عمران خان ته له بشکیک څخه تر لاسه شوی پیغام



لیکنه : د معین الدین خان

ژباړه : د پښتو څانګه

د پاکستان لومړی وزیرعمران خان دا وخت په کورنی سیاست کی په ډول ډول بوختیاوو کی ښکیل دی. او د پاکستان ژوبل شوی اقتصادی حالت ذمه وار پخوانی حکمرانان بولی ځکه چی هغوی یوازی رشوت او اقتصادی بحران پرمختګ ته لمن وهلی او د هیواد پانګه ئي ټول لوټلی. نوموړی وایی چی له هغو جابرو سیاسینو څخه به هغه پیسی چی په ناجایز ډول ئی تر لاسه کړی بیرته په زور تر لاسه کړی. امکان لری چی د نوموړی دعوی په جزوی یاعام ډول سمه ثابته هم شی .که څه هم د ګڼ شمیر مخالفینو د نیولو پروسه عملی شوی او د اقتصادی فساد په تور د ډیرو خلکو د نیولو امکان شته دی

پدی ورستیو کی داسی ځینی نوری پیښی هم څرګندی شوی لکه د محکمی او دولت تر منځ د مخالفت چاپیریال. د پاکستان فوځ د ستری محکمی یوه قاضی فائزعیسي ته د سزا ورکولو ژمنه هم کړیده .ځکه چی نوموړی پخپله وروستی پریکړه کی په فوځ او ایجنسیو دا نیوکه کړی وه چی دوی په غیر قانونی هلو ځلو کی برخه لری او هم په سیاسی چارو کی ئی په بی اندازی لاس وهنی تورن شمیرلی وو. فوځ د عمران حکومت دی ته اړ کړو چی د قاضی عیسی په خلاف په قضایي عالي شورا کی شکایت درج کړی .له بلی خوا د حکومت او فوځ لخوا دا ډاد ورکول کیږی چی هغوی په ټولومسایلو کی د یو نظر درلودونکی دی. دا خبری شاید عمران خان د ځان لپاره د ویاړ وړ وبولی خو په پاکستان کی د مدنی او نظامی اړیکو ته په کتو د ډیرو خلکو لپاره ته دا خبر یوه لویه ستونزه هم ده .د عمران خان لخوا د فوځ مشر د ملی پراختیا په شورا کی د غړی په ټاکلو سره یوه نوی ګام هم پورته کړی او په اقتصادی مسایلو کی یی هم فوځ ته په څرګند ډول استازیتوب ورکړی. دا ټولی خبری د پاکستان په کورنی سیاست پوری اړوند دی او راتلونکی کی به عمران خان له دی ټولو مسایلو سره لاس او ګریوان وی. او په نړیواله کچه هم د ډیرو مسایلو سره به دا حکومت مخامخ وی ،

په وروستیو کلونو کی پاکستان د ترهګری په اړه په مسلسل ډول له نړیوالی ټولنی څخه سپکیږی.د دی وجه نه یوازی د ځینو ګاونډیو هیوادونو یا نړی والی ټولنی شکایتونه دی بلکی پخپله د ده کړنی دی. د پاکستان فوځ او استخباراتی سازمانونو لخوا چی په هند او افغانستان کی د ترهګری کومه سلسله روانه وه اوس هم روانه ده ، په جمو او کشمیر کی په ملی ځواکونو او د هغوی په کمپونو د کیدونکو ترهکریزو بریدونو په ځواب کی اوس د هند لخوا هم عملیات ترسره کیږی د کومو چی شاید پاکستان هیڅ هیله نه درلوده .هند په ډاګه دا پیغام ورکړی چی اوس د زغملو وخت ختم شوی دی.

څو ورځی وړاندی عمران خان د شنګهایی د همکاریو سازمان په سر مشریزه غونډه کی د ګډون لپاره د قرغزستان مرکز بیشکیک ته سفر کړی وو. د هند په څیر پاکستان هم د نوموړی سازمان غړیتوب لری. د کانفرانس په پای کی ټولوغړو هیوادونو د مشرانو لخوا چی کوم بیان جاری شوی د هغه یوه برخه د ترهګری په باب هم وه. نه یوازی دا چی د ترهګرو د ډول ملاتړکونکی په خلاف په کلکه غندنه شوی بلکه پدی خبره هم ټینګار شوی چی د ترهګری د له منځه وړلو په موخه دی د کنفرانس غړي هیوادونه باید هڅی وکړی تر څو په نړیوالی کچی د ترهګری سره د مبارزی په موخه د یوه ټولنیز تړون په رامنځ ته کیدو هم موافقه تر سره شی. د دی ټولنی اوسنی مشر د پاکستان همیشنی دوست چین دی دا هم باید وویل شی څو ورځی د وړاندی مسعود اظهر د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر پیژندل شوی ځکه چې چین هم له همدی وړاندیز سره موافقه وکړه.

له بلی خوا مالی کاری ځواک یا ایف ـ ای – ټی – ایف په تیرو ورځو کی د ا اعلان کړی چی پاکستان ته د جیش محمد. لشکر طُیبه او هغو پوری تړلو نورو تروریستی سازمانونو ته د مرستو د مخنیوی لپاره چی کوم 27 اقدامات په نښه شوی وو د هغو له جملی څخه پاکستان د 25 په بشپړولو کی ناکام پاتی شوی. نو په راتلونکی کی د کورنیو کړکیچونو د حل سره سره له دی ټولو خبرو سره هم د عمران خان حکومت د لاس او ګریوان دی. دا مهال حکومت او فوځ دواړه موافق دی ګورو به چی نتیجه څه تر لاسه کیږی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت