د رسنیو آزادی او په واکمني کی روڼوالی د پاکستان معتبرتیا لپاره اجباری
لیکنه : د حسین زامن
ژباړه: د ممتازولی
رسنۍ د هرځنی جمهوری هیواد څلورم ستن ګڼلی کیږی . د ځنی هیواد معتبرتیا لدغه خبری څخه ټاکلی شی چی د هغی حکومت په کارونو او په پریکړو کی څومره روڼوالی شته ورسره د هغی هیواد رسنۍ څومره آزاد دي. رسنۍ د حکومت په کارونو نظر ساتی او د هغی لخوا کړی شوی صحیح او غلط کارونه خلکو ته رسوی . خو په پاکستان کی رسنۍ اوس مهال ډیر ګران دور څخه ورتیریږی . د رسنیو په کورنیوکی داسی ژورنالستان له نوکرۍ څخه د لری کولو ډیر فشار دې څوک چی امنیتی اداری خواهشونو په سمون کار نه کوی . د رایو څرګندولو کابو له مینځه تللې. پداسی وضیعت کی حکومت هم د معتبرتیا بحران سره مخ دې
د حکومت هرځنی څانګه که په ټولنې کی درایو څرګندولو په آزادۍ د کدغن لګولو هڅه کوی نو د هغی معنا دا ده چی هغه د حکومت او د هیواد په معتبرتیا زبردست وار کوی . په پاکستان کی په راز راز ادارو کی داسی پیښی واقع کیږی . خو ټولو نه مهمه پیښه ۲۰۱۴میلادی کال د اپریل په میاشت کی مخی ته راغلی وه کله چی جیو ټیلیویژیون په خپل لوړ پوړی ژورنالست د قاتلانه برید خبر ورکړو . جیو د هغه وخت د آئي ایس آئي لوئ مدیر د برید مهم کس بللی و
۲۰۱۸میلادی کال د متنازعه ټاکنو څخه وروسته په پاکستان کی په رسنیو بندیزونه پرله پسی زیات شول . وئیلی کیږی چی د عمران خان ترمشرۍ یو کمزور حکومت په اقتدار کی راوستلو لپاره پوځ خپل پوره زور و لګولو . کله چی رسنیو د پوځ په کردار ګوته و نیوله نو د پوځ اداری هغوئي خاموشه کړل. کوم ژورنالستان په سیاسیاتو کی د پوځ پرضد غږ پورته کولو نو هغوئي ته وئیلی شوی و چی هغوئي هم هغسی وکړی څنګه چی هغوئي ته وئیلی شی ګنی نو هغوئي به نوکری دلاسه ورکولې شی . هم داسی و شو چا چی بیله ډار لیکنو ته دوام ورکړو نو هغوئي لکه نجم سیټهی ، نصرت جاوید او مرتضا سولنګی خپل وظیفه دلاسه ورکړله په نړۍ کی جابرانه حکومتونه خپل زیات وخت د ولس د خیرښیګړې باندی پام کولو پروړاندی خپل مخالفین په چقولو وخت مصرف کوی . اوس مهال په پاکستان کی هم داسی روان دي. لومړی وزیر عمران خان د چین ډوله واکمنی زیاته خوښه ده
نوموړی څو واره دا خبره کړیده چی که هغه د چین په شان خپل سوونو په شمیر مفسد مخالفین زندان کړی نو د هیواد اقتصادیات به د نړۍ لویو اقتصادیاتو سره سیالی وکړی . خو حیرانونکی خبره دا ده چی د نوموړی زیاتره مخالفین له مخکی څخه په بندی خانو کی پراته دي یا بیا د هغوئي پرضد د فساد قضئ روانی دي
اوس مهال حال دا دی چی د خلکو لیوالتیا خبری نشی ورکولی کیدی کله چی په رسنیو کی د هیواد په مهمو مسئلو ډیر لږ مباحثې کیږی . په اوسنیو کلو نو کی انګلسی ورځپاڼه ډان د سخت تنقید هدف جوړ کړی شوی و او دغه خوځښت ته پوځی اداری ملاتړ ترلاسه و
په هغو سیمو کی چیرته چی د پوځ ولکه ده هغلته د دغه ورځپاڼی په رسیدو بندیز دې . سربیره پردی حکومتی اشتهارونه هم بند کړی شویدی . د پخوانی لومړی وزیرنوازشریف سره مرکه کولو لپاره یو لوړ پوړی ژورنا لست سیرل المیداکو باغی په بللو په نوموړی محکمی ته راښکلی شو . د هغی وروسته په اسلام آباد کی د ورځپاڼی دفتر نه بهر سوونو په شمیر لاریون کونکو ورځپاڼی پرضد شعارونه پورته کړل او د هغه د بندولو غوښتنه وکړله . وروسته معلوم شو چی دا لاریون کونکی حکومتی مامورین و چا چی پوځ او آئي ایس آئي په حق کی هم شعارونه پورته کول. د یادونی وړ خبره ده چی د ورځپاڼی مدیر ظفرعباس په امریکه کی یوی لمانځنی ته وینا په کولو وئیلی و چی ځان تسلیمول نه بلکی رښتیا وئیل ژورنالزم دې
حکومت د بغاوت په نوم رسنۍ خاموشه کول یو نیک کار ګڼی . دغو ټولو خبرو څخه ثابیتیږی چی په پاکستان کی نه خو د رائ د څرګندولو آزادی ده او نه د هغی په واکمنۍ کی روڼوالې شته .اوس د پاکستان حکومت مخی ته یواځی دوه لاری دي . یا خو هغه په نړیواله کچه خپله څیره لاښه کړی او خپل معتبرتیا د پرځای کولوهڅه وکړی یا بیا خپله هغه څیره او حیثیت وساتی چی په ټولنی کی هیڅ څوک هم هغی ته د ننګونی وړاندی کولو اجازه و نلری . که هغه لومړنی لاره غوره کوی نو هغی ته به دا ثابتول وي چی رسنۍ ته د حکومت صحیح او غلط کارونو ریښتونی عکس د وړاندی کولو بشپړ آزادی ده خو د تاسف وړ خبره دا ده چی هغه نه خو روڼوالې خپلول غواړی او نه رسنیو ته د رائ څرګندولو آزادی ورکولو غواړی . او س خو د پاکستان رژیم له کړو وړو څخه داسی بریښی چی هغه د نن په سیاسی او جغرافیائي سیالی کی د آمرانه او جابرانه حکومتونو په خیمی کی د ګډون کولو پریکړه کړیده
Comments
Post a Comment