د هند او افریقې ملګرتیا ۱۵ م ډیجیټلي کنقرانس

لیکنه: د اپاراجیتا بیسواس

ژباړه: د ګل الرحمن همدرد

د هند او افریقې ملګرتیا په هکله د هندي صنعت فیدراسیون او ایګزیم بانک ۱۵م ډیجیټلي کنفرانس د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو په ملاتړ په نوي ډيلي کې ترسره شو. یاد کنفرانس د کوویډ ۱۹ وبایي ویروس له امله په مجازي/ آنلاین بڼه دایر شو. په دې کنفرانس کې د هند او افریقا هغو لوړپوړو مشرانو ګډون کړی وو، کومو چې د دواړو سیمو تر منځ د شراکت/ ګډون د پیاوړتیا په برخه کې فعاله ونډه اخیستې. یاد کنفرانس له هند او افریقا نه د لوړپوړو وزیرانو، پالیسۍ جوړوونکو او سوداګریزو مشرانو یوځای کیدو ته یو مجازي پلیټ فارم/ ترتیب، ورکړ. په کوم کې چې د راتلونکي متوالي ګډون لپاره د سیمو تر منځ اقتصادي ښکیلتیاوو د پیاوړي کولو په موخه یوه آډانه یي سټراټيژي د بالمقابلو سکتورونو په لمنځه وړلو سره رامنځته کړه. دا ګام د هغو لسو لارښوونکو اصولو له سلسلې څخه یو دی د کومو یادونه چې لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۸م کال کې د یوګانډا په پارلمان کې پخپله وینا کې کړې وه.


په کنفرانس کې له افریقا نه له ۵۰۰ څخه ډيرو استاذو ګډون کړی وو چې په پرانیستونکو مراسمو کې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت لومړی وزیر ښاغلی سایلویستري ایلونګا، د موریشز مرستیال لومړی وزیر ډاکټر محمد انورهوسنو، د کینیا د بهرنیو چارو د کابنیې وزیره میرمن رایچیلي آوور اومامو او د نایجیریا د سوداګرۍ او صنعت وزیر اوټونبا ني یي آډیبایو مشر میلمانه وو.

د یادونې وړ ده چې افریقا د هند په بهرنۍ پالیسۍ کې یو عنعنوي اړین تمرکز ګڼل کیږي. له ۱۹۹۰ م نه راپدیخوا، هند له دې قارې سره په لوړه کچه خپلې اړیکې پیاوړې کړي دي. درې لوړپوړې ناستې، او مخ پر ډيریدو سوداګري او پانګونه د هند په بهرنۍ پالیسۍ کې د افریقا قارې وده کوونکی ارزښت څرګندوي. سربیره پردې ، د هند او افریقا دوه اړخیزه ملګرتیا د مخ په ودې لوی اقتصاد په توګه د هند مخکښ شهرت سره وده کړې ، او همدارنګه د افریقا نوی اقتصادي تحرک چې له ۲۰۰۰م کال را پدیخوا وده کوي. نن نه یواځې دا چې افریقا د سوداګرۍ لپاره یو پراخه بازار وړاندې کړی بلکې همدا راز د معدني موادو، طبیعي سرچینو او کرهنیزو محصولاتو یوه پرمختللې خزانه هم ده.

دې کنفرانس کې یادو نوښتونو د هند او افریقا تر منځ د پراخه اقتصادي ګډون او ښکیلتیاوو برخې ته یو نه ماتیدونکی لیدلوری ورکړی او په دې برخه کې د هند ژمنو ته عملي بڼه ورکوي.

هند ژمن دی چې په افریقا کې بازار پرانیزي او هندوستانی صنعت وهڅوي چې هلته پانګونه وکړي. دا خبرې د کنفرانس په پرانسیتونکې وینا کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جی شنکر کړي. هغه د هند او افریقا د مخ په ودې اړیکو ستاینه وکړه، او ټينګار یې وکړو چې هند ژمن دی چې، له افریقایي هېوادونو سره د دوی د اقتصادي پراختیا په هڅو کې مرسته وکړي. ډاکټر ایس جی شنکر افریقا لپاره د هند ټینګ عزم په ګوته کړ کوم چې د پرمختیایي ګډون په برخو کې په څلورو ستنو ولاړ دی لکه، سوداګري او پانګونه، ولسونو سره د ولسونو قوي اړیکې، په ځانګړې توګه د ځوانو افریقایانو لپاره د زده کړو او وړتیاوو په برخو کې او همدا راز په همدې وروستیو کې په دفاعي او سمندري امنیت برخو کې استاذولي کول.

هند په ۳۷ افریقایي هېوادونو کې ۱۹۴ پروژې په لاره اچولي. چې له زیربنا نه تر آی سي ټي، د بریښنا تولید او د اوبو ویش او نلدوانۍ، له اورګاډو نه تر سړکونو او له کرنې بیا د بورې تر تولید برخې پکې شاملې دي. د بهرنیو چارو وزیر په تفصیلي بڼه مالومات وړاندې کړل چې څنګه هندي پانګوال توانیدلي چې د افریقایي هېوادونو په بیلابیلو سکتورونو کې یې خلکو ته روزګار برابر کړی. هغه هند د افریقا تر ټولو ثابت قدمه شریک وبله او په چین باندې یې هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې، هندۍ پروژې تل (د نورو توانمندۍ لپاره وي پر ځای د دې چې له محلي ټولنو یې وخوري) او تل د پایدراۍ او پرختګ ډاډ ورکوي. هغه په دې خبرو سره خپله وینا پای ته ورسوله چې دفاعي او امنیتي همکاري په ۲۱ مه پیړۍ کې د هند او افریقا د ګډون اصلي برخه ده.

افریقایي مشرانو د کوویډ ۱۹ وبایی بحران په بهیر کې افریقایي هېوادونو ته د درملو، ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو د لیږلو له امله د هند د سخاوت ستاینه وکړه.

له ۲۰۰۹ م کال راپدیخوا، هندوستان د افریقا په روغتیایي برخه کې د پین افریقا اي نیټ ورک پروژې له لارې پراخه اقدامات ترسره کړي دي. افریقا په فعاله توګه له هندوستان څخه د نړیوالې روغتیا پاملرنې په برخه کې د وړتیاوو لوړولو لپاره په فعاله توګه د مرستې په لټه کې دی، په ځانګړي توګه د منځنۍ طبقې خلکو لپاره چې غوره روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي لپاره نورو هیوادونو ته نشي تللی. افریقایي هیوادونه هم د روغتیا پاملرنې خدماتو لګښت راټیټولو لپاره د ټیلي درملو بهیر پلي کولو په لټه کې دي. د افریقا مشران د ډیجیټلي ساینسي څیړنو، فضا، ساینس او ​​سپوږمکۍ پراختیا پروګرام، او همدارنګه د درمل جوړولو او تولید سکتور برخو کې د هند او افریقا پر همکاریو ټینګار کوي.

یاد کنفرانس کې د نورو برخو تر څنګ د کرهنې، روغتیایي پاملرنې او درمل جوړونې، بریښنا او انرژۍ، زیربنا، تولیداتو، مالي، زده کړو او هنرونو د پیاوړتیا په برخو کې هم د ګډو همکاریو ساحې په ګوته شوې.

د هند او افریقا ملګرتیا په هکله ۱۵ م ډیجیټلي کنفرانس د پولې آخوا ګڼ شمیر نورو ګډو همکاریو برخو ته هم لاره هواره کړه، دا غونډه له هماغه لومړیو یانې ۲۰۰۵ م کال راپدیخوا د هند او افریقا تر منځ د اقتصادي ښکیلتیاوو او ګډون د پراخوالي په برخو کې خورا اغیزمنه ثابته شوې.

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت