په اوساکا کی د بریکس مشرانو غیر رسمی غونډه


لیکنه : د پدم سنګ

ژباړه : د پښتو څانګی

د جی ۲۰م هیوادونو د مشرانو کانفراس د جاپان په اوساکا ښار کی پیل شو. د برازیل، روس، هند، چین،او د جنوبی افریکا مشرانو دی کنفرانس له اجنډا سربیره لیدنه وکړه . د هند لومړی وزیر نریندر مودی، او د برازیل ولسمشر جیئر بوسلو نا ،د روسیئ ولسمشر ولادمیر پوتین، د چین ولسمشر جن پینګ او د جنوبی افریکا ولسمشر سیرل راما پهوسانی جاپان ته د جی ۲۰م د مشرۍ په موخه مبارکۍ وړاندي کړلۍ او له کوربه هیواد نه چی په کنفرانس کی ئی د بحث لپاره کوم موضوعات ټاکلی وو مننه وکړه . د یادولو وړ ده چی په دی موضوعاتو کي سوداګری، ساینس او ټکنالوژی، بنیادی بدلونونه، د اقلیم بدلون، د روغتیائی خدمتونو وړاندی کول او اوږد مهاله پرمختګ شامل وو .

په غونډه کی د بریکس مشرانو دا احساس کړه چی د نړۍ په اقتصادی پرمختګ کی پایښت رامنځته شویدی.او داسی ښکاری چی د روان کال په پای کی او راتلونکی کال کی به لږ څه ښه والی رامنځ ته شی. خو دا خبره په یقینی ډول نشی ویل کیدای چی جغرافیائي او سیاسی اخ او دوړ او د سوداګریزی جګړی ترمنځ د اقتصادی پرمختګ په چټکوالی کی به سرعت راشی. د بریکس نوموړو مشرانو د نړیوالی سوداګرۍ د دوامداره پرمختګ لپاره په نړۍ کی د پیاوړتیا اقتصادی چاپیریال د ټینګښت په اړتیا ټینګار وکړ .

په تیره یوه لسیزه کی د بریکس هیوادونو په نړیوال پرمختګ کی ډیر مهم رول لوبولی دی .د یو اټکل له مخی تر ۲۰۳۰ م میلادی کاله پوری د نړیوال اقتصاد د پرمختګ په برخه کی به د دوی اصلی او مهم رول پاتی شی. او همدا راز به د متحرکو اصلاحاتو په تطبیق سره د بریکس غړو هیوادونو د پرمختګ په وړتیا کی زیاتوالی راشی. د بریکس هیووادونه د خپل منځی تجارت په پرمختګ سره به نړیواله سوداګری هم پراختیا ومومی. مشرانو د ازاد بازار، اقتصادی ثبات، د ښی اقتصادی پالیسۍ او د عامه خصوصی ملګرتیا په اهمیت باندی ټینګار وکړ، نوموړو زیاته کړه چی بریکس شفافه، بی طرفه، ازاده او د ټولګډون د نړیوالی سوداګرۍ په ژمنه باور لرونکی ټولنه ده. دوی دا باور درلود چی کورنی صنعایعی له وارداتوڅخه خوندی ساتل د نړیوال سوداګریزسازمان د اساساتو او اصولو خلاف دی. همدا راز نوموړو مشرانو سوداګری سره اړه لرونکی نړیوال قانون او د ټولو د ملتیا ژمنه هم څرګنده کړه .او د نړیوال تجارت دسازمان د قانون پر بنسټ د سوداګری سیسټم د ملاتړ اعلان ئی وکړو. که څه هم نوموړو ویلی چی په نړیوال تجارتی سازمان کی د خبرو اترو اجنډا باید متوازنه ووسی تر څو په ازاده توګه بحث تر سره شی .

د بریکس بنسټیز سکتور د مالی مرستی چمتو کولو او د اوږدی پرمختیا لپاره د نوی پرمختیائی بانک مننه هم وکړه. د سازمان مشرانو له غړو هیوادونو غوښتنه کړی چی د پانګی اچونی په برخه کی چی کوم مخالفتونه موجود دی د هغو په له منځه وړلو کی هڅی وکړی.نوموړی ویلی چی د سیمه ایزو دفترونو پرانستل. نوی پرمختیائی بانک نورهم قوی کړای شی ،همدا راز غړو هیوادونو د هماغه هیواد په کرنسی د توکو د برابرولو له بانک مننه هم وکړه .ټولو مشرانو د ترهګرۍ چی په هر شکل وی کلکه غندنه وکړه او د ترهګرۍ په ضد مبارزه کی د پړاخو او مسلسلو هڅو د کولو لپاره له نړیوالی ټولنی څخه هم غوښتنه وکړه او زیاته یی کړه چی په خپله خاوره به د هر ډول تروریستی ډلو مالی مرستی په خلاف د سختو عملی ګامونو پورته کولو د ټولو غړو هیوادونو مسولیت دی .

د بریکس سازمان د یو داسی سیستم ملاتړ کوی په کوم کی چی له پرمختګ سره سره د ګرین هاوس ( شنو خونو ) ګازو د اخراج په برخه کی هم د کموالی لپاره ګامونه پورته کیږی. او هغوی د انرژی د امنیت د ډاډ ملاتړ کوی او غواړی چی انرژۍ ته هر څوک لاسرسی ولری .د بریکس ټول غړی هیوادونه د پاریس د پریکړی د تطبیق د ژمنی پالونکی دی .د مثبتو نتیجو د ترلاسه کولو لپاره د اقلیم د بدلون اړوند د ملګرو ملتونو د اقلیم غونډه د روان کال د سپتمبر په میاشت کی تر سره کیږی .بریکس د دی سر مشریزی غونډی لپاره په ډیری بی صبرۍ انتظار کوی. 
سږ کال به د نوموړی سازمان د سرمشرانو غونډه د برازیل په براسیلیا ښار کی کیږی ، او د کنفرانس موضوع ده اقتصادی پرمختګ د راتلونکی لپاره ، او نوموړی سازمان دا منی چی تر څو پوری د اختراع په برخه کی هڅی نه وی شوی پرمختګ ناشونی دی او همدا راز د پرمختللی ټیکنالوژی او د ډیجیلایزیشن څخه د ډیری زیاتی ګټی پورته کولو په اړه یی د خپلی ژمنی اظهار هم وکړلو. 

د دی سازمان غړو هیوادونو مشرانو د ساینس ، ټکنالوژی او اختراعاتو په برخه کی د غړو هیوادونو تر منځ جاری مرستی په ارزښت هم ټینګار وکړ .

Comments