د (آی بي ایس اې) هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو مجازي غونډه
لیکنه: د ډاکټر آش ناراین رای
ژباړه: د ګل الرحمن همدرد
د هند، برازیل او سویلي افریقې (آی بي ایس اې) له ډیرو اړخونو یوه بې سارې غونډه ده . دا یوه رسمي اداره نه ده، دا هیڅ کوم دفتر او سکرتریت نلري، دا کوم بلاک نه دی او نه هم کوم اتحاد دی. او همدا راز دا کوم آیډیالوژیک اړخ هم نلري. د آی بي ایس اې د مشن او اجنډا مرکزي موخه په نړیواله کچه د پریکړه کوونکو هېوادونو جمهوري کول، له روان عصر سره سم د پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو د قدرت توازن بدلول، د نړیوالتوب اوسنیو موډلونو لپاره بدیل موندل او د سویل اقتصادي او ټولنیزو ګټو د پیاوړتیا هیلو ته نوې بڼه ورکول دي
په لومړیوکې د بریکس راتګ د آی بي ایس اې په ماموریت اغیزه ونکړه. د ګټو ټکر نه وو. آی بي ایس اې خپل فعالیتونه په دې درې هېوادونو کې پر ډیموکراټیکو ارزښتونو او نورو ګډو لاملونو باندې متمرکز کړل، پداسې حال کې چې اقتصاد د برکس لپاره لومړۍ اندیښنه ده. چین د آی بي ایس اې منحلول غوښتل خو هند ورسره مخالفت وکړ او د دې کار ترشاه یې د چین افکار ولیدل. چین وروسته د برکس پلس مسله راپورته کړه. ورو ورو آی بي ایس اې د بریکس تر اغیز/ سیوري لاندې په راتلو شو. د آی بي ایس اې ډیالوګ فورم تر هغې کچې د بریکس تر اغیز لاندې راغی چې حتی غونډه یې ترسره نه شوه
د هند له اقداماتو مننه چې د خبرو په دې نړیوال فورم کې یې یو نوی تحرک په کار واچولو او دا چې له ۲۰۱۱ م کال راپدیخوا د دې فورم هیڅ کومه غونډه نه وه ترسره شوې نو اوس دا دی په دې کلونو کې د (شیرپاس) یا لوړپوړو چارواکو او آی بي ایس اې د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې په منظمه توګه ترسره کیږي
په روانه اونۍ کې د هند، برازیل او سویلي افریقې د بهرنیو چارو وزیرانو ویډیویي غونډه ترسره شوه چې مشري یې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر کوله. هغوۍ د یوه پراخ نړیوال حاکمیت، ځواب ورکوونکې او ګډون منونکې آډانې څخه خپل ملاتړ یو وار بیا تازه کړ. د آی بي ایس اې د بهرنیو چارو درې واړو وزیرانو د نړیوالې حکومتولۍ اوسنۍ آډانه بې ارزښته وبلله او ویې ویل چې یاده آډانه اوسنيو امنیتي او سوله ییزو ننګونو ته د لاسرسۍ لپاره اغیزمنه نه ده. برسیره پر دې دوی ټینګار وکړو چې د ملګرو ملتونو امنیتي شورا کې د اصلاحاتو نه راوستل به په نړیواله سوله او منیت باندې منفي اغیزې ولري. یادو وزیرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دوه دایمي او غیر دایمي برخو د پراخولو غوښتنه هم وکړه. د وزیرانو درې اړخیز کمیسون وروستۍ ناسته د ۲۰۱۸ م کال سپټمبر په میاشت په نیویارک کې جوړه شوې وه
نن، بریکس د چین جارحانه چلند او اقتصادي نفوذ له امله مخ پر ضعیفه کیدو روان دی. بیجینګ بین المللي نورمونه او نړیوال میکانیزم د خپلې شخصي ګټې لپاره کاروي. افریقا او د لاتینې امریکا څو هېوادونه د چین د دې ناوړه چلند ښکار شوي دي. څو کاله د مخه، د هغه وخت د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن افریقایي هېوادونو ته ګواښ کړی وو چې چین د یو نوي استعمار د پیل په درشل کې دی. نورو کارپوهانو هم ویلي وو چې چینایي اژدهار په افریقا کې د بازانو خوړل غواړي. چین د څو اړخیزم خبرې کوي خو بیا تل د یو اړخیزم اجنډا تعقیبوي. چینایي رهبران د پرمختیا په حال هېوادونو سره د معاملاتو په بهیر کې د بریا- بریا وضعیت له شعارونو هیڅکله هم نه ستړي کیږي. مګر د چا بریا؟ تجاربو څرګنده کړې چې داسې کوم مرسته کوونکی نشته چې پخپله یې نه ترلاسه کوي او داسې کوم د مرستو ترلاسه کوونکی نشته چې نورو سره مرسته نه کوي
د اصولو پر بنسټ سنبال نړیوال نظم په پراخه کچه د مخ پر ودې چین د بریدونو په درشل کې دی
پدې نازک نړیوال چاپیریال کې ، هند اړتیا لري چې له بریکس نه آخوا وګوري ترڅو په سویل او شمال دواړو کې ورته فکري نړیوال ملګرو ته لاسرسی ومومي هغه ملګري چې وړیا، آزاد او لیبرال نړیوال نظم کې ډیره پانګه اچونه کولی شي.
هندوستان اړ دی چې محتاط پاتې شي او مناسب اقدام وکړي؛ نوی ډیلی د اړتیا وړ ځواکونه- اقتصادي، نظامي، تخنیکي او د نفوسو له پلوه خورا قوت لري نو، حق لري چې د هیوادونو په ټولنه کې د مناسب ځای ادعا وکړي
بدلیدونکي وضعیت ته په کتلو سره، هند باید د نړیوالې همکارۍ لپاره خپل نمونوي کړنلاره جوړه کړي. چې یو یې هم د سویل هېوادونو درې اړخیز او څلور اړخیز ګډون او بل یې هم د شمال دی.
هغه ګډه کاري کړنلاره چې هېوادونه له یو بل سره نښلوي او هغه ګډې ننګونې چې په کوچنیو کچو رامنځته کیږي او نړۍ ورسره لاس په ګریوان وي، په پراخه کچه د ټولو نړیوالو تر منځ جدي او عادلانه ګډون ته اړتیا لري. دلته د هند لپاره یو غوره فرصت شتون لري. د مرسته کوونکي او مرسته اخیستونکي تر منځ له اړیکې پورته په تلو سره باید، ګډو موضوعاتو او ګډو ننګونو ته د لاسرۍ په موخه چې حیاتي ارزښت لري، دغه شان پایدارو او نړیوالو ښکیلتیاوو ته اړتیا ده چې له دوه اړخیز پلوه ګټورې دي
Comments
Post a Comment