پاکستان هیڅ جواز نلری چی د ګلګت – بلتستان په وضعیت کی بدلون راولی
لیکنه : د حسین ضامن
ژباړه: د هریندرکمار سواتي
د گلګت بلتستان تر نیولو شاوخوا ۷۰ کاله وروسته ، پاکستان سیمې ته د بشپړ ولایت حیثیت ورکوي. دا سیمه د جمو او کشمیر د پاچاهانو خاوره وه چې د هند لخوا پری دعوه کیږي .د ۱۹۴۷ کال په اکتوبر میاشت کې ، د هند - پاکستان د لومړۍ جګړې په جریان کې ، پاکستان د شمالي سیمو په شمول د جمو او کشمیر ۷۸۱۱۴ مربع کیلومتره ساحه ونیوله. ګلګت بلتستان د شمالي سیمو په نوم هم پیژندل کیږي چې د پاکستان لخوا د اداري دلایلو لپاره کارول کیږي ځکه چې دا یوه لانجمنه سیمه ده
د ۱۹۴۹م کال د اپریل په ۲۸مه نیټه پاکستان دا سیمه له اشغالی کشمیر څخه جلا کړه او ددی مستقیم کنټرول یې خپل کړو. له هغه وروسته ، د ځایی خلکو له لاریونونو باوجود د ۱۹۶۳م میلادی کال د مارچ میاشتی په ۲مه نیټه ، پاکستان ددی ۵۱۸۰ مربع کیلومتره ساحه چین ته وسپارله. د لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ پرمهال دې ته د مرکزي ادارې تر پوښښ لاندې د شمالي سیمی نوم ورکړل شو. په ۲۰۰۹میلادی کال کې ، پاکستان ګلګت بلتستان ته ځواک ورکولو او د حکومت کولو امر تصویب کړ او شمالي سیمو ته یې د خپل حکومت حق ورکړ. ځايي خلکو د دې فرمان په وړاندې سخت احتجاج وکړ او له نړيوالو پريکړو سره سم يې د حکومت غوښتنه وکړه. ۲۰۰۹م کال سپټمبر کې ځایی وضعیت ، د زیربناو تعمیر او بریښنایی پروژو لپاره له چین سره د تړون لاسلیک کیدو راهیسې په ډراماتیک ډول بدل شوی
د ۲۰۱۹م د جنوري میاشتی په ۱۷مه نیټه د سترې محکمې قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ۷ کسيزه ډلی د ګلګت بلتستان د اساسي قانون حیثیت په اړه یوه غوښتنه واوروله او اسلام آباد ته یې اجازه ورکړه چې د اداري حکم ترمیم کړي تر څو په دغه سیمه کی عمومی انتخابات وکړیشی
هند د پاکستان د سترې محکمې پدغه پرېکړې کلک اعتراض وکړ. د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل شوی چې دا پاکستان ته څرګنده کړی شوې چې د جمو او کشمیر او لداخ ټولې سیمې ، په شمول د ګلګت بلتستان ، د هند لازمي او مهمی، نه بیلیدونکی برخی دی او پاکستان باید سمدلاسه خپل واک لاندی ټولې سیمې خالي کړي. نوي ډیلي وویل چې نه د پاکستان حکومت او نه هم قضایه واک لري چې خپلی ولکی لاندی دغه سیمو کې کوم اقدام وکړي
د هند او چین تر منځ سرحدي لانجه لا دمخه روانه ده او اوس د دې شخړې په مینځ کې خپلو ناوړه فعالیتونو ته دوام ورکولو سره ، پاکستان د نومبر په ۱۵ مه په ګلګت بلتستان کې د ټاکنو ترسره کیدو اعلان وکړ ترڅو ورته د بشپړ ولایت حیثیت ورکړل شي. سیمې ته د هیواد پنځم ولایت نوم د ورکولو فعالیتونه ګړندي شوي. د دې میاشتې په ۱۶ مه ، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه او د ای ایس ای مشر لیفټنینټ جنرال فیض حمید ددی موضوع په اړه له ډیرو سیاسي مشرانو سره ولیدل. مخالف ګوندونو ویلي چې دوی به په ضمني ټاکنو کې برخه وا نه خلي ، کوم چې به د ملي شورا رییس اسد قیصر لخوا راوبلل شي. دا د پاکستان حکومت ته لوی ډب دی
د ګلګت بلتستان انتخابات د اګست په ۱۸مه ټاکل شوي وو خو د ټاکنو کمیسیون لخوا دا انتخابات د جولای په ۱۱مه نیټه د کورونا ویروس ناروغۍ له امله وځنډول شول. د دې سیمې خلک تل د ودی او پرمختیا څخه بې برخې پاتی شوي. پداسې حال کې چې نورو ولایتونو ته ډیره پاملرنه شوې ، هیڅ حکومت د دې سیمې پرمختګ ته پاملرنه نه ده کړې. له همدې امله خلک هلته د خیانت احساس کوي
په سیمه کې د زیات شمیر سرتیرو ځای پرځای کیدو له امله ، سیاحت ته وده ونشوه. دلته د شیعه ګانو ښه نفوس شتون لري چې ډیر وختونه د پوځ تعقیب سره مخ کیږي. په دې وروستیو کلونو کې د اسلام آباد پر ضد لاریونونه شوي دي. دا لاریونونه د لویو پروژو له پیل وروسته د دوی د ځمکې او معیشت د له لاسه ورکولو له امله کیږي. په عمومي ډول داسې انګیرل کیږي چې پاکستان د چین تر فشار لاندې په سیمه کې خپل واک ټینګوي
پاکستان لخواه په ګلګت بلتستان کې د ټاکنو د ترسره کولو اعلان وروسته ، هند ټینګار وکړ چې دا سیمه د هند لازمي او مهمه برخه ده چې اسلام آباد نیولې ده. د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د سیمې د وضعیت د بدلولو لپاره د پاکستان هڅه غیر قانوني ده او هیڅکله به په رسمیت ونه پیژندل شي
Comments
Post a Comment