده ترلاسه کوي. بیا واګې په لاس کې نیولو وروسته لومړی وزیر مودی د قرغیزستان په بیشکیک کې د شنګایی د همکارۍ سازمان (ایس سی او) ستری ناستی په څيرمه د چین ولسمشر شی ژینپینګ سره خپله لومړنۍ دوه اړخیزه غونډه ترسره کړله. دواړه مشران به د جون په ۲۸ او ۲۹مه نیټه د جی- ۲۰ د اوساکا په ستری غونډې کې یو ځلی بیا وویني. دواړه مشران په برازیل کې د برازیل، روسی، هند او د چین بریکس ستری ناستی په دوران هم لیدۍ شي. او د سږکال په وروستیو کې په تایلند کې څوارلسم ختیځی اسیا په ستری ناستی کی یو بل سره ووینې. 

په اړیکو کې د پرمختګ له مخی دواړو مشرانو یو ځلی بیا یوی غیر رسمی غونډې جوړولو ته موافقه کړې. هیله ده چې دویمه غیر رسمی غونډه د اکتوبر په ۱۱مه نیټه په وارانسی کې جوړه شي. هغلته په اړیکو کې مهم ښه والی راغلۍ. لومړی وزیر مودی او ولسمشر شي دواړه خپل انډيوالۍ ته ودی ورکولو په لور کار کوي او ددی زیات امتیاز د هغوی شخصې اړیکو ته دی. که څه هم په اړیکو کې د ښه والی معنی دا ندی چې اختلافونه به لمنځه لاړ شي. هند دویم وار ۲۰۱۹میلادی کال کې د (ایس سی او) مشرانو په ګډې اعلامې کې د بیلټ او د روډ نوښت منظورولو څخه لری پاتی شو. په حقیقت کې هند یوازینۍ هیواد جوړ شوی چا چې د دوو بیلټ او روډ فارمونو مقاطعه کړې. پاکستان ته د چین ملاتړ او د چین پاکستان اقتصادی دهلیز تر اوسه لوی خنډان پاتی شوی دی. ګډې پولی په هکله اوس هم اختلافات شته دی سره له دی چې ځانګړی نمایندګانو کچې خبرې اتری او د خبرو اترو یو لړ پړاونه ترسره شوي دی. 

چین پلوری د هند روش مثبته دی که څه هم نوي دیلی په ځينو اختلافی مسلو خپل مفکوری پرځای ساتلی دی. که څه هم ترټولو لوړه کچه پرله پسی خبرو اترو د اختلافونو لوی خنډان جوړیدو ته اجازه ورنکړه. دواړو هیوادونو د ګډې ګټې په مسلو پام متمرکز کړی او په لا لوی تناظر کې همکاری د هغوی انفرادی ګټې له منځه وړی. کله چې لومړی وزیر مودی او ولسمشر شي د سږکال په ورستیو کې په وارانسی کې یو بل سره لیدلی و نو دا هیله کیدای شوه چې دوه اړخیزې اړیکې به مخ په وړاندی وده ومومي. کله چې د هند او د چین د پولی تنازعې په مسله پرمختګ شوی دی باید چې د دواړو هیوادونو مشران په خپل منځګړو د مخ په وړاندی د تلو تاثر واچوي. لویه تجارتی خساره چې هند له چین سره ۲۰۱۸-۱۹ میلادی کلونو کې د ۵۳٬۳۷ټرلیون امریکایی ډالره لری په زیاته اندازه د چین په حق کې تمامیږی. په اړیکې کې د چین مرسته او د ګوادر په بندر کې زیربنا ته وده ورکول د هند لپاره د اندیښنې یو لوی علت پاتی شوی او ښایی چې د خبرو اترو یوه برخه وي.



هند او چین به ۲۰۲۰میلادی کال کې د ډيپلوماتیکی اړیکو ۷۰ کاله بشپړ کړی. د اسیا دوو لوی هیوادونو مشرانو ترمنځه شخصې اړیکه ښایی چې د هغوی باهمی اړیکو لارښونه وکړی. دا به د دواړو هیوادونو د اوږد مهال مسئلو په حل کولو کې کومک وکړی او اړیکو ته مخ په وړاندی وده برابره کړې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت