په پاکستان کی ترهګرۍ پرضد د لایحيو منظورکیدل: د هیلی پروړاندی هیله کول
لیکنه: د اشوک هانډو
ژباړه : د ممتاز ولی
په تیری اونۍ کی د پاکستان پارلیمان ګډی ناستی ، په هیواد کی د ترهګرۍ ضد قانون( تعدیلی) لایحه ورسره ترهګرۍ ته پانګي برابرولو او د پیسو په ناوړه کارولو په تړاو لایحی منظوری کړلی . دا ئې د هغی وروسته ممکن شو کله چی په ثنا کی سلطه لرونکی مخالفو تیر یو میاشت په دوران بیا بیا دا لایحی ردی کړلی . په څرګنده توګه د لایحیو موخه په پاکستان په پارس کی اساس لرونکی مالي عمل کاري ځواک لخوا لګول شوی د ځنو شرائیطو پوره کولو ده که هغه ایف اې ټی ایف خړ لست څخه بهروتل غواړی . د مالئ څارونکی سازمان ۲۰۱۸میلادی کال د جون په میاشت کی پاکستان په هغه وخت په خړ لست کی اچولی و کله چی یاد سازمان دا موندلی و چی هغه هیواد ترهګرۍ ته سرمایه برابرولو پروړاند ی ګام په پورته کولو کی ډډه کوی .
د دی په تناظر کی په ځانګړی ډول د پارلیمان ګډی ناستی په رابللو سره د لایحو منظورکولو د پاکستان حکومت ګام یو هرکلی وړ ګام دې. خو په عین وخت داسی بریښی چی ایف اې ټی ایف خړ لست څخه راوتلو لپاره د عمران خان حکومت لخوا یو ناتوانه اقدام وي. دا معلومه نده چې ښاغلي عمران خان دې تمرین کې څومره نیک نیته او صادق دې. که تیره تجربه هرڅه چی وي دا ګام د زړه ریښتونی بدلون پرتله یواځی تش په نامه ننداره کیدیشی
ایف اې ټی ایف د کوویډ۱۹ وبا په رڼا کی ۲۰۱۹میلادی کال دسمبرمیاشت څخه ټاکلی نیټه غزولو وروسته په راتلونکی میاشت کی په خپل موقف نظر وکړی . پاکستان څخه غوښتل شوی و چی مالی ټولنی له لوری پرګوته شوی په ۲۷ شیانو ګام پورته کړی . په خړ لست کی ساتلو سره پاکستان نړیوال مالي ادارو لکه نړیوال مالی صندوق ، نړیوال بانک، آسیا انکشافی بانک او اروپا اتحادئ څخه د پورونو ترلاسه کولو څخه محرومه کړې شوی و . دې له مخکی څخه د پاکستان ملاتیر مات کړې و او داسی امکان شته چی په تورلست کی ورټیلیږی . که پاکستان دا ځل بیا ایف اې ټی ایف په ډاډه کولو کی پاتی راغی نو امکان دی قیوداتو سره مخ شی او کوم چی به پاکستان ونه زغملی شی
پاکستان د خپل اقتصادي روغتیا بیا رغولو ته اړینه اړتیا لري.د ترهګرو پروړاندی د ګام په پورته کولو کی ځنی نور ډیل به تباه کن وي. پدا ډول لومړی وزیر عمران خان نړۍ ته دا تآثر ورکولولپاره هانده کوی چی ایف اې ټی ایف له لوری ټاکلی په خوا کی حرکت کوی . په تیر میاشت کی پاکستان یو سلو څخه زیات کسان تره ګرو په توګه نومولی ولدی امله چی تورلست څخه بچ شی خو دهغی وروسته څه وشول تراوسه پوښونو لاندی دې.
دپاکستان پارلیمان په ګډی ناستی کی د ۳ لایحو تصویب روحیه غلط نشی ګڼلی کیدی . د مالیو په غلطه کارولو ضد تعدیلی لایحی موخه د شتون قوانینو سمولو ده او دائې ایف اې ټی ایف لخوا وړاندیز شوی نړیوال معیارونو سره برابر شی .
دغه شانتی ترهګرۍ ضد تعدیلی لایحه ده .خو د ملیونونو ډالرو یعنی ترټولو مهمه پوښتنه دا ده چی آیا پاکستان پداسی کولو کی ایمانداره دې یا یواځی ایف اې ټی ایف له جال څخه راوتل غواړی .
په پاکستان کی له ترهګرۍ سره چلند کول ترهګری ته سرمایه برابرول یو لوی عامل دې. هم دا علت دی چی ملکی حکومتونه او دپاکستان پوځ په هیواد کی د ترهګری له مینځه وړلوپه مسئله هیڅ کله په ورته پاڼه ندی راغلی . په حقیقت کی دواړه اداری ترهګروته روزنه پالنه برابروی او هغوئي د دولتی پالیسۍ یو آلی په توګه کاروي. یو چا ته دا نده معلومه چی آیا عمران دا ځلی پوځ خپل خوا ته لری او کنه
مخالف ګوندونه وئیلو لپاره یوه مختلفه قیصه لری . که څه هم لږ غوندی فرق سره پارلیمان لخوا د لایحو تصویب څخه سمدستی وروسته د پاکستان پیپلزګوند مشر بلاول بهټوزرداری او د پاکستان مسلم لیګ (این) مشر شهبازشریف یو ګډ رسنۍ کانفرانس ته وویل چی حکومت د ایف اې ټی ایف په نوم ملی محاسبی بیورو د تقویه کولو هڅه کوی لدی کبله چی مخالف ګوندونه وچقولی شی . هغوئي وویل چی دا لایحی د تحقیق کونکی ایجنسیو ته قدرت ورپه برخه کوی چی بیله وارنټ یو څوک ئې ګرفتاره کړی ، په پټه عملیات ترسره کړی ، د خبرواترو څارنه وکړی او د کمپیوټر نظامونوته لاس رسی و لری . هغوئي نورخو نور دائې د پاکستان په تاریخ کی یو تورورځ په حیث و بللو . ښاغلی عمران خان په هغوئي تورپوری کړو چی د دیموکراسۍ په سوری کی ځان ئې ساتی . نوموړی مخالف تورن کړل چی د خپل ګټی په خاطر د لایحوتصویب مخه نیسی . نوموړی په یو ډاګیزه وینا کی وویل چی مخالف ګوندونه نورخونور هیواد د ایف اې ټی ایف په تورلست کی ورټیل کړی لدی امله چی خپل په ناوړه ترلاسه سرمایه خوندی کړي
دا ځلی دا هیله شته چی عمران خان دا ځلی هم د خپل هیواد خلکو په ګټه په ایماندارۍ ترهګرو پروړاندی ګام پورته کړی . یا دا هم د هیلی پروړاندی هیله کول وګرځی
Comments
Post a Comment