د عمران حکومت پخپله په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونې لپاره لار اوارول غواړي
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: عبدالقدیم ویاړ
له کله راهیسې چې د پاکستان پخوانی د کریکټ کپټان عمران خان په پاکستان کې واک ته رسیدلی، هغه په عجیب ډول حکومت کولو ته ملاتړلې ده. عمران خان د پاکستان له خلکو سره ژمنه کړې وه او ادعا یې کړې وه چې هغه به پاکستان له اقتصادي پلوه پیاوړی، له فساد څخه پاک او په هره برخه کې وځلوي. خو له دوو کلونو څخه د ډیر وخت په تیریږيدوسره، دهغه حکومت په هره برخه کې پاتې راغلی، د عمران خان حکومت ددې لپاره چې د خلکو پام له اصلي مسایلو واړوي بیلابیل موضوعات را پورته کوي. د بیلګې په توګه د پاکستان اقتصاد له خرابۍ څخه هم مخ په خراب حالت روان دی. د بشري حقونو د سرغړونو یوه نښه یې دا ده چې نه یوازې د اپوزیسیون مشران په دروغو قضیو کې بندیان دي بلکې پر دولت نیوکې کونکي هم ځورول کیږي او په رسنیو هم سانسور ورضع کیږي. له دې سره د عمران خان واکمنۍ کې په پراخه کچه مذهبي او فرقه یي کرکې ته هم لمن وهل کیږي. حتی اسلامت د سپکاوي قانون نه دومره ناسمه ګټه اخستل کیږي چې یو ګڼ شمیر خلک په دې باور دي چې که دا وضعیت وي نو د عمران خان حکومت به جنرال ضیاالحق د اسلامیزم دوره هم شاته پریږدي. په پاکستان کې دا مهال کوم څه چې څرګند دي دا دي چې تقریبا په هر حالت کې د بشري حقونو څخه په خورا وحشیانه توګه سرغړونه کیږي. د خبریالانو او بلاګرانو د وژلو او تښتونې پیښې مخ په ډیریدو دي تر دې چې ښځینه خبریالانې هم رواني او فزیکي شکنجې سره مخ دي. د ښځینه خبریالانو ځورولو لپاره بیلابیل تکتیکونه کارول کیږي. تیره میاشت د پاکستان ښځینه خبریالانو لاریون وکړ او یو پریکړه لیک یې خپور کړ او ویې ویل چې حکومتي او حکومت پلوه کړیو د سیسټماټیک کمپاین په پیلولو سره د ټولنیزرسنیو له لارې دوی ته سپکاوی کوي او دوی ډاروي
د هندوستان پروړاندې د پروپاګنډې کمپاین هم پیل شوی ترڅو د خلکو پام له هغه څه نه واړوي چې په پاکستان کې پیښیږي او په کشمیر کې د بشري حقونو سرغړونې د خلکو د تیرایستنې لپاره رپوټ کړل شي. د دې پروپاګنډو د شنډولو لپاره په جینیوا کې د بشري حقونو د سازمان په 45 مه غونډه کې د هند دایمي استازی مانې پانډا دا په خورا روښانه توګه څرګنده کړه چې له دې حقیقت سربیره چې یو ګاونډی هیواد په جمو او کشمیر کې په منظمه او دایمي توګه ترهګریز دا ترهګري او ورانکاري هڅوي خو بیا هم هندوستان له هرې ننګونې سره مبارزه کړې او د ولسواکۍ او ډموکراسۍ برخه کې یې ښه پرمختګ کړی دی. هغه په جمو او کشمیر کې اداري بدلونونو ته په اشارې سره وویل چې اداري بدلونونه پیښیږي خو هند د نړۍ د ترټولو لویې دیموکراسۍ په توګه نشي کولی خپل ډیموکراتیک اصول قرباني کړي او په هر قیمت به د بشري حقونو ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۱۹کال د اګست په میاشت کې له بدلونونو وروسته، د جمو او کشمیر د مرکزي واکمنې سیمې خلک ټول هغه اساسي حقونه لري چې د هیواد د نورو برخو خلکو ترې ګټه اخلي. دلته ډیموکراسي هم په نړیواله سطحه وده کوي، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره دوامداره هڅې روانې دي. له ننګونو سره سره چې دا مهال د کورونا ویروس او د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې هم روانې دي، د وضعیت د لا ښه کیدو لپاره هڅې روانې دي
د پاکستان د ناوړه تبلیغاتو او منفي ډیپلوماټیکو فعالیتونو سربیره، هند په نړیواله ټولنه کې په ښه نوم یادیږي، د هند ډیموکراسي پر یوه نازکه څانګه جوړه شوې ځاله نه ده چې د مازې باد به لږیدو سره ویجاړیدلی شي. پاکستان د هندوستان پروړاندې د ناسمو معلوماتو خپرولو په هڅه کې دی، مګر ایا دا یې کله هم په خپله اړه کتلي دي چې په نړیواله ټولنه یا پخپله پاکستان کې د بشري حقونو د پیښو د ثبت په اړه عمومي نظر څه دی؟ ډیر وړاندې هم نه د همدې میاشتې په اتمه په جینیو کې د بشري حقونو لپاره د بشري حقونو کمیشنر یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې دوي اندیښمن دي او دا ډول خبرونه په ډیرجدیت سره څېړې. وویل چې داسې راپورونه شته چې په پاکستان کې د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالینو پروړاندې د تاوتریخوالو د هڅولو په موخه انلاین او افلاین کمپاینونه پیل شوي دي په ځانګړې توګه ښځې او لږکي په نخښه کیږي. په ځانګړې توګه زموږ اندیښنه داده چې چې مقدساتو ته د سپکاوي د قانون پراساس یو شمیر خلک نیول کیږي. د پاکستان نامتو ښځینه ژورنالیستې ماروي سرمد باندې هم پر ټولنیزو رسنیو ځینې تورونه پورې شوي، بلکې پولیسو ته یې شکایت هم شوی دی. دا هم د یادونې وړ ده چې دا ډول پیښې د دولت لخوا نه څیړل کیږي نه یې په اړه څوک نیول کیږي او نه هم چا ته سزا ورکول کیږي. پدې رسنیزه خبرپاڼه کې ډیر څه ویل شوي دي او له حکومته غوښتل شوي چې لږترلږه دومره حساس وي چې د داسې پیښو غندنه او تحقیق وکړي او همدارنګه اسلام ته د سپکاوي قانون څخه په بې پروایۍ د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي
ددغه شان کړنو عاملینو ته سزا ورکول خو لا لرې پریږده چې د عمران خان حکومت چې د اردو په اوږو سور دی دا ډول عناصر لا هڅوي. که داسې نه وای ناقانونه تروریستي ډلو به د کراچۍ په ښار کې د شیعه مسلمانانو پروړاندې دومره لوی لاریون نه کاوه چې ټول ښار یرغمل کړي. لاریون والو په منظمه توګه او ښه په ښکاره شعارونه ورکول چې شیعه ګان کافران دي. د محرم په مراسمو او لاریونونو د بندیز خبرې هم وې. غیر مسلمان لږکي خو په هرحال کې په پاکستان کې د هر ډول ظلمونو او زیاتیو سره مخ کیږي او دوی د ویرې او مرګ تر سیوري لاندې ساه اخستلو ته اړ شوي، خو اوس د شیعه مسلمانانو لپاره هم د پاکستان خاوره وړه او تنګیږي. د دوی پر عبادت ځایونو او امام بارګاه ګانو هره ورځ بریدونه کیږي. یاده دې وي چې شیعه مسلمانان په پاکستان کې د نفوسو۲۰ سلنه جوړوي. د دوی وضعیت له نورو لږکیو سره چندانې توپیر نلري. ایا د داسې هیواد واکمن له اخلاقي اړخه حق لري چې یو بل هیواد ته ګوته ونیسي؟

Comments
Post a Comment