د سیکا پینځمه سرمشریزه غونډه او هند



لیکنه: د اتهار ظفر

ژباړه: د پښتو څانګه

په اسيا کې د تعامل او اعتماد جوړولو د اقداماتو کنفرانس یا سیکا پینځمه سرمشریزه غونډه د تیری اوونی په پای کی په تاجکستان کی ترسره شوه. د قزاقستان لومړنی ولسمشر نورسلطان نظر بایوو د سیکا د بنسټ ایښودونکی په توګه پیژندل کیږی هغه ځکه چی نوموړی په ۱۹۹۲میلادی کال کی د ملګرو ملتونو په عمومی شورا کی د خبرو پرمهال د سیکا د سرمشریزی غونډی نظریه واوروله. د سیکا دارلانشا په ۲۰۰۶میلادی کال کی په استانه کی رامنځته شوله کوم چی اوسمهال د قزاقستان د پلازمینی نورسلطان په نامه یادیږی. سیکا له اسیا څخه د ۳۰ نه زیات غړی لری او همداراز د نړیوالو سازمانونو ګنشمیر غړی هم د څارونکو په توګه په دی ناسته کی ګډون کوي. نو له همدی کبله قزاقستان، ترکیه، چین او تاجکستان د یادی غونډی مشری کوی. 

د سیکا لومړنی غونډه په ۲۰۰۲میلادی کال کی د قزاقستان په الماتا کی ترسره شوه او د هند پخوانی لومړی وزیر ښاغلی اتل بیهارې واجپای د سیکا په لومړنی ناسته کی ګډون کړی و او په ۲۰۰۶میلادی کال کی د سیکا په دوهمه غونډه کی د هند د پټرولیمو او طبعی ګازو وزیر په الماتی کی برخه اخستی وه. د ۲۰۱۰میلادی کال په جون میاشت کی یاده سرمشریزه غونډه په استانبول کی ترسره شوه او د هند د صنعت او سوداګری وزیر د لومړی وزیر د ځانګړی استازی په توګه پکی برخه واخسته. څلورمه سرمشریزه غونډه بیا د چین په شانګهای کی د ۲۰۱۴میلادی کال می میاشت کی په لاره واچول شوه. یاده غونډه په داسی حالکه په لاره واچول شوه چی په هند کی د پارلمانی ټاکنی ډیره کمه موده شوی وه او د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو د هند په استازیتو پکی برخه واخستله. 

د سیکا موخه هم د همکاریو وده او په اسیا او شاوخوا سیمه کی د ثبات او امن پرمختګ دی او هڅه کیږی چی په ګډه سره په اسیا کی د امنیت په لور حرکت وشي. نو په همدی موخه سیکا د اقداماتو د ارزونی یو نوملړ رامنځته کړی چی په پینځو کټه ګوریو ویشل شوی دی چی په هغی کی نویو ننګونو پرضد مبارزه، اقتصاد، چاپیریال، انسانی سیمه او پوځی او سیاسی برخې هم شاملی دی. هند د باور د ودی، ټرانسپورټ، او د انرژی د امنیت په برخه کی د همغږی کوونکی په توګه کار کوی. 

د سیکا سرمشریزه غونډه په هر څلورو کلونو کی ترسره کیږی. او په تاجکستان کی د تیری پینځمی ناستی عنوان و، په سیکا سیمه کی د امنیت او سوکالی لپاره ګډ لیدلوری، او په یاده ناسته کی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سوبرامنیم جی شنکر د هند په استازیتو ګډون کړی و او دا له مرکزی اسیا څخه د نوی وزیر لومړنی لیدنه وه. 

هند د سیکا ترمشری لاندی په کڼو برخو کی فعاله ونډه لری او نوی ډیلی باور لری چی سیکا ته باید دوام ورکړل شی او ګام په ګام پرمختګ وکړی شی. د سیکا په پينځمه سرمشریزه غونډه کی د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جی شنګر په خپلو خبرو کی وویل چی ۲۱مه پیړی د اسیا د پیړی په توګه پیژندل شوی او سیکا کولی شی د سولی، امنیت او پرمختګ په برخه کی مهم رول ولوبوی. هغه وویل اوسمهال ترهګری په اسیا کی یو ستر ګواښ دی او غوښتنه یی وکړه چی د ترهګرو او قربانیانو ترمنځ باید توپیر موجود وی. د افغانستان د پرمختګونو په اړه ډاکټر جی شیکر وویل چی هند د افغانانو په لاس د افغانانو په مشری د ملی سولی او پخلاینی له پروسه څخه ملاتړ کوی. 

هندی وزیر زیاته کړه چې د بریښنای امنیت نشتوالی د کلیدي پرمختیایي ننګونې په توګه راڅرګند شوی. د مصرفوونکو او تولیدونکو ترمنځ خبری اتری په مارکیت کی د با ثباته برښنا د رامنځته کیدو سره مرسته کولی شی او دا هم باید په یاد ولرو لکه څرنګه چی اسیا په نړی کی د برښنا د سترو مصرفوونکو څخه دی نو همداشان د سترو تولیدونکو څخه هم دی. همداراز هند د نوی انرژی یو ګډونوال دی او وزیر هم د سیکا هغو غړو ته د یو ځای کیدو بلنه ورکړه چی لا تر اوسه د نړیوال سولر اتحادیه سره ندی یو ځای شوی او له دوی یی وغوښتل چی د یاد نوښت سره دی یو ځای شی. د یادی اتحادیه هیډکواټر هم ډیلی ته نږدی په ګوروګرم کی دی. 



هغه اعلامیه چی د سیکا به پینځمه سرمشریزه غونډه کی ومنل شوه په هغی کی د هند د هغو اندیښنو یادونه شوی وه چی د ترهګری په اړه یی وړاندی کړی وی. دا ژوری اندیښنی د امنیت د ګواښ په اړه وړاندی شوی وی چی د توندلارو او ترهګرو ټول ډولونه پکی شامل وه. همداراز له ټولو هیوادونو یی وغوښتلو چی یوه ټولنغښتی ستراتیژی دی رامنځته کړی ترڅو د ځینو شرطونو په رامنځته کولو سره له ترهګری سره مبارزه وکړی چی په هغی کی د انټرنټ محدودیت او د ترهګرو امن ځایونو له منځه وړل هم شامل وه. غونډی د اقتصادی همکاری او کلتور په برخه کی پرهمکاری ټینګار وکړ او د اتصال د ودی غوښتنه یی وکړه ترڅو سوداګری او ترانزیت هم وده وکړی. د سیکا شپږمه سرمشریزه غونډی به په ۲۰۲۲میلادی کال کی ترسره شی.

Comments

Popular posts from this blog

پاکستان ولې خپل ګریوان ته سر نه ټیټوي

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند او لیتوېیا مناسباتو کی نوی پرمختګ