په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو پیل
لکینه: معین الدین خان
ژباړه: عبدالقدیم ویاړ
له اوږده انتظار وروسته د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالب جنګیالیو ترمینځ خبرې پیل شوې چې هدف یې په جنګ ځپلي افغانستان کې د تلپاتې سولې رامینځته کول دي. خبرې پیلیږي او تمه کیږي چې د افغانستان وضعیت به ښه شي، خو له امیدونو سره سره ، ګڼ شکونه هم شته. د خبرو اترو د پرانیستې مراسم تیره شنبه د سپټمبر په ۱۲مه په افغانستان کې د وضعیت د بدلیدو په هدف ترسره شول تر له دوه لسیزو څخه زیات د تاوتریخوالو او وینو تویدو د پای ټکی کیښودل شي او سولې ته لاره اواره شي. په افغانستان کې جنګ او کورنۍ جګړه له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې روانه ده، دغه راز په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکې په مشرۍ جګړه د۲۰۰۱کال په سپټمبر کې په متحده ایالاتونو کې له تروریستي بریدونو وروسته پیل شوه. اوسنیو خبرو اترو ته د جګړې د پای د یوې نخښې په سترګه کتل کیږي. د خبرو اترو دوهم او خورا مهم پړاو اوس پیل شوی دی چې دا په حقیقت کې د بین الافغاني خبرو اترو دور دی. د خبرو په پیل کې د نړۍ مشرانو هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې لپاره لاره اواره شي او په دې ټینګار وشو چې د خبرو اترو پرمهال باید اوربند ته هم پام وشي. د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دواړو لوریوغږ وکړ چې دغه تاریخي فرصت نه ګټه واخلي او د سولې لپاره هوکړې ته ورسیږي. ستاسو سیاسي سیستم به څنګه وي؟ دا تاسو پورې اړه لري چې پریکړه وکړئ. هغه ټینګار وکړ چې د ټولو افغانانو د حقونو خوندي کول باید په دغې لړۍ کې لومړیتوب وي ، ځکه چې دا د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده. د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر هم د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان برخلیک باید پخپله د افغانستان د خلکو لخوا وټاکل شي. د پرانیستې مراسمو کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ، د پاکستان ، افغانستان او ایران څانګې ګډ سکرتر ، جی پی سینګ په مشرۍ دهند لوړ پوړي پلاوي هم ګډون کړی و. د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپله انلاین وینا کې پر اوربند د ټینګار ترڅنګ وویل چې هند د افغانستان په اړه روښانه او دایمي تګلاره لري ، هغه وویل چې د سولې هر ډول خبرې اترې باید پخپله دافغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مشارکت سره وي او افغانان ورباندې بشپړ کنټرول ولري ځکه چې همدا د افغانستان خپلواکي ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ثابتوي. دا د افغانستان اسلامي جمهوریت د خوندي کولو ترټولو غوره لاره ده. هغه دا هم وویل چې دا مهمه ده چې د افغانستان د لږه کيو ، ښځو او د ټولنې د کمزورو قشرونو او همدارنګه د ګاونډیو هیوادونو ګټې هم په پام کې ونیول شي. د افغانستان د مصالحې عالۍ شورا رییس ، ډاکټر عبدالله عبدالله وویل ، دا به غوره وي چې دواړه خواوې لږ تر لږه یوه جوړجاړي ته سره ورسیږي حتی که دوی په ټولو ټکو موافقه هم ونه کړي. هغه په ځانګړې توګه وویل چې په دوحه کې د سیاسي نظام استازیتوب کوي چې ميلينونو افغان نارینه او ښځینه ، د مختلف ایدیولوژی او کلتور لرونکي یې ملاتړ کوي. د افغانستان خلک چې افغانستان خپل ټاټوبی ګڼي ټول د یوه سوکاله او هوسا افغانستان په هیله دي. هغه وویل چې څلور میرمنې هم د دولت لخوا په پیل شويو خبرو اترو کې برخه لري.له بلې خوا د طالبانو د پلاوي مشر ملا برادر ویلي چې باید په افغانستان کې یو اسلامي نظام رامنځته شي په کوم کې چې د هیواد د ټولو قومونو او توکمونو خلک وکولی شي په مینه او ورورولۍ یو له بل سره ژوند وکړي او هیڅ چاسره باید تبعیض ونشي.د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا څرګنده کړې چې د متحدو ایالتونو د راتلونکو مرستو اندازه به تر ډیره د نړیوالو تمویل پورې اړه ولري. د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبریالانو ته وویل چې د تروریزم مخنیوی لومړنی شرط دی خو د لږه کیو او ښځو د حقونو ساتنه هم باید تضمین شي دا ځکه چې د امریکې متحدو ایالتونو کانګریس به د مرستو د ځانګړي کولو پر مهال دا خبرې ډیرې جدي پام کې نیسي.د پرانیستې د مراسمو ښه هرکلی وشو او له خورا ښوو وړاندیزونو سره مل وو ، خو شنونکي په دې باور دي چې لاهم ډیرې ننګونې شته، کارپوهان وايي چې دایمي اوربند یا د ښځو د حقونو تضمین هغه څه دي چې کیدای شي د خبرو په راتلونکو پړاونو کې ستونزې رامینځته کړي. د خبرو اترو په اجندا کې د ښځو د حقونو او اوربند مسله ډیره اوچته ده ، خو کله چې په دې اړه د خبرو وخت راشي نو دواړه غاړې به مختلف تفسیرونه ولري او کېدای شي پیچلتیاوې هم ولري. په ورته ډول د سیسټم په اړه به هم خبرې جدي وي. طالبان به ټینګار کوي چې اسلامي امارت رامینځته شي خو مقابل لوری به یې بیا پراسلامي جمهوریت ټینګار کوي.څارونکي او شنونکي چې د افغانستان وضعیت څاري په دې باور دي چې پخواني طالب جنګیالي د روغې جوړې خلاف دي. که چیرې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې اترې بریالۍ شي یا کومې هوکړې ته ورسیږي ، پخواني جنګیالي به بیا کومې بلې جنګیالۍ ډلې سره یو ځای شي. ممکن داسې ډلې وي لکه داعش یا نورې جنګیالۍ ډلې چې ځینو برخو کې لا له پخوا داسې احساس شوي هم دي چې ګنې دغه کسان له یادې ډلې سره یو څه جوړجاړي ته رسیدلي ځکه چې د افغانستان په ځینو برخو کې بریدونه په وروستیو میاشتو کې ډیر شوي دي. د شک فضا لاهم پر خپل ځای ده ، د بین الافغاني خبرو اترو په پرمختګ سره به څه وشي؟ دا په راتلونکو ورځو کې اټکل کیدی شي، د اوس لپاره دا ویل کیدی شي چې د پرانیستې په مراسمو کې د شویوڅرګندونو او وړاندیزونو سره سم که خبرې همداسې پر مخ ولاړې شي نو د پرمختګ تمه کیدای شي
Comments
Post a Comment