په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د بیا پرځای کولو مبارزه
لیکنه:معين الدين خان
ژباړه : د هریندر کمار سواتی
په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د راګرځولو لپاره تحریک څو څو ځله پیل شوی او دا تحریک بریالی شوی هم دي . خو له ډیرې مبارزې وروسته د نظامي دیکتاتور حکومت ړنګ شوي او دیموکراتیک حکومت بیرته راژوندی شوي خو فضا د ډیموکراسۍ د ودی لپاره مناسبه نه شوه څنګه چی په دموکراتیکه ټولنه کې وي. لومړی پوځي دیکتاتور ایوب خان و ، چاچی چې په ۱۹۵۸م کال کی په یوې پوځي کودتا کې واک ترلاسه کړ او هغه یې یو انقلاب وباله. هغه لس کاله حکومت وکړ. په ښکاره ډول ، پدې دوره کې دیموکراتیکو ارزښتونو څخه په پراخه کچه سرغړونه شوې ، مګر شاوخوا ۱۰ کاله وروسته ، د خلکو د لاریونونو په پایله هغه له دندې لاس واخیست او د پوځ یو بل جنرال یحیی خان د هغه په ځای کیناست
د هغه واکمني لنډمهاله وه ، خو هغه په ۱۹۷۰میلادی کال کي انتخابات وکړل. د عمومی ټاکنو څخه پس د ختیځ پاکستان عوامي لیګ ګوند په ملي شورا کې ترټولو ډیرې څوکۍ وګټلې مګر واک ورته و نه سپارل شو . داسي مخالفینو ته یې لاره هواره کړه او د یحیی خان پوځ هغوي سره ټکر وکړ. او بل اخره ۱۹۷۱م کال کي ختيځ پاکستان له پاکستان څخه جلا شو او یو نوی هیواد ، بنګله دیش رامینځته شو او د پاکستان په نوم یوازې لویدیز پاکستان پاتې شو
د ذوالفقار علي بوټو پاکستان پیپلز ګوند په پاتې پاکستان کې ترټولو ډیرې څوکۍ وګټلې مګر په ختیځ پاکستان کې يي هيڅ شتون نه درلود. البته په پاکستان کې د ترټولو لوی ګوند په توګه واک ته ورسید او ذوالفقار علي بوټو د حکومت مشر شو . په داسي حال کي چې د نوي اساسي قانون مسوده لاهم نه وه جوړه شوي نو هغه د ولسمشر په توګه په واک کې راغي
عمومي نظر دا و چې پوځ به ماته خوړلو ورسته اقتدار ته ونه ګوري او ډیموکراسي به وده وکړي. مګر دا مفکوره ناسمه ثابته شوه او په ۱۹۷۷ م کال کې د پوځ مشر جنرال ضیا الحق د لومړي وزیر بوټو د لرې کولو لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ د نښتو څخه ګټه پورته کړه او اقتدار یې پخپله قبضه کړ. هغه مذهبي افراطیان ځان سره متحد کړل او پاکستان یې د مذهبي افراطیت سره اشنه کړو ، چې د هغې اغیزه لاهم په پاکستانی ټولنه ښکاري او ورځ په ورځ زیاتیږي. جنرال ضیاالحق یو نا اعلان شوې نظامي اتحاد جوړ کړو.
البته جنرال ضیاالحق په ۱۹۸۸ م کال کې د الوتکې حادثې سره مخ شو او داسي دهغه واک پای ته ورسيد مګر د خپلې دورې پرمهال یې په اساسي قانون کې بدلونونه راوستي وو. ولسمشر ، لومړی وزیر او د پوځ مشر ټول يي په یو نه یو ډول واک سره شریک کړي وو . کله چې د ضیاالحق له مرګ وروسته ټاکنې ترسره شوې ، بېنظیر بوټو لومړۍ وزیره شوه. خو دوه یا دوه نیم کاله وروسته د هغي حکومت د ولسمشر لخوا ړنګ شو. له هغي وروسته ، کله چې ټاکنې ترسره شوې ، نواز شریف لومړی وزیر شو. له دوه نیمو کالو څخه کم وخت کې هغه هم له دندې جدا کړي شو. بېنظیر بوټو یو ځل بیا لومړۍ وزیره شوه خو دا ځل هم له وخته مخکې جلا کړي شوه
کله چې نواز شریف په ۱۹۹۷ م کال کې بیا لومړی وزیر شو ، هغه د پارلمان له لارې د جنرال ضیا د وخت اساسي قانون څخه متنازه مادي لري کړي چې ولسمشر ته یې غیر محدود طاقت ورکړي وو او دا اختيار يي درلود چي حتی هغه ټاکل شوی لومړی وزیر هم لرې کولي شي . مګر پوځ به کله د اساسي قانون پیروي وکړي؟ کله چې نواز شریف د خپل هندي سیال اټل بيهاري واجپایي سره د هند - پاکستان اړیکو د ښه کولو هڅه وکړه ، نو د پوځ مشر دومره په قهر شو چې د کارګیل کمپاین یې پیل کړ او وروسته په همدغه کال ، ۱۹۹۹م کال کې يي نواز شریف له واکه لري کړو. اوس یوځل بیا بیلابیل ګوندونه د نظامي حکومت پروړاندې د دموکراسۍ د بیارغونې لپاره د خوځښت پیل کولو لپاره يو ځاي شول . نواز شریف او بینظیر بوټو په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه. هغه د ډیموکراسۍ منشور هم لاسلیک کړ. وروسته ، د یوې هوکړې له مخې بینظیر بوټو هيواد ته راستون شوه او څو ورځې وروسته نواز شریف هم بیرته راستون شو ، بیا د جنرال مشرف د سقوط وخت راورسېد. هغه د پاکستان د قاضي القضات افتخار محمد چوهدري سره شخړه وکړه او له دندې یې جلا کړو
د قاضي القضات په ملاتړ کې د پاکستان ټول وکیلان مخې ته راغلل او د وکیلانو خوځښت مخ په وړاندې لاړ او د خلکو په خوځښت بدل شو
ټولټاکنې ۲۰۰۷ م په پای کې اعلان شوې ، خو بینظیر بوټو ووژل شوه. پاکستان ته له راتګ دمخه هغه جنرال مشرف ته خبر ورکړی و چې د هغه ژوند په خطر کې دی. ټاکنې د څو ورځو لپاره وځنډول شوې او د ۲۰۰۸م کال په پیل کې ترسره شوې. حکومت د پاکستان پیپلز ګوند تر مشرۍ لاندې جوړ شوی و. ظاهرا" ډموکراسي وه مګر د ځمکې واقعیت بدل نه شو. پوځ لاهم ترټولو پیاوړې اداره وه او اجازه يي نه ورکوله چې په آزاده توګه منتخب حکومت فعالیت وکړي. کله چې نواز شریف په ۲۰۱۳م کال کې لومړی وزیر شو ، نو د پوځ د بدبختیو د مخنیوي لپاره یې ځینې هڅې وکړې . کله چې د نواز شریف حکومت نظامي افسرانو ته لارښوونه وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ په اړه په ټوله نړۍ کې بدنامیږي. نو دا خبر په ځینو ورځپاڼو کې چاپ شوه او بیا پوځ خپل چالونه وښودل او د محکمې او حساب ورکونې بیورو په مرسته یې نوازشریف د سیاسي صحنې نه بي درکه کړو. ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې پوځ د لومړي وزیر عمران خان راوستلو لپاره بیلابیل تکتیکونه وکارول ، خو نن ورځ پوځ په پاکستان کې د ډیموکراسۍ د ځپلو هڅې کوي
مخالف ګوندونو د عمران حکومت د غیر دموکراتیک اقداماتو پروړاندې په اسلام آباد کې ټول ګوندیز کنفرانس تنظیم کړی دی. ځینې یې دا د دیموکراسۍ تحرک غورځنګ بولي. مګر ظاهرا" دا حرکت د عمران حکومت پروړاندې دی. تر دې دمه د دیموکراسۍ تحرک د نظامي قواعدو خلاف و ، مګر دا حرکت یو څه مختلف نوعیت لري. ظاهرا" عمران خان ټاکل شوی لومړی وزیر دی خو عمومي تاثیر یې دا دی چې هغه یو منتخب شوی لومړی وزیر نه دی بلکې یو ټاکل شوی لومړی وزیر دی او د هغه په دوره کې هره انتخاباتي حوزه شکایت کوي. خبریالان ، بلاگران ، هنرمندان ، لیکوالان ، ښځینه ژورنالیستان ، د رسنیو مالکان او اډیټران ټول شکايت کوي . روان تحريک د ریښتینی دیموکراسۍ او د دولت د اساسی قانون د آزادۍ لپاره یو خوځښت دی.
پخواني لومړي وزیر نواز شریف او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم د ویډیو کنفرانس له لارې ټول ګوندیز کنفرانس ته وینا وکړه او د اساسي قانون پیروي کولو باندې یې ټینګار وکړ. ټولي څانګي او مسؤل خلک باید محاسبه شي . دا مبارزه د عمران خان پروړاندي نه ده بلکې د هاغه چا پروړاندي ده چې هغه يي واک ته رسولی

Comments
Post a Comment