په کراچۍ کې د شیعه ضد افراطي ډلو لاریون
لیکنه: معین الدین خان
ژباړه: عبدالقدیم ویاړ
د پاکستان بنسټ ایښودونکی محمد علي جناح د هند په نیمه وچه کې د مسلمانانو لپاره د پاکستان غوښتنه کړې وه او د هغه دا خوب په واقعیت بدل هم شو ، خو هغه پخپله داسې یو مسلمان نه و چې متقي او پرهیزګارواوسي. نه شیعه و او نه سني که څه هم هغه شیعه کورنۍ کې زیږیدلی و خو جناح چې په پاکستان کې د قایداعظم په نوم یادیږي ، ښایي په دې فکر کې به هم نه و چې د هغه د خوبونو ملک پاکستان کې به داسې ورځ هم راشي چې شیعه ګان به کافر د اعلانولو غوښتنه وشي او د دوی لپاره د پاکستان خاوره ډیره محدوده شي. د شیعه ګانو پرضد له تاوتریخوالو ډک لاریونونه به د کراچۍ په څیر د میټرو پولیسو له لوري ترسره شي. د شیعه او سني ترمینځ د شخړې دغلته کومه نوی خبره نده خو په پاکستان کې د تاوتریخوالي دغه شان پیښې خورا خواشینونکې او د غندنې وړ دي. د پاکستان د جوړیدو پر مهال د پاکستان ملاتړ کونکو اوږدې او پراخې ادعاګانې کولې چې پدې نوي هیواد کې به د فکرونو ټول مکتبونه او د بیلابیلو هیوادونو مسلمانان متحد پاتې شي مګر داسې نه شول. د پاکستان له جوړېدو څو ورځې وروسته اختلافات را برسیره شول، د ختیځ او لویدیځ پاکستان ترمینځ فاصله لا پراخه شوه، د ژبې او کلتور تر مینځ واټن دومره پراخ شو چې د ۱۹۷۰کال له ټاکنو وروسته کله چې د پاکستان واکمنانو ولیدل چې د ختیځ پاکستان مشر او د هغه ګوند په ملي پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړی و نو د عوامي لیګ مشر شیخ مجیب الرحمن یې غدار اعلان کړ او بندي یې کړ او د اکثریت رایو له ترلاسه کولو سربیره عوامي لیګ ته واک ونه لیږدول شو، چې په پایله کې یې د مذهب په نوم جوړ شوی هیواد له ۲۴ کلونو وروسته په ۱۹۷۱کال کې د ژبې او کلتور په اساس پر دوو برخو وویشل شو. د پاکستان په پاتې سیمو کې د بیلا بیلو سیمو او ولایتونو د خلکو شکایتونه لږ یا زیات د ختیځ پاکستان د خلکو په څیر دي او ډیر توپیرونه لا شته دي. د مثال په توګه ، د احمديانو د غیر مسلمان اعلانولو غوښتنه یوازې د پاکستان له رامینځته کیدو وروسته وشوه ، حتی تر دې چې په ۱۹۵۰مو کلونو کې کله چې د دې غوښتنې پر بنسټ په پاکستان کې پراخ پاڅونونه پیل شول. په هرصورت په هغو شپو او ورځو کې مذهبي افراطیت هغومره شدید نه و لکه نن چې دی ، هغه وخت وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شوی و خو د افراطیانو کړۍ ورځ په ورځ غښتلې کیدله او په ۱۹۷۴ کې د دوی غوښتنې پوره شوې او احمديان په رسمي ډول غیر مسلمان اعلان شول. که څه هم دا د نظامي واکمن دوره نه وه بلکې واک یو منتخب حکومت سره و چې ذوالفقار علي بوټو یې لومړی وزیر و، کله چې جنرال ضیاالحق د یوې پوځي کودتا له لارې بوټو له واک څخه لیرې کړ او خپله یې واک ترلاسه کړ، نو پاکستان د اسلامیت په نوم مذهبي بنسټپالنې ته مخه کړه. پاکستان د خپل ځان د پیاوړي کولو لپاره له مذهبي بنسټپالو ډلو سره متحد شو او مذهبي او ډلیزه کرکه په خپریدو شوه. په ورته وخت کې د شیعه ګانو پرضد ډیرې منظمې ډلې لکه انجمن سپاه صحابه او لښکر جهنګوي رامینځته شوې چې نه یوازې د عادي شیعه ګانو پروړاندې یې نفرت او تعصب خپاراوه بلکې تاوتریخوالی یې هم پیل کړل. شیعه ګان په ښکاره کافر او د اسلام دښمنان بلل کیدل او د شیعه ګانو د غیر مسلم یا کافر په اعلانولو سره پاکستان د سني دولت جوړولو غوښتنه کوله. هو! لومړی یو نوی اسلامي دولت رامنځته شو او بیا د یوه سني دولت د جوړولو خبرې پیل شوې. او پوښتنه دا ده چې آیا اوس د کرې او ډل ډلبازۍ لړۍ به ختمه شي ؟
په هرحال، وروسته له دې چې احمديان غیر مسلمان اعلان شول د شیعه ګانو غیر مسلمان اعلانولو خبرې را پورته شوې. څوک پوهیدل چې په یو وخت کې به دا دواړه پیښږي، که څه هم شیعه ګان تر دې دمه په پاکستان کې غیر مسلمان نه دي اعلان شوي خو د بنسټپالو ګوندونو لخوا د دوی په نښه کولو یو لوی علت د یوه زیاتو دغو خلکو لخوا هغوی ته د غیرمسلمان په سترګه کتل دي. د دوی پر جوماتونو او امام بارګاهاو بریدونه دوام لري، بنسټپالې کړۍ د دوی په نښه کولو ته دوام ورکوي او دا لړۍ نه ودریږي.څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د بنسټپالو سني ډلو لخوا تنظیم شوی د شیعه ګانو پر ضد لاریون ته هم باید په دې لړ کې په پام کې ونیول شي. بنسټپالې کړۍ د اسلام د سپکاوي قانون د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره د ټولو غوره وسیله ګڼي
د اسلام د سپکاوي پخوانی قانون د جنرال ضیاالحق په وخت کې دومره سخت شوی و چې د مرګ سزا پکې په پام کې نیول شوې وه. له دې قانون څخه په پراخه کچه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او خلک پریکړه کوي چې قانون دې پخپلو لاسونو کې واخلي او د تورنو کسانو کار تمام کړي. ډیرې داسې بیلګې شته چې تورن د محکمې لخوا له پریکړې مخکې وژل شوی. یوه نیمه میاشت دمخه یو تورن په پیښور کې د محکمې یوې خونې ته راوستل شو مګر مخکې له دې چې د محکمې کار پیل شي یوه سړي هغې په تومانچه وویشت او مړ یې کړ. د خپلو شخصي یا سیاسي دښمنۍ لپاره ، ځینې خلک دا تور پر یوچا اوحتی مسلمانانو هم پورې کوي چې د اسلام سپکاوی یې کړ او هدف یې ګرځوي او غیر مسلمان لږکي په ځانګړې توګه پدې کې هدف ګرځول کیږي. په کراچۍ کې د تحریک لبیک پاکستان او تحریک سنت ګوند د شیعه ګانو پر ضد لاریون وکړ او شعارونه یې ورکول چې شیعه ګان کافران دي. دوی غوښتنه کوله چې د محرم دود دې بند شي. ځینې خلکو د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره د لاریون ویډیوګانې شریکې کړې چې پکې له برخه اخیستونکي اوریدل کیده چې ویل یې شیعه ګان کافران دي. په امام بارګاهونو د بریدونو یوشمیر ویډیوګانې هم خپرې شوې. د یادونې وړ ده چې د شیعه ګانو پر ضد ترورېستي ډلوباندې پاکستان کې بندیزونه لګول شوي خو د دوی کرکه پارونکي فعالیتونه پرته له کومې ستونزې دوام لري.
په دې وروستیو شپو او ورځو کې یو شمیر شیعه ګان د اسلام د سپکاوي د قانون له مخې تورن شوي دي. د مثال په توګه یوازې په تیره یوه میاشت کې په پاکستان کې ۴۲داسې قضیې ثبت شوې دي چې پکې شیعه ګان تورن شوي دي. د محرم په ورځو کې ګڼ شمیر شیعه مبلغین هم نیول شوي وو چې د خلفای راشیدینو سپکاوی یې کړی و. په حقیقت کې د شیعه ګانو ضد څپې له ۱۹۸۰ راهیسې په پاکستان کې مخ په پراخیدو دي. یوشمیر منع شوي ګوندونه په دغو کارونو کې په زیاته اندازه برخه اخلي. مګر ځینې وخت دوی د پاکستان د حکومت لخوا هم هڅول کیږي. دا د خدای ورکړۍ پاکستان حالت دی
Comments
Post a Comment