د پولې پر لیکه د پاکستان تپل شوې جګړه دوام لري

لیکنه: د حسین ضامن

ژباړه: د ګل رحمن همدرد


د امریکا او طالبانو تر منځ د اوږدو خبرو اترو وروسته د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د سولې راوستلو په موخه یو هوکړه وشوه. په دې هوکړه لیک کې د نورو خبرو تر څنګ یوه مهمه خبره دا وه چې امریکا په دې توافق وکړو چې د افغانستان له زندانونو به په سلګونو بند طالبان بیرته خوشې کیږي، له طالبانو سره چې کوم دولتي کارکوونکي بندیان دي هغوئ به هم د طالبانو لخوا خوشې کړی شي. له هوکړې سره سم افغان حکومت ګڼ شمیر طالب بندیان آزاد کړل مګر د هغوئ شاوخوا درې سوه تنه هغه بندیان خوشې کول نه غواړي پر کومو چې د ترهګرۍ درانده تورونه لګیدلي. برسیره پر دې آسټرالیا او فرانسې هم د دې زندانیانو د خوشې کیدو مخالفت کړی وو او هغه ځکه چې دې طالب بندیانو د یادو هیوادونو د اتباعو په وژنه کې لاس درلود

په هوکړې کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکرو خبره هم شوې وه خو د یادو زندانیانو د نه خوشې کولو له امله دا خبرې لا تر دې دمه نه وې پیل شوې مګر د شنبې په ورځ بالآخره دا مذاکرات په دوحه کې پیل شول. د سولې دې تاریخي خبرو اترو پرانسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني لخوا وشوه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استاذي زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون کړی وو. د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر هم د ویډیویي کنفرانس له لارې د غونډې په پرانیستونکي تقریب کې وینا وکړه

په اصل کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې خپل پوځونه ژر تر ژره له افغانستان نه وباسي. له همدې امله هغه د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو پر وړاندې یو ډول تسلیمي ورکړه او له دوی سره یې هوکړه وکړه. تقریبآ همداسې یو څه په ویتنام کې هم شوي وو چیرته چې هغوئ په ناوړه توګه بند پاتې وو او له هغه ځایه یې وتل ناشوني وو. په هوکړه لیک خو لاسلیکونه وشول خو امریکا دا خبره یقیني نکړه چې طالبان به د دې هوکړه لیک پاسداري کوي. پر هوکړه لیک د لاسلیک کولو څخه چې د امریکا کومه موخه وه آیا هغه پوره شوه او که نه؟ دا به لا ولیدل شي. د بیلګې په توګه په هوکړه لیک کې پر دې هم توافق شوی وو چې طالبان به د القاعدې په شان جهادي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي مګر طالبانو داسې هیڅ هم نه دي کړي. بلکې د دې برعکس هغوئ د خپل پخواني مشر ملا عمر زوی، ملا یعقوب خپل پوځي مشر وګمارلو. ملا یعقوب ته د زمانې بدنامه ترهګریزې ډلې جیش محمد روزنه ورکړې وه. دا هغه ډله ده کومې چې په افغانستان او هندوستان دواړو هیوادونو کې ترهګریز بریدونه کړي دي

پاکستان د طالبانو لوړپوړی سرپرست دی. د دې جهادي ډلې غړو ته هلته پناه ورکول کیږي. همدا لامل وو چې پاکستان د خپل بهرنیو چارو وزیر په کچه هيت سره د خبرو لپاره طالبان خپل هېواد ته راوبلل. ممکنه ده چې دا وار به طالبانو یواځې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وي مګر دا خو ټولو ته څرګنده ده چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي د هغه هېواد د پوځ او امنیتي ادارې آی ایس آی لخوا جوړېږي او هغوئ دا ټاکي چې د دې 

پالیسۍ په رڼا کې باید دا جهادي ډلې کوم رول ولوبوي

د ناین الیون ۱۱/۹ پیښې وروسته چې کله امریکایي پوځونه افغانستان ته ننوتل نو په هماغه وخت کې پاکستاني پوځ ویلي وو چې امریکایي پوځونه به بالآخره افغانستان پریښودو ته اړ کیږي. د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې خو پاکستان په ظاهري بڼه د امریکا ملتیا کوله خو د پردې تر شاه هغوئ له طالبانو سره مرسته کوله. د طالبانو مشران به پاکستان ته ورتلل او پناه به یې اخیستله. یواځې دا هم نه بلکې هغوئ ته به د ګډو ځواکونو پر وړاندې د جنګیدلو روزنه هم ورکول کیده. هغوئ ته وسلې ورکول کیدلې. د دې خبرې اعتراف پخپله د پوځ پخواني ډیکټاټور جنرال پرویز مشرف کړی وو. د هغه پر وینا چې دا ټول هغوئ په افغانستان کې د هندوستان د شتون له امله کوي. په دې برخه کې په افغانستان کې داسې یو چاپیریال رامنځته کړی شوی وو چې هر کس او نا کس به د جهادیانو مرستې ته چمتو وو. د هېواد تقریبآ ټولې مدرسې د دینې زده کړو پر ځای د جهادیانو په چمتو کولو بوختې وې. مګر په ۲۰۰۷ م کال کې یو څو سیمه ییز ترهګر د پاکستاني پوځ له کنټرول نه بیرون شول او هغوئ د پاکستان د طالبانو تحریک په نوم یو بیل تنظیم جوړ کړ. دې ډلې د پاکستاني پوځ او عامو وګړو په نخښه کول پیل کړل. دې ډلې نه یواځې دا چې د افغان طالبانو په اشاره کار کولو بلکې له حقاني شبکې او القاعدې سره یې هم ټینګې اړیکي وې. پاکستاني پوځ د پاکستان د طالبانو تحریک کلونه کلونه وزغمه مګر وروسته بیا مجبور شول او د دوی پر وړاندې یې سخت اقدامات ترسره کړل. په زړه پورې خبره خو دا وه چې د دې اقداماتو په بهیر کې هغوئ هیڅکله هم افغاني طالبان په نخښه نکړل بلکې هغوئ یې په بیلابیلو قبایلي سیمو کې بیرته ځای پر ځای کړل او له هغوئ سره یې هر ډول مرسته وکړه

پاکستانی پوځ داسې ښکاروي چې ګواکې هغوئ له افغانستان نه د هندوستان د لرې کولو په موخه د جهادیانو او ترهګرو فابریکه چلوي نو له همدې امله یې باید قیمت هم ورکړل شي او هغه قیمت د عامو ولسونو د سرونو زیان دی. ویل کیږي چې د ترهګریزو کړنو او پوځي عملیاتو په بهیر کې له ۷۰ زرو څخه ډیر کسان وژل شوي دي مګر د پاکستاني پوځ جنرالانو ته دا کومه لویه خبره نه ده. د دوی پر وینا چې که چیرې پاکستان غواړي چې د هند او افغانستان یووالی مات کړي نو دا هر څه به زغمي

مګر هند دا واضح کړي چې له افغانستان سره د دوی ملګرتیا غیر متزلزله او خورا قوي ده. دواړه هېوادونه تل ښه ملګري وو او په راتلونکي کې به هم وي. نوی ډیلی هیله مند دی چې د افغانستان له خاورې به د هند خلاف فعالیتونو لپاره ګټې اخیستنې ته اجازه ورنکړل شي

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت