پاکستان کې د مطبوعاتو خپلواکي
لیکنه: د ضامن حسین
ژباړه: د ګل رحمن همدرد
په پاکستان کې د مطبوعاتو پر خپلواکۍ تل نېوکې کیږي. همدا څو ورځې د مخه د متجربو خبریالانو ابصارعالم او بلال فاروقي پر وړاندې د سایبر کرایم یا مجازي جرمونو دوسیه جوړه شوه او هغوئ ونیول شول. ابصار عالم د پاکستان الیکټرانیک میډیا ریګولیټري اتهارټي ادارې پخواني مشر دی، چې د نوازشریف په دور کې د ۲۰۱۵ م کال ډسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه هغه د یادې ادارې د مشر په توګه ګمارل شوی وو، مګر د ۲۰۱۷ م کال د ډسمبر په ۱۸ مه نیټه د لاهور سترې محکمې د یوې پریکړې په بهیر کې د هغه ګمارنه غیر قانوني وبلله او هغه مجبور کړی شو چې استعفی ورکړي. بلال فاروقي په ایکسپریس ټریبیون کې د خبرونو د ایډیټور په توګه کار کوي. هغه د تاوتریخوالي د خپرولو په تور نیول شوی وو چې بیا د ده د نیولو پروړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ډیرو نیوکو له امله یې بیا هغه بیرته خوشې کړی وو.
د ابصارعالم او بلال فاروقي نیونه لومړۍ معامله نه ده. له دې مخکې هم خبریالان او لیکوالان ویرول شوي او ګواښونه ورته شوي. د جولای په میاشت کې هم یو صحافي مطیع الله جان هغه مهال له اسلام آباد نه تښتول شوی وو کله چې هغه خپله میرمن د ښوونځي پر لور بیوله. له دولس ساعته اذیت او توهین وروسته چې هغه بیرته راستون شو نو د خپلې تښتونې کیسه یې د یوه ویډیویي پیغام له لارې بیان کړه. هغه داسې دعوا کړې وه چې تښتوونکو به ترې بیا بیا ځله د هغه د مسلکي کار له امله له نوموړي د خفګان اظهار کولو. د نوازشریف په واکمنۍ کې چې د ډان ورځپاڼې د مرستیال مدیر سیرل المیدا سره کوم چلند شوی وو هغه خو به ستاسو ټولو په یاد وي. نوموړي چې کله د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پوځ او حکومت تر منځ د اختلافونو په هکله راپورونه ورکړل نو بیا یې خیر نه وو. حکومت په چټکۍ سره د هغه نوم د هغو کسانو په لسټ کې شامل کړ کوم چې د حکومت د اجازې پرته نشي کولی چې له هېواد نه بهر لاړ شي. د لومړي وزیر نوازشریف دفتر د هغه په راپورونو کې د خپرو شویو ټولو تفصیلاتو تردید کړی وو. یو بل صحافي شهزاد ایشیا ټایمز آنلاین لپاره کار کولو چې د ۲۰۱۱ م کال مئ میاشت کې په پیښور کې وژل شوی وو. همداسې وضعیت له حیات الله سره هم وشو. پر احمد نوراني او حامد میر باندې هم وژونکي بریدونه وشول خو هغوئ له هغو بریدونو ژوندي پاتې شول. عمر چیمه هم تښتول شوی او تشدد پرې شوی وو. یوه ښځینه خبریاله ګل بخاري هم هغه مهال وتښتول شوه کله چې یو ټلویزیوني پروګرام ته روانه وه، په ټوله نړۍ کې د سختو نیوکو وروسته بیا هغه پریښودل شوه. د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د پاکستان یوې ادارې هم په دې کارونو کې د لاس لرلو له امله څوک و نه نیول او نه هم په دې نوم چاته سزا ورکړل شوه. بلکې د دې برعکس بعضې تش په نوم د وطن علمبرداران د دې صحافیانو پر وړاندې په تور پورې کولو کې بوخت وو او د دې ناوړه کړنو دفاع به یې کوله.
تیر کال د عمران خان حکومت په ۲۴ شبکه، اب تک نیوز او د کیپیټل ټلویزیون په شمول په ګڼ شمیر شبکو باندې بندیز ولګولو. پر دې شبکو داسې تور دی چې دوی یواځې د اپوزیسیون ګوند پروګرامونو ته ارزښت ورکوي او د هېواد هیڅ په کیسه کې نه دي. حکومت په بعضې ادارو باندې فشار هم واچولو چې هغوئ باید داسې خبریالان له دندو وباسي کوم چې د دوی پر وینا په استخباراتي ادارو باندې یو له حد نه ډیرې نیوکې کوي. په دې لړۍ کې د طلعت حسین، مرتضی سولنګي، مطیع الله جان او نصرت جاوید نومونه اخیستلی شو چې یا یې پخپله دنده پرېښودله او یا هم وویستل شول
په پاکستان کې ښځينه خبریالانې هم نه بخښل کیږي. همدا تیره میاشت وه چې له ۳۰ تنو څخه ډيرو ښځينه خبریالانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې په اوسني چاپیریال کې د دوی لپاره کار کول خورا ستونزمن دي. په ټولنیزو رسنیو کې دوی ته چټلې چټلې ښکنځلې کیږي، دوی ته ګواښونه کیږي او ویرول کیږي چې له دې امله د هغوئ مسلکي کار اغیزمن کیږي. ډیری وخت پر دوی باندې د حکومت فشار وي چې دوی باید د هغوئ په خوښې کار وکړي. دا هم لیدل شوي چې د ښځینه خبریالانو د بدنامولو لپاره حکومت پر دوی باندې د ولس د دښمنانو تور لګوي او وایي چې د دې خبریالانو ټول خبرونه درواغ او بې بنسټه وي. یواځې دا هم نه بلکې حکومت دا تور هم لګوي چې هغوئ د پیسو په بدل کې درواغ خبرونه جوړوي. په اعلامیه کې له عمران خان نه غوښتنه شوې چې هغه دې د خپل ګوند غړي د ښځینه خبریالانو له زورولو وسپموي
له دې ټولو پیښو دا ثابتیږي چې پاکستان کې پر پوځ باندې نیوکه کول یانې مصیبت ته بلنه ورکول دي. که رسنۍ پر پوځ باندې نیوکه کوي نو دا له هېواد سره بغاوت ګڼل کیږي او د نیوکه کوونکو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کیږي. د پاکستان د غیر حکومتي ادارې، د بشري حقونو کمیسون د کلني راپور پر بنسټ په هغه هېواد کې د خپلې نظریې د بیانولو وضعیت خورا افسوسناک دی. په هېواد کې د ویرې چاپیریال خپور دی او په داسې چاپیریال کې د امنیتي او استخباراتي ادارو لخوا د ترسره شویو ظلمونو په هکله راپور خپرول یو لوی چیلنج دی. حکومت ټولو خبري شبکو او ورځپاڼو ته لارښوونه کړې چې د هر خبر له خپرولو د مخه باید دا و ګوري چې دا خبر خو به د دوی لپاره د مصیبت سبب نه شي. حکوم د خپل ځان او پوځ پر خلاف د خبرونو خپرول کورني امنیت ته خطر بلي. په حقیقت کې د پاکستان حکومت او د هغه ځای پوځي ادارې غواړي چې ټول خبریالان دې خپل مسلکي کار هیر کړي او د دوی په اطاعت کې دې سر ټیټ کړي، د غلامۍ ژوند تیر دې کړي او کوم خلک چې داسې نه خوښوي نو هغوئ دې خپل ځایګی کوم بل چیرته ولټوي. مګر با ایمانه خبریالانو ته شاید داسې کول ممکن نه وي
Comments
Post a Comment