د پښتون اولس په ضد د پاکستان ظالمانه کړنی

لیکنه : د فهیم احمد
ژباړه: پښتو څانګه
پاکستان کی د بشری حقوقو ریکارډ هیڅکله هم ښه ندی پاتی شوی. پدی هکله ډیر ځله د بشری حقونو لپاره په پاکستان کی دننه کارکونکی او د بشر د حقونو نړیوالی اداری دا غږ پورته کړی دی. په پاکستان کی سیاسی، مذهبی، فرهنګی او ژبنی کرکه کومه نوی خبره نده. که څه هم په پاکستان کی د ستونزو او بحرانونو کمی نشته خو نن سبا چی کومی مسلی د پاکستانی حکمرانو خوب تښتولی هغه په قبائلی علاقو کی د خلکو د پاڅون مسله ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرته قبایلی سیمه د فاټا په نوم یادیږی چی ددی ځای ولسونه د پیړیو راهیسی د ظلم او زیاتی ښکار دی. څه د پاسه ۱۰۰ کاله کیږی چی ددغو ولسونو د ځپلو لپاره نوی کلونی د انګلیس لخوا رامنځته شوی ترڅو دوی تل له خڼد سره مخامخ وی چی ددی قانون په وسیله ددغو خلکو حقوق سلب کړای شوی. د هیڅ ظلم په خلاف دوی نه کوم وکیل د خپلو حقوقو د دفاع لپاره نیولی شو او نه هم کوم عدالت ته د تلو اجازه ورکړل شوی وه. که چیری له چانه کومه سهوه یا خطا شوی وای نو په اجتماعی ډول د صحرائی محاکمو په ترڅ کی سزا ورکول کیده، خیر دا خو د پاکستان له جوړیدو نه د وړاندی خبری دی. خو د پاکستان له جوړیدو وروسته چی څه باندی ۷۰ کاله کیږی بیا هم په حالاتو کی هیڅ ډول بدلون ندی راغلی. قبائل نن هم د پخوا په څیر هماغسی د ظلم ښکار دی. تیرکال د پاکستان ملی شورا په قانون کی د بدلون په راوستلو فاټا د خیبر پښتونخوا صوبی پوری تړلو بل ته منظوری ورکړه. پدی  وخت کی دا خبره وشوه چی د فاتا اوسیدونکو به هم د هغو حقونو خاوندان شي کوم چی د ټول هیواد ولسونه ئی لری. یعنی ددی خلکو سره به د سیمه ایز بنسټ په اساس هیڅ ډول کرکه ونشی. ددی ځای خلک به د خپلو د قضیی څخه دفاع وکړای شی. د وکیلانو مرستی به ترلاسه کړای شي او محکمی او ستره محکمی ته به مراجعه وکړای شی خو د دومره وخت د تیریدو سره سره حالات هماغه ډول دی د دوی په ژوند کی د پام وړ کوم بدلون ندی راغلی.
کله چی فاټا په خیبر پشتونخوا پوری تړل کیدو خبری روانی وی نو هغه وخت د هغی منطقی ځینی سیاسی او اجتماعی ډلو ددی خبری مخالفت کولو سره دا غوښتنه کړی وه چی دا علاقه په هیڅ کومی صوبی پوری باید ونه تړل شی. بلکی ځانګړی صوبه دی جوړه شي ترڅو له یوی خوا به ددی علاقی شناخت په ځای پاتی شي او له بلی خوا به د خلکو غوښتنی هم په ځای شي. خو دی وړاندیز ته هیڅ پاملرنه ونه شوه او فاټا په خیبرپښتونخوا کی مدغم کړی شوه. لیکن ولس بیا په هماغه دوراهی کی پاتی شو چیرته چی ۱۰۰ کاله پخوا ولاړ وو. د قانون مطابق نه دوی ته ټول هغه امتیاز ورکړل شوه کوم چی د يوی بلی برخی اوسیدونکی ته ورکول کیږی خو په حقیقت دا هرڅه برعکس دی حتی چی په ورځنیو چارو کی د سختیو سره لاس او ګریوان دی. له کلونو راهیسی د ترهګری په اور سوځیدلی دا سیمه نوره ظلم او تیری نشی زغملی. ددی ځای عوام اوس بیدار شوی او خپل غږ ئی اوچت کړی چی د ‎پښتون تحفظ مومینټ ئي واضح مثال دی.
د پاکستان په سیاسی ډګر کی د ۲۰۱۸میلادی کال جنوری کی را ښکاره کیدونکی تحریک په جنوبی وزیرستان کی په ۲۰۱۴میلادی کال کی د مسعود تحفظ مومنټ په نوم شروع شوی وو او د دوی لوئی غوښتنی دا وی چی په وزیرستان کی د خلکو ورکیدل، د ماینونو موجودیت او هلته تعین شوی نظامیانو د کړنو سره سره نورو شکایتونو په خلاف مظاهری کول وو. ورو ورو پدی تحریک کی تیزوالی راغی او د پشتون تحفظ مومینټ په نوم ونومول شو.

کله چی په افغانستان کی د طالبان په ضد د امریکی لخوا حمله وشوه نو ډیر زیات تندروه طالبان له افغانستان څخه وتښتیدل او د پاکستان په قبایلی سیمو کی ځای په ځای او ورو ورو ئی په هلته خپل رسوخ په زیاتولو بوخت شول چی د ځائی خلکو او طالبانو ترمنځ اخ او دوړ شروع شو. طالبانو دوی له ډیرو شیانو څخه بی برخی کړل. خو کله چی طالبانو د تحریک طالبان پاکستان په نوم په د پاکستان دننه خپل فعالیت ته ادامه ورکړه نو د پاکستان پوځ د دوی په خلاف لوی عملیات شروع کړل. په هغو جګړو کی قبایلو ته ډیر ځانی او مالی تلفاتو سره مخامخ شول. پوځیانو عامو وګړو ته هم د شک په سترګه لیدل شروع کړل چی ورسره د ظلم او ستم سلسله شروع شوه. کله چی د پاکستان په پارلمان کی نوی لایحه منظوره شولو نو ویل کیدل چی په فاټا کی تقریباً نیم میلیون خلکو ته به مذهبی، قانونی، اقتصادی او سیاسی حقوق د ترلاسه کولو لاره هواره شي خو داسی ښکاری چی پوځ هیڅکله تیار ندی چی په قبائلی سیمو خپل رسوخ له لاسه ورکړی. د پاکستان قوماندانانو په وینا چی د پښتنو احتجاج د له منځه وړلو او د مشرانو په خلاف عدالتی کړنو په پار د ترهګری ضد مبارزه متابدله قضائی سیسټم دی رامنځته شي البته دا داسی خبری دی چی نه یوازی د پاکستان حیثیت راټیټوی بلکه د نړی قوانینو په ګټه هم دی.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت