په فارس خلیج کې د پوځي قواوو ډیرول
لیکنه: د ډاکټر محمد مدثر قمر
ژباړه: د پښتو څانګه
د عمان په خلیج کې تیره اونۍ د تیلو په دوو ټانکرونو باندې د ترسره شوي برید په پایله کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې په خلیج فارس کې د امنیت د لا پیاوړتیا په موخه ۱۰۰۰ زر تنه نور تازه دمي سرتیري لیږي. ددې کار لامل د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مخ پر ډیریدونکو ترینګلیتاوو له امله ترسره کیږي چې وروسته له هغې رامنځته شوې چې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د هستوي معاملې ( د ګډ غوره عملي پلان جی سي پي او اې) څخه د وتلو اعلان وکړو. د امریکا متحده ایالاتو همدا راز په ایران باندې له سره بندیزونه ولګول او تیره میاشت یې د ایران د تیلو واردول پای ته ورسولې. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د نورو بندیزونو پریکړه هم وکړه او په هغو هېوادونو یې هم د بندیزونو ګواښ وکړلو کوم چې له هغو ایراني صنایعو سره تجارت کوي چې بندیز پرې لګول شوی.
ایران هم د جی سي پي او اې غړو ته په ځانګړې توګه برتانیې، فرانسې او جرمني ته ګواښ کړی چې د بندیزونو هوارولو لپاره دې هڅې وکړي کومو چې د ایران پر اقتصاد اغیزه کړی او که چیرې ناکام شول نو ایران به د خپل هوکړه لیک څخه پښې وباسي. دا کار د امریکا یی اړ کړل ترڅو یادې سیمې ته نور پوځیان هم ولیږي چې د آرلینګټن او پیټریوټ میزایلونه هم پکې شامل وو. هغه مهال ۱٫۵۰۰تنه سرتیري خلیج ته ولیږل شول. د سرتیرو ډیرول، د پیټریوټ بیټریو او میزایلونو لیږل، د استخباراتي الوتکو او وغیره وو لیږل په سیمه کې د سولې او ثبات په ښه نیت دلالت نه کوي.
ایران ټینګار کوي چې د عمان په خلیج کې د ترسره شویو ټانکر په بریدونو کې لاس نه درلود. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عرب ایران د یادو ورانکاریو او داسې نورو کړنو په تسهیل تورن کړی دی. په حقیقت کې دغه دواړو هېوادونو ایران د مۍ په میاشت کې په فوجاریه کې د څلورو نورو ټانکرونو په برید هم تورن کړی دی. علاوه له دې، سعودي عرب په یمن کې د حوثي یاغیانو له بریدونو سره هم مخ شوی چیرته چې سعودي پلوه متحدین په اوږد مهاله شخړه کې دخیل دی.
د ۲۰۱۹میلادي کال په مۍ میاشت کې د سعودي د تیلو پایپ لاین آرامکو هم د ډرون تر برید لاندې راغلی وو. تیره اونۍ د سویلي ناراین ولایت په هوايي ډګر آبا هم د میزایل برید شوی وو چې د ۲۶ کسانو د ټپي کیدو لامل شو. سعودي عرب د هوثي یاغیانو د تسهیل کولو او هڅولو په موخه ایران تورنوي چې په هغه شاهي هېواد کې بریدونه ترسره کوي. د امریکا متحده ایالتو لخوا د سرتیرو د لیږلو پریکړه باید له هر اړخ نه وڅیړل شي. د تازه دمو سرتیرو د لیږلو پریکړې د اعلان پرمهال د دفاع سرپرست وزیر پیټریک شناهن ویلي چې دا کار د ایران سخت دریځۍ له امله کوي. هغه دا هم وویل چې د امریکا متحده ایالت له ایران سره د (شخړې نه کولو) غوښتونکی دی او د سرتیرو ډیرول یواځې زموږ د پوځ د ساتنې د ډاډګیرنې او زموږ د ملي ګټو د ساتلو په موخه ترسره کیږي او دا کار باید حتمي تصور کړی شي.
دا د پام وړ پرمختګونه دي چې د امریکا متحده ایالتونو او ایران ترمنځ د مخ پر ډيریدونکو شخړو له امله رامنځته شوي. نور نړیوال قدرتونه لکه روسیه، چین، فرانسه، برتانیه او جرمني هوډ لري چې دغه ترینګلتیاوې به کمې کړي خو په دې برخه کې د پام وړ لاسته لاوړنو په برخه کې ناکام شوي دي. په روانه میاشت کې ایران ته د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابی سفر هم ددې هڅو یوه بیلګه وه. ترڅو ایران قانع کړي چې خپل مقاومت کم کړي او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د برقرار ساتلو په موخه بنسټیز رول ولوبوي.
که څه هم ایران یو مناسب دریځ خپل کړی دی. دوی د نظامي اقداماتو شونتیا رد کړې ده او ویلي یې دي چې دوی حق او توان لري چې د هر نظامي اقدام په مقابل کې له خپل ځان نه دفاع وکړي. روسیه او چین هم په فارس خلیج کې د امریکا د اقداماتو پرخلاف دي. دا په دې مانا ده چې ایران هم په بشپړه توګه یواځې نه دی او هره جدي ترینګلتیا د یو پراخه سیمه ییزې شخړې سبب کیدلی شي. دا په داسې حال کې ده چې ایران د امریکا د یوې ډرون الوتکې د غورځولو خبر ورکړی چې د ولسمشر لخوا یوه لویه سهوه بلل شوې. دغه کار کولی شي چې ستونزې لاپسې ډیرې کړي.
د هند لپاره په فارس خلیج کې مخ پر ډیریدونکې ترینګلتیاوې د اندیښنې وړ دي. نوې ډیلي په سیمه کې د سولې او ټیکاو په برخه کې قوي لیوالتیا لري نه یواځې د خپلې انرژۍ د ساتلو لپاره بلکې د هغو ۸٫۵ میلیونه وګړو د مرستې لپاره هم چې په یاد خلیج کې ژوند کوي. هند له ټولو سیمه ییزو هېوادونو سره قوي سټراټيژيکي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري. هند له دواړو ایران او سعودي عرب سره غوره اړیکې لري چې ثبوت یې په نږدې تیر وخت کې د یادو دواړو هېوادونو لخوا هند ته د خپلو استاذولیو، سفارتخانو رالیږل دي. هند طمع لري چې ټولې دخیلې خواوې به د شته سخت دریځیو د کمولو په برخه کې خپل نوښتونه په کار واچوي او د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو لپاره به زمینه برابره کړي.
Comments
Post a Comment