د پاکستان د اسلام سپکاوۍ قانون د هغی مخالفینو او اقلیتونو پروړاندی د وسیلی په توګه کارول شوې
لیکنه : د حسین زامن
ژباړه : د ممتازولی
د پاکستان په ښار پیښور کی سږ کال د جولائي په میاشت کی د طاهر احمد نسیم په نوم یوکس د اسلام سپکاوی کولو په تور قتل کړی شو. لدی څخه وړاندی چی پدی قضئ کی په محکمی کی ځنی فیصله اورل شوې وائ یو جنونی کس هم په محکمی کی طاهر په ویشتلو مړ کړو. طاهر احمد نسیم ځان ئې پیغمبر بللو د کوم په تور نوموړی ۲۰۱۸میلادی کال راهیسی د پیښور په مرکزی بندی خانی کی بندی و . دغه پیښی وروسته د طاهرقاتل هیرو جوړ کړی شو . کوموخلکو چی د طاهر د قاتل قصیدی ولوستلی په هغوئي د واکمن ګوند مشرحلیم عادل شیخ هم شامل و
د پاکستان د بشری حقوقو پرچم وړونکی ۶۵کلن بشپ جان جوژف پدی قانون کی اصلاح کولو لپاره لسیزو راهیسی کار کاوه . ۱۹۹۸میلادی کال د مئي په ۶مه نیټه نوموړی د ساهیوال یوی محکمی مخی ته ځنو خلکو سره لاریون کولو چیرته چی څو ورځی د مخه د ایوب مسیح په نوم یوکس ته د اسلام سپکاوی کولو ګناهګار په بللو د مرګ سزا اورول شوې وه . جوژف د محکمی دروازی پوری لاړلو چیرته چی نوموړی مسیح لپاره دعا کولو وروسته خپل له جیب څخه طمانچه په ایستلو ځان ئې و ویشتلو . د بیشپ جوژف ځان وژل نن هم د پاکستان په لمن یو بد رنګه داغ دې
د پنجاب والي سلمان تاثیر ۲۰۱۱میلادی کال د جنورۍ په ۴مه نیټه په اسلام آباد کی و وژلی شو. د نوموړی قاتل د ممتازقادری خوښونکو په اسلام آباد کی د نوموړی هدیره په یوی مقبری په شکل کی تبدیل کړو د کو زیارت کولو لپاره نورو خلکو سره د پاکستان مسلم لیګ ( نواز) لوړ پوړی مشر او پخوانی لومړی وزیر د نوازشریف زوم محمد صفدرهم ورځی
پاکستان ته د اسلام سپکاوې کولو قانون د هغی پخوانی برطانوی واکدارانو څخه په میراث کی ترلاسه شوی چا چی ۱۸۶۰میلادی کال کی د هند په نیمی وچی کی د هندوانو او مسلمانانو جنګ جګړی ودرلولپاره مذهب په تړاو ځنی قوانین جوړ کړی و
د پلټنی لپاره مرکز او امنیتی پوهنی ترمخی ۱۸۶۰میلادی کال او ۱۹۴۷ میلادی کال ترمینځه د اسلام توهین یا سپکاوی کولو په اړه په مقدمو کی یواځی ۷ معاملی ثبتی شوې وې. د هغی وروسته دا قوانین په مشکله کارول شوی . د قضاوت نړیوال کمیوسون یو راپور په سمون ۱۹۷۷میلادی کال پوری د اسلام سپکاوی کولو په اړه په مقدمو کی یواځی لس فیصلی مخی ته راغلی و . هو لدی نه وړاندی ۱۹۷۴ میلادی کال کی دا ضرور وشو چی د ذوالفقارعلی بهټو حکومت په دور کی احمدیه فرقه غیراسلامی و بللې شوه
۱۹۸۰میلاد ی کال او ۱۹۸۶میلادی کال ترمینځ د ضیاآلحق پوځی حکومت ا سلام سپکاوی قانون نور زیات تقویه کړو او پدی کی ۵ نوی مادی ورګډ کړل . ۱۹۷۷میلادی کال څخه ۱۹۸۸میلادی کال پوری د جنرال ضیا په دور کی د اسلام سپکاوی په ترڅ کی په معاملوکی ډیرزیاتوالی راغلی و کله چی خلکو خپل شخصی دښمنۍ بدل اخستلو لپاره دغه قانون په ناجائیزه و کارولو.د سی آر ایس ایس په سمون پدغه موده کی له ۸۰ څخه زیات مقدمی ثبتی کړی شوی . خو کله چی یوی لوړی محکمی دا فیصله ورکړله چی د رسالت سپکاوې له مرګ څخه کم نه وی نو معاملی نوری زیاتی شوی
وضیعت ئې دا دی چی یواځی هغه خلک د جنونی خلکو هدف جوړیږی په چا چی د اسلام سپکاوی کولو تور پوری کړی شوی وي بلکی هغه قاضیان هم هدف جوړولی شی څوک چی د تورن کس په حق کی فیصله ورکوی . له عیسائي مذهب سره مربوط ښځی آسیا بی بی قیصه به تاسو ته یاد وی . ستری محکمی چی کله هغه ټولو تورونو څخه بری کړله نو ملایانو اړه لرونکی قاضی د وژلو لپاره خلک و لمسول . د پاکستان په ټولنی کی مذهبی انتهاخوښونه دومره زیاته نغتی ده چی نورو مذاهبو او او عقائیدو سره اړه لرونکی زغملی کیږی نه
په هرصورت د پاکستان داخلی وضیعت ډیرسنګین دې. مدهبی ګوندونه په سیاست هم خپلی منګولو د ټینګولو هڅی کوی . د دی یوه بیلګه د تحریک لبیک پاکستان ده ، چا چی ۲۰۱۷میلادی کال کی د رسالت سپکاوی کولو په مسئله د حکومت ضد لاریونونو مشری کړې وه . د اندیښنی وړ خبره دا ده چی که د دغوګوندونو زور و نیولو او پدغو قوانینو کی تعدیل ونکړی شو نو ملکی ټولنی او بیا په ځانګړی ډول د اقلیتونو په هیواد کی ژوندی پاتی کیدل به ناممکن شی
Comments
Post a Comment