د لومړي وزیر نریندر مودي د من کي بات پروګرام ۱۶ مه برخه



زما ګرانو هېوادوالو نمسکار، د کورونا وبا په دې روان دور کې، نړۍ له ډيرو بدلونونو څخه تیریږي. نن چې دوه متره واټن ساتل یوه اړتیا ګڼل شوې نو د دې برعکس دغه بهیر د کورنۍ د غړو له یو بل سره د نږدې والي سبب هم شوی. مګر د وخت په داسې یوه پړاو کې چې موږ ټول سره یو ځای یو، او له یو بل سره وخت تیروو. نو څنګه باید ځان ډاډمن کړو چې دغه شیبې له خوښیو ډکې کړو؟ که څه هم په یو شمیر کورنیو کې یو لړ ستونزې او ننګونې هم رامنځته شوي او د هغې لامل هم دا وو چې زموږ کورنی ژوند په عنعنوي بڼه پر مخ تللو خو د کورورنا په بهیر کې له بعضې خنډونو سره مخامخ شوی دی. داسې ښکاري چې اکثره کورنۍ داسې هم شته چیرته چې دوه اړخیز درناوی له منځه تللی. نو له همدې کبله د دغه روان بحران په بهیر کې دې کورنیو ته وخت تیرول یو څه ستونزمن شول. د دې یو مهم اړخ دا وه چې، په هره کورنۍ کې به یو نه یو مشر داسې وو چې د ټولنیز ژوند په اړه به یې کیسې کولې او په کور کې یو نوی احساس او نوی قوت ورسره رامنځته کیدلو. دا به هرو مرو موږ احساس کړي وي چې زموږ مشرانو چې کوم کلتور او عنعنات موږ ته په میراث کې پریښې دي هغه څومره با ارزښته وو. نن هم په دې دور کې موږ د هغوئ کمی د زړه له تله احساسوو. او لکه څنګه چې ما وویل کیسې آورول هم یو فن دی. ملګرو د کیسو تاریخ هم همدومره پخوانی دی لکه پخپله انساني تهذیب، چیرته چې یو روح شته هلته یوه کیسه هم شته. کیسې د خلکو تخلیق او افکار رابرسیره کوي. که غواړۍ چې د کیسو قوت احساس کړئ نو هغې مور ته وګورئ چې خپل ماشوم ته خواړه ورکوي او یا یې ویده کوي او هغه ته کیسې آوروي چې د هماغو کیسو له امله ماشوم هم خواړه په سمه علاقمندۍ سره خوري او هم آرامه خوب ورځي. ما د خپل ژوند ډیره برخه په کورنیو عنعناتو کې تیره کړې. لارې عبور کول زما بوختیا وه. هره ورځ به مې یو نوی ځای، نوی کلی لیدلو مګر کله چې به هم زه کومې کورنۍ ته لاړم نو له ماشومانو سره به مې خبرې اترې کولې او له هغوئ به مې غوښتل چې ماته کومه کیسه را واوروئ، نو زه به حیران پاتې شوم چې ماشومانو به راته وویل چې کاکا نه کیسه نه بلکې موږ به تا ته یوه ټوکه در واوروو! او له ما به یې هم غوښتنه کوله چې ټوکه ورته واوروم. څرګنده ده چې له هغوئ سره د کیسو کومه بلدتیا نه وه. دا به داسې ټوکې وې چې د هغوئ په ژوند کې ډيرې عامې شوې وې

ملګرو! په هند کې د کیسو ویلو او آوریدلو ژور تمدن پاتې شوی. موږ ویاړو چې د هغه هېواد اوسیدونکي یو چیرته چې دیهتوپ دیش (لس لارښوونې) او پنچ تنتر(پنځه اصول) کلتور پاتې شوی په کومو کې چې د حیواناتو، الوتونکو مرغانو او پریانو خیالي دنیا انځور کړی شوې، د حکمت او دانایۍ زده کړې په آسانۍ سره په هغو کې تر سترګو کیږي. دلته زموږ په هېواد کې د کتها یا کیسو راوج شتون لري. دا د مذهبي کیسو یوه پخوانۍ بڼه ده چې کتها لاکشیپم یې یوه برخه ده او له دې څخه په آسانۍ سره یو څه زده کړه ترلاسه کیدلی شي. د کیسو زرګونه ډولونه دلته شته. په تایمل ناډو او کیرلا کې د کیسو آورولو یو ځانګړی انداز دی چې ویلو پاټ ورته ویل کیږي. په ویلو پاټ کې د کیسو او موسیقۍ دواړو خوندور ګډون وي. په هندوستان کې د کټپتلي یا نانزکو ګډولو او د هغې له لارې د کیسې بیانولو رواج هم شته. نن سبا د ساینس او ساینس پورې تړلو کیسو هم خورا شهرت موندلی. زه وینم چې اکثره خلک د کیسې ویلو هنر د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي. ما د ګاتهاسټوري ډاټ کام په نوم یو ویب سایټ په هکله مالومات ترلاسه کړل چې د امرویاس او نورو خلکو لخوا پر مخ وړل کیږي. امرویاس د احمد آباد له آی آی ایم پوهنتون نه د ایم بي اې یا ماسټرۍ زده کړو د ترلاسه کولو وروسته خارج ته لاړلو او بیا بیرته هېواد ته راستون شو. اوس هغه په بنګلور کې اوسیږي او د کار سربیره د کیسو لپاره هم وخت باسي. ډیرې داسې نورې هڅې هم شته چې د هندوستان کلیوالي کیسو ته شهرت ورکوي. د ویشالي ویوهارې دیش پانډې په شان ډیر داسې نور خلک هم شته چې دغه بهیر ته په مراټي ژبه کې هم وده ورکوي. د چنای ایالت آغلې ویدیا ویر راګهاون هم زموږ کلتوري کیسې د دوه ویب سایټونو کټهالی او د انډین سټوري ټیلینګ نیټورک له لارې خپروي او په دې برخه کې خورا هلې ځلې کوي. ګیتا رامنیوجن هم د کټهالی ډاټ او آر جي له لارې د کیسو برخې ته تمرکز کړی او همدا راز د په نورو بیلابیلو ایالتونو کې هم د هندي کیسو خپرولو لپاره شبکې جوړې شوي. په بنګلور کې د ویکرم سریدهر په نوم یو کس دی چې د باپو یا مهاتما ګاندي په اړه له کیسو سره ډيره علاقمندي لري. داسې به نور هم ډير کسان وي چې په برخه کې کار کوي، تاسو هرو مور دا خبرې له ټولنیزو شبکو نه له نورو سره شریکې کړئ

نن له موږ سره د بنګلور سټوري ټیلینګ سوسایټي نه خور اپرنا اتهریا او نور غړي هم وصل شوي، راځۍ چې له دوی سره خبرې وکړو، او د هغوئ د تجاربو په هکله یو څه زده کړو

اپرنا: له سلام د عا کولو وروسته زه له تاسو څخه د بنګلور سټوري ټیلینګ سوسایټي لخوا مننه کوم چې موږ ته مو بلنه راکړه

لومړي وزیر: نو ښه به دا وي چې له تاسو سره راغلي خپل ټول ټیم موږ ته راوپیژنۍ ترڅو د من کي بات ټول آوریدونکي دوی وپیژني، او په دې وپوهیږي چې تاسو څه ډول دومره پراخ فعالیت کوئ

اپرنا: ښاغلیه، زه اپرنا اتهلیا یم، زه د دوه ماشومانو مور یم، د هند د هوایي قواوو افسر میرمن او یوه مسلکي کیسه ویونکې یم. د کیسه ویلو پیل مو پنځلس کاله مخکې کړی وو کله چې ما د سافټ ویر په یوه کمپنۍ کې کار کولو. هغه مهال ما په سي ایس آر پروژه کې په رضا کارانه ډول کار کولو، هلته ما دا چانس ترلاسه کړلو چې زرګونه ماشومانو ته د کیسو له لارې زده کړې ورکړم. او دا کیسې چې ما ماشومانو ته آورولې هغه مې له خپلې نیا څخه آوریدلې وې. خو کله چې ما د کیسو آورولو پر مهال د ماشومانو په څیرو خوشالي او خندا ولیدله نو د هغو په هکله هیڅ الفاظ نلرم چې بیان یې کړم، نو هغه وخت ما دا پریکړه وکړه چې سټوري ټیلینګ یا کیسې اورول به زما د ژوند یوه برخه وي

لومړی وزیر: ستاسو په ډله کې نور څوک څوک دي

اپرنا: له ماسره اوس شالیجا سیمپت موجوده ده

له سلام دعا وروسته شیلجا وویل چې زه یوه ښوونکې ووم، د ماشومانو له غټیدو وروسته ما په یوه تیاتر کې کار پیل کړ او باالآخره د کیسو آورول ما ته ډیر خوندور تمام شو، خو اوس له ماسره سمیا هم شته

سمیا: لومړی وزیر صیب سلام، زه یوه ارواه پوه یم، زه چې کله کار کوم نو ماشومانو او لویانو ته د کیسو له لارې تداوي کوم او دوی ته هغه کیسې توضیح کوم. درملنه کول او کیسې آورول زما موخه ده

ارپنا جی شنکر راته وویل چې خوشبختانه ما له مورني نیکه او نیا او پلرنۍ نیا سره د هېواد په ډیرو برخو کې وخت تیر کړی نو له همدې امله د راماین او پوراڼ او ګیتا یانې د هندوانو مقدس کتابونو کیسو آوریدل ماته په میراث کې را په برخه شوي دي. همدا لامل وو چې د بنګلور سټوري ټیلینګ سوسایټي سره وصل شوم. زه باید یوه کیسه ویونکې وی. له ما سره زما بله ملګرې لاوڼیا پرساد هم شته

ما له لاوڼیا سره سلام دعا وکړه، هغې راته وویل چې زه یوه بریښنایي انجینره یم، چې په مسلکي کیسه ویوونکې بدله شوم. ما هم کیسې له خپل نیکه څخه آوریدلي، ما پخپله یوه ځانګړې پروژه کې له ګڼ شمیر مشرانو سره ګډ کار کړی. ما له هغوئ سره مرسته کوله چې خپلو نسلونو ته خپلې مستندې کیسې په میراث کې پریږدي. ما له لاوڼیا نه مننه وکړه او ورته مې وویل چې ما هم یو وار په من کي بات پروګرام کې له خلکو دا غوښته کړې وه چې پخپلو کورنیو کې له خپلو نیاګانو او نیکونو څخه د هغوئ د ژوند په اړه پوښتنې وکړئ، د هغوئ کیسې واورۍ او ثبتې یې کړئ. په راتلونکې کې به مو ډير په درد وخوري. ما له دوی مننه وکړه چې په لږو ټکو کې یې ډیر څه راواورول. اوس خو به د من کي بات زموږ ګڼ شمیر آوریدونکي هم غواړي چې کیسې واوري. آیا زه له تاسو غوښتنه کولی شم چې زموږ دې آوریدونکو ته یو یا دوه کیسې واوروئ؟

ارپنا جی شنکر له ما مننه وکړه او ویې ویل چې دا زما خوش قسمتي ده اوس به د یوه بادشاه په هکله تاسو ته کیسه در واوروم

د بادشاه نوم کریشنا دیو رای او د هغه سلطنت نوم ویجی نګر وو. زموږ دې بادشاه ډيرې ځانګړتیاوې لرلې. که په هغه کې کومه نیمګړتیا وه نو هغه له خپل وزیر تینالي راما سره ډيره علاقمندي او ډير خوراک کول وو. بادشاه به هره ورځ له ډيرو هیلو سره د ډوډۍ خوړلو لپاره کیناستلو چې به کوم څه نوي خواړه چمتو شوي وي، مګر هره ورځ به د هغه آشپز د پخوا په شان ورځني خواړه لکه سبزیجات چې پکې توریان، کدوان، ټینډۍ او داسې نور شیان شامل وو تیارول، یوه ورځ بادشاه د یو ډول خوړو له امله په غوصه شو او دیګ او کاسې یې آخوا وغورځولې، خپل آشپز ته یې وویل چې که سبا دې بیا هم همدا پخواني خواړه پاخه کړل نو په دار به دې وځړوم. آشپز بیچاره وډار شو او په دې فکر شو چې نوي خواړه له کومه کړم، آشپز په منډه منډه د وزیر تینالي رامن خوا ته لاړه او هغه ته یې ټوله کیسه ور واوروله، تینالي رام هغه ته یوه لار وښودله. سبا چې کله بادشاه د ډوډۍ خوړلو لپاره راغللو نو له آشپز نه یې پوښتنه وکړه چې نن دې کوم څه نوي پاخه کړي او که تا په دا وځړوم؟ آشپز په ډار ډارسره عجالتآ دسترخوان برابر کړ او د بادشاه لپاره یې تاوده خواړه کیښودل، په دسترخوان باندې نوې خواړه ولیدل شول، بادشاه هم په بیړې سره وڅکل او له خولې یې ووتل چې واه واه څومره مزه دا خواړه دي، نه د توریانو په څیر پیکه او نه هم د کدوانو په څیر خواږه دي. بادشاه له مزې نه خپلې ګوتې وڅټلې او له آشپز نه یې پوښتنه وکړه چې دا کومه سبزې ده او نوم یې څه دی؟ په کوم ډول دې پخه کړې؟ آشپز ځواب ورکړ چې باشاه سلامت، دا تاج لرونکي تور بادنجان دي، بادشاه سلامت باالکل ستا په څیر دا هم د سبزیجاتو بادشاه دی، له همدې امله نورو سبزیجاتو بادشاه ته تاج په سر کړی، بادشاه ډير خوشاله شو او ویې ویل چې نور به هره ورځ همدا تاج لرونکي خواړه خورو. نه یواځې دا چې زه به یې خورم بلکې په ټول سلطنت کې باید دا خواړه مروج شي او نور به هیڅ هم نه پخیږي. دواړه بادشاه او رعایه ډير خوشاله وو په حقیقت کې دوی یوه نوې سبزي موندلې وه، خو څنګه چې ورځې په تیریدو شوې نو د خلکو علاقمندي کمه شوه، په یوه کور کې چې به د بادنجانو برته پخیده، په بل کور کې به بیا د بادنجانو قورمه، یوه کور کې به بادنجان له شولې پخیدل او په بل کې به بیا له مستو سره یوځای کیدل، یو بادنجان بیچاره به څومره څیرې خپلې کړي. آهسته آهسته بادشاه هم په تنګ شو چې هره ورځ همدا بادنجان پخیږي، یوه ورځ بادشاه بیا آشپز راوغوښته او له هغه یې وپوښتل چې تا ته چا ویلي چې د بادنجان په سر تاج دی، په دې سلطنت کې به سر له سبا نه څوک بادنجان نه خوري بلکې کومه بله سبزي پخه کړه. آشپز وویل، څنګه چې ستاسو حکم وي بادشاه سلامت، او راسآ د وزیر تینالي راما خوا ته ولاړ، د هغه پخې یې ونیولې او له هغه یې مننه وکړه چې مننه وزیر صیب تا زما ژوند وژغوره. ستاسو د مشورو له برکته اوس موږ کولی شو چې بادشاه ته هر ډول سبزي بخه کړو. تینالي رام په خندا وویل چې هغه به لا څه وزیر وي چې ونشي کولی چې بادشاه خوشاله وساتي.

همدا راز د بادشاه کریشن دیو رای او وزیر تینالي راما کیسې جوړیدلې او خلکو به آوریدلې. مننه

ما ارپنا ته وویل چې تا په داسې ځیرکتیا او دقت سره دا کیسه لیکې وه چې که هر څوک یې واوري نو هغوئ به هم ډيره څه په یاد وساتي، په ډير خوندور انداز دې هم راته بیان کړه. موږ باید داسې یو څه وکړو چې ستاسو او نورو ډیرو کیسو ویوونکو له لارې زموږ نوی نسل د تیرو پیړیو د پلرونو، خویندو او میندو له کیسو سره وصل شي. موږ باید داسې یو څه وکړو چې مثبتې او اغیزمنې کیسې زموږ د کورنیو د ژوند یوه برخه وګرځي

موږ له خپلو خویندو دا واوریدل چې څنګه کولی شو چې خپل عنعنات د سټوري ټیلینګ ماډیم له لارې نورو ته ورسوو. کله چې ما له هغوۍ سره په ټيلفون خبرې کولې، نو دا خبرې مو ډيرې اوږدې شوې، بیا ماته فکر راغلو چې موږ خو د من کي بات لپاره یو محدود وخت لرو نو له همدې امله ما دا پریکړه وکړه چې دا ټولې کیسې او خبرې چې موږ کړي دا باید له خپل نریندرا مودي اپلیکیشن کې اپلوډ کړم، تاسو کولی شئ چې دا ټولې کیسې هلته ولولئ. اوس ما تاسو ته د من کي بات په پروګرام کې د هغو خبرو یوه ډيره کوچنۍ برخه در واوروله. زه به هرو مرو له تاسو دا هیله وکړم چې تاسو پخپلو کورنیو کې هر اونۍ د کیسو لپاره وخت ځانګړی کړئ او دا هم کولی شئ چې د هره اونۍ د کورنۍ یوه غړي ته د کیسې لپاره چمتووالی ونیسي، همدا راز دا هم کولی شئ چې دوی ته یوه موضوع غوره کړئ لکه، دلسوزي، حساسیت، شجاعت، فداکاري وغیره هره موضوع غوره کولی شئ او د کور غړو ته یې ورکولی شئ. هغوئ به د دې موضوع په اړه هر ډول څیړنې وکړي او وبه وینئ چې په کورنۍ کې به ټول څومره خوشاله شي، په کورنۍ کې به یو نوی احساس او نوی دستور رامنځته شي. همدا شان موږ یو بل څه هم کولی شو، زه د مذهبي کیسو د آورولو لپاره له ټولو څخه هیله کوم. زه ټولو کیسه ویوونکو ته وایم چې موږ ډير ژر د خپلواکۍ ۷۵مه کلیزه لمانځو، آیا موږ کولی شو چې پخپلو کیسو کې د غلامۍ تورې ورځې، بدې پیښې او ګڼ شمیر انګیزه ورکوونکې پیښې ځای پر ځای کړو په ځانګړې توګه هغه پیښې چې له ۱۸۵۷ م نه تر ۱۹۴۷ م میلادي کلونو کې رامنځته شوي، اوس خپل نوي نسل ته په کیسو کې هغه ټول څه تبلیغ او ترویج کړو، زه باور لرم چې تاسو به ضرور دا کار وکړئ ترڅو د کیسو ویلو دا هنر په هېواد کې نور هم پیاوړی شي او په خلکو کې عام شي. راځئ د دې کار لپاره موږ ټول هڅې وکړو

زما ګرانو هېوادوالو! راځئ چې د کیسو په نړۍ کې اووه سمندره آخوا سفر وکړو، د لویدیځې افریقا له مالي هېواد څخه سیدو دیمبیلې خپله کیسه داسې بیانوي:

خویندو او ورونو سلام، زما نوم سیدو دیمبیلې دی، ما د فبرورۍ په میاشت کې دا فرصت ترلاسه کړ چې د هندوستان تر ټولو لوی مذهبي جشن کومب میلې کې ګډون وکړم. دا زما لپاره ډيره د ویاړ خبره وه. په کومب په میلې کې ګډون ما ته ډير خوند راکړ. د کومب په میلې ګډون سره ما وکولی شول چې د هندوستان کلتور په هکله ډير څه زده کړم. زه هیله مند یم چې یو وار بیا هندوستان ته د تلو فرصت ترلاسه کړم. تر څو وکولی شم چې د هند په هکله نور مالومات هم ترلاسه کړم


ښه نو ګرانو هېوادوالو، څنګه وو له مالي هېواد نه د سید دومبیلې کیسه خوندوره وه او که نه؟ مالي یو لویدیځ افریقايي هېواد دی چې له هندوستان نه ډیر لري په وچه کې راګیر یو هېواد دی. سیدو مالي د خپل هېواد کیټا ولایت په یوه کلي کې ښوونکی دی، ماشومانو ته د انګلیسي، موسیقي، رسامي او نقاشۍ په برخو کې درس ورکوي، مګر هغه یو بل شناخت هم لري، خلک هغه ته د هندی شخصیت وایي، هغه په دې خبرې ډير خوشالیږي او ویاړ پرې کوي. هغه په مالي کې هره یکشنبه د یوه ساعت لپاره له غرمې وروسته یو رادیویي پروګرام وړاندې کوي چې نوم یې دی انډین فریکوینسي آن بالیووډ سانګز یانې د بالیووډ سندرې په هندي څپو کې، له هند سره د ډيرې مینې له امله له تیرو ۲۳ کلونو راهیسې نوموړی دا دنده ترسره کوي. د دې پروګرام په بهیر کط هغه په فرانسوي او مالي ژبې فریکا هم تبصره وړاندې کوي کومي ته چې بومبارا ویل کیږي او هغه دا تبصره په ډير خوندور انداز وړاندې کوي. له هند سره د هغه د ډيرې مینې یو دلیل دا هم دی چې نوموړی د آګست په پنځلسمه نیټه زیږیدلی دی. سیدو اوس د هرې یکشبنې په ورځ یو بل یو ساعته پروګرام هم پیل کړی چې په فرانسوي او بمبارا ژبو د یوه هندي فلم ټوله کیسه پکې آورول کیږي. کله کله د کومې احساساتي صحنې پر مهال هغه د خپلو آوریدونکو سره یو ځای په ژړا شي. د سیدو پلار هغه له هندوستاني کلتور سره بلد کړی وو. د هغه پلار په سینما او تیاتر کې دنده ترسره کوله، چیرته چې به د هندي فلمونو نمایش هم کیدلو. د دې ۱۵م آګست په ورځ هغه هندوستانیانو ته د یوې ویډیو له لارې د خپلواکۍ ورځي مبارکي وړاندې کړې وه. نن د هغه ماشومان ډیر په آسانۍ سره د هندوستان ملي سرود زمزمه کولی شي. تاسو دا دواړه ویډیو ګانې هرو مرو وګورۍ او له هند سره د هغه مینه احساس کړئ. سیدو چې کله کومب میلې ته د یوه هیت په ملتیا تللی وو نو هغه مهال ما له دې هیت سره ولیدل، له هندوستان سره د هغه مینه او احساس په رښتیا هم چې زموږ لپاره ډير د ویاړ خبره ده

زما ګرانو هېوادوالو، زموږ خوا ته ویل کیږي چې، څوک چې هر څومره ټینګ له ځمکې سره نخښتی وي نو د هر ډول طوفان پر مهال هم په هماغه اندازه قوي وي. د کورونا په دې ناورین کې زموږ په کرنیزه برخه کې زموږ بزګرانو یو وار بیا خپله پیاوړتیا وښودله. ملګرو، زموږ د هېواد کرنیزه برخه او بزګران، خپل ځان بسیا یا آتم نیربهر بهارت پروګرام بنسټ ګڼل کیږي. که هغوئ پیاوړي وي نو د آتم نیربهر بهارت نسټ به پیاوړی وي. په تیرو نږدې وختونو کې، دې برخې ځان له ډيرو خنډونو څخه آزاد کړی دی، او ځان یې له ډيرو ستونزو څخه خلاص کړی دی. ما د ډیرو داسې بزګرانو کیسې ترلاسه شوي، زه د بزګرانو له ټولنو سره خبرې کوم، چې ما ته په دې برخه کې د نویو اړخونو او له هغو څخه د نویو بدلونونو د راتلو په هکله ماته مالومات راکوي. هغه څه چې ما له هغوئ آوریدلي او له نورو مې هم آوریدلې غواړم چې نن یې د من کي بات پروګرام له لارې له تاسو سره شریکې کړم. زموږ یو بزګر د هریانا په سوني پت سیمه کې اوسیږي چې شري کنورچوهان نومیږي. هغه موږ ته وویل چې داسې یو وخت هم وو چې له منډوی نه بیرون چې به یې سبزیجات پلورل نه له ډيرو ستونزو سره به مخ کیده، تر دې چې د سبزۍ او میوې پلورلو پر مهال به یې کراچۍ هم ضبط کیدله، خو په ۲۰۱۴ م کال کې سبزيجات او میوې له اې پي ایم سي مادې نه وویستل شوې. دې کار سره هغه ته او د شاوخوا نورو بزګرانو ته ډيره ګټه ورسیده. څلور کاله مخکې هغه د خپل کلي ټولو بزګرانو سره یو ځای د بزګرانو د تولیداتو یوه ټولنه جوړه کړه. اوس د هغه کلي بزګران د جوارو بیل بیل ډولونه لکه سویټ کارن یا خواږه جواد او بیبي کارن یا تنکي جوار کري. د هغوئ حاصلات اوس د ډیلي آزادپور منډیي کې په پرچون ډول فایف سټار هوټلونو ته توزیع کیږي. نن له همدې دوه حاصلاتو څخه د کلي بزګران په اوسط ډول هر کال له یوه ایکړ یا دوه نیم جریبه ځمکې څخه دوه نیم نه تر درې لکه روپیو پورې عاید ترلاسه کوي. یواځې دا هم نه، د دې کلي له ۶۰ څخه زیاتو بزګرانو شنې خونې جوړې کړي چې په هغو کې بادنجان رومي، بادرنګ، تره او ډولمه مرچو بیلابیل ډولونه کري او هر کال له هغه څخه له لسو څخه تر ۱۲ لکه روپيو پورې عواید ترلاسه کوي. آیا تاسو پوهیږۍ چې دا بزګران کوم بیل څه دي؟ دوی د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره دا توان لري چې په چا او چیرته یې وپلوري. او همدا توان دی چې د دوی د پرمختګ سبب شوی. اوس همدا توان د هېواد ټولو بزګرانو ته هم ورکړل شو چې خپل سبزیجات او میوې او نور محصولات په هر ځای کې چې وغواړي ویې پلوري، لکه وریژې، غنم، شړشم او نور ټول هغه څه چې دوی یې کري. هر چیرته چې دوی ته ښه قیمت ترلاسه کیږي همالته یې د پلورلو آزادي لري

ملګرو، درې یا څلور کاله مخکې په مهاراشټرا کې د سبزیجاتو او میوو برخه د اې پي ایم سي له دایرې بیرون کړی شوې وه، دا چې دغه اصلاح د هغه ایالت د سبزیجاتو او میوو د بزرګرانو په ژوند کې څومره بدلون راوستلو د هغې بیلګه تاسو د سري سوامي سمرټهـ فارم تولیدونکې کمپنۍ نه ترلاسه کولی شئ. دا د تولیدوونکو بزګرانو یو تنظیم دی. د پونې او ممبئ بزرګاران پخپله هره اونۍ بازار ته ځي. په منډیانو کې تقریبآ د ۷۰ کلیو شاوخوا څلورنیم زره بزګرانو محصولات پرته د کوم منځګړي شخص څخه نیغ په نیغه پلورل کیږي. کلیوالي ځوانان په دغه منډیي کې د کرنې او پلورنې په کار کې نیغ په نیغه دخیل دي. د دې ګټه نیغ په نیغه د هماغو کلیو بزګرانو او ځوانانو ته رسیږي او دوی ته روزګار برابریږي. بله بیلګه یې د تامل ناډو د هغه وخت ولسوالۍ ده ، هلته د تامل ناډو د کیلو کروندګرو تولیدي شرکت دی، دا د کروندګرو تولید شرکت یوازې په نوم شرکت دی. په حقیقت کې ، دې کروندګرو یوځای یوه ډله جوړه کړې. دا یو ډیر انعطافي سیسټم لري، او دا پرمختګ هم پنځه شپږ کاله د مخه شوی. د بزګرانو دې ډلې په سلګونه میتریک ټنه سبزیجات ، میوې او کیلې د کورونا بندیز په جریان کې د نږدې کلو څخه په بیه اخیستي او د چینای ښار ته یې د سبزیجاتو یو کمبو کیټ په بڼه رسولي دي

تاسو یوازې دا فکر وکړئ، چې دوی څومره ځوانان په دندو ګمارلي او په زړه پورې حقیقت دا دی چې د مینځګړو خلکو د نشتوالي له امله نه یوازې کروندګر ګټه پورته کوي بلکې مصرف کونکي هم ترې ګټه اخلي. د کروندګرو یوه ورته ډله د لکنو ښار اوسیدونکي دي. دوی خپل ځان ته اراده نوم ورکړی، بزګران تولید کونکي او دوی هم د کورونا بندیزپه جریان کې ، د کښت کونکو له ځمکو څخه میوې او سبزۍ په مستقیم ډول اخیستلې او په مستقیم ډول یې د لکنو په بازارونو کې له مینځګړو څخه پرته پلورلې او هر هغه قیمت یې ترلاسه کولو کوم چې دوی غوښته

ملګرو، اسماعیل بهاي د ګجرات د بناسکانتې په رامپور کلي کې یو بزګر دی. د هغه کیسه هم په زړه پوري ده. اسماعیل بهای غوښتل چې کرونده وکړي، مګر لکه څنګه چې اوس مهال د کروندګرۍ په هکله دا عام ده نو دهغه کورنۍ هم د اسماعیل بهای د خیالاتو پر وړاندې مخالفت وکړلو. د اسماعیل بهای پلار هم په بزګرۍ مشغول وو خو هغه به تل په دې برخه کې زیان ګاللو. نو له همدې امله د هغه پلار د اسماعیل د خبرې مخالفت وکړلو، د کورنۍ د غړو د مخالفت سربیره بیا هم اسماعیل بهای د زمیندارۍ کولو پریکړه او اراده وکړه. هغه اراده وکړه چې دی به د بزګرۍ له برخې د زیان نوم لرې کوي او دې وضعیت ته به بدلون ورکوي. هغه کرونده پیل کړه، په نیو لارو چارو او د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره هغه د قطره یي اوبو ورکولو استعمال وکړلو او کچالو یې و کرل او نن د هغه کچالو د هغه د شناخت یوه وسیله ده. هغه د خورا لوړ کیفیت کچالو کري. اسماعیل بهای دا کچالو په مستقیمه بڼه په لویو شرکتونو باندې پلوري. مینځکړی شخص په دې کې هیڅ دخالت نلري. اوس هغه د خپل پلار ټول پورونه پرې کړي دي. او آیا تاسو خبر یاست؟ نن اسماعیل بهای پخپله سیمه کې له سلګونه کروندګرو سره هم مرسته کوي او د هغوئ ژوند هم بدلوي

ملګرو، په اوسني وخت کې که موږ هر څومره د کرنې لپاره عصري بدیلونه وړاندې کړو، نو دا به په هماغه اندازه د نويو اختراع ګانو او تخنیکونو سره پرمختګ وکړي. د ماني پور بیجي شانتي د هغې د نوي اختراع لپاره په خبرونو کې ده. هغې د لوټس ډډ څخه د تار رامینځته کولو لپاره پیل وکړ. نن ورځ د هغې هڅې او نوښتونو د کمل کرنې او نساجي برخو کې نوې لارې خلاصې کړې

زما ګرانو هیوادوالو، زه غواړم تاسو زموږ تیرې دورې ته بوځم، دا د ۱۰۱ کاله پخوانۍ کیسه ده. ۱۹۱۹ م کال وو چې د انګلیس واکنانو په جلیانوالا باغ کې بې ګناه ملکي کسان ووژل، د دې ډله ییزې وژنې وروسته ، یو دولس کلن ماشوم د پیښې ځای څخه لیدنه وکړه. هغه یو خوښ او ځیرک هلک وو مګرهغه څه چې هغه په جلیانوالا باغ کې ولیدل هغه له تصور نه هاخوا حق حیران پاتې شو چې څنګه یو څوک دومره بې رحمه کیدلی شي. دا بې ګناه هلک د قهر په اور کې سوځیدلی وو. په جلیانوالا باغ کې، هغه د انګلیس له حاکمیت سره د مبارزې ژمنه وکړه. ایا تاسو پوهیږئ چې زه چا ته اشاره کوم؟ هو! زه د شهید ویر بھګت سینګ په اړه خبرې کوم. سبا د سپټمبر په ۲۸ مه به موږ د شهید ویر بھګت سینګ کلیزه ولمانځو. زه به د بګهت سین د ویاړونو، زړورتیا او میړانې د لمانځنې په موخه له خپلو هیوادوالو سره یوځای یم. ایا تاسو تصور کولی شئ چې داسې یوه امپراتوري، چې د نړۍ په ډیرې برخې باندې یې حاکمیت درلود، اکثرا داسې ویل کیده چې لمر هیڅکله هم پدې امپراتورۍ نه تیریږي - دا ډول قوي امپراتورۍ له دې ۲۳ کلن هلک څخه ویریدلې وه. شهید بهګت سینګ هومره جنګیالي وو څومره چې هغه یو عالم او یو مفکر وو. بھګت سینګ د خپلو انقلابي ملګرو سره، پرته له دې چې د خپل ځان پروا وکړي، دا ډول زړور اعمال ترسره کړي، کومو چې په هیواد کې د آزادۍ ترلاسه کولو کې لوی اثر درلود. د شهید ویر بھګت سینګ د ژوند بل زړه راښکونکی اړخ دا دی چې هغه د ډله ییز/ ټیم کار اهمیت څخه ستاینه کوله

که د لالا لاجپت رای په اړه د هغه عقیدت وو او یا هم که د هغه انقلابي ملګرو سره د هغه ملګرتیا لکه چندر شیکر آزاد ، سکهـ دیو ، راجګورو او داسې نور، شخصی ویاړونو د هغه لپاره هیڅ اهمیت نه درلود. تر کومه چې هغه ژوندی وو د هغه یواځینۍ یوه موخه وه او دهغې لپاره یې ژوند کاوه او په همدې هڅو کې یې خپل ژوند قرباني کړ- دا دنده د هندوستان له بې عدالتۍ او د برتانیا د حکومت څخه آزادول وو. ما په نامو ایپلیکیشن کې له حیدرآباد نه د اجی ایس جي یوه تبصره ولوستله. هغه لیکي چې، د نن ځوانان څنګه د بھګت سینګ په څیر هڅه کولی شي؟ ښه وګورئ؛ موږ ممکن د دې وړتیا ولرو چې د بهګت سینګ په څیر شو، مګر د بهګت سینګ له خپل هیواد سره ډیره مینه لرله، هماغه هڅونه وه چې هغه یې د هغه هیواد لپاره یو څه کولو ته وهڅولو او زه باور لرم چې په یقین سره زموږ ټولو په زړونو کې هم هماغه تحرک شتون لري. دا به شهید بهګت سینګ لپاره زموږ لخوا ترټولو لوی ستایل وي. څلور کاله وړاندې، د دې وخت شاوخوا، نړۍ د عملیاتو پرمهال زموږ د پوځیانو زړورتیا، او میړانه ولیدله. زموږ زړورو سرتیرو یوازې یو ماموریت او یو هدف درلود. په هر قیمت سره زموږ د مورنۍ خاورې هندوستان ساتل وو. دوی د خپل ځان هیڅ پرواه ونکړه. دوی د خپل فرض په لار کې پرمخ ولاړل او موږ ټول شاهدان یو چې دوی څنګه بریالي راووتل. دوی د مور هند وياړ لوړ کړ

زما ګرانو هیوادوالو ، په راتلونکو ورځو کې به موږ هیوادوال ګڼ شمیر هغه ستر شخصیتونه په یاد ولرو چې د هند په جوړولو کې یې د نه منلو وړ مرسته کړې. د اکتوبر دویمه زموږ ټولو لپاره نیکمرغه او الهامي ورځ ده. په دې ورځ، موږ د ما بهارتي دوه لوی زامن - مهاتما ګاندهي او لال بهادر شاستري په یاد لرو. د باپو افکار او نظریات د پخوا په پرتله اوس ډیر اړین او مناسب دي

د مهاتما ګاندهي اقتصادي اصول، که چیرې موږ د دوی روحیه درک کړې وای ، دا مو په عملي توګه پلي کړي وای، نو د نن ورځې اتمانیربھارت یون ته هیڅ اړتیا نه وه. د ګاندهي جي اقتصادي لید د هیواد نبض درک کړی وو او په دوی کې د هند بوی شتون درلود

د باپو ژوند موږ ته دا یادونه کوي چې ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ ټولې کړنې باید داسې وي چې د بې وزلو او محرومو خلکو د هوساینې لامل شي. په ورته ډول، د شاستري صیب ژوند موږ ته د عاجزۍ او سادگۍ پیغام راکوي. د اکتوبر ۱۱ مه هم زموږ لپاره ځانګړې ورځ ده. په دې ورځ، موږ د بهارت رتن لوک نایاک جیا پرکاش نارائن صیب د زیږون کلیزه په لمانځو. جي پي زموږ د ډیموکراټیکو ارزښتونو په ساتنه کې مخکښ رول لوبولی. موږ د بهارت رتن نانا جي ديشمکھ هم په یاد لرو، چې د زیږون کلیزه یې هم په ۱۱ مه نېټه ده، ناناجي دیشمکھ ، د جیا پرکاش نارائن جي یو نږدې ملګری و. کله چې جی پي د اداري فساد په وړاندې صلیبي مبارزه کوله، په پټنا کې په هغه باندې یو احتمالي وژونکی برید ترسره شو. ناناجي دیشمکھ په دې برید کې سخت ټپي شو مګر هغه د جی پي ژوند په بریالیتوب سره و ژغورلو. د اکتوبر په ۱۲ مه نیټه د راجماتا وجیه راجې سیندیا جي د زیږون کلیزه هم ده - هغې خپل ټول ژوند د خلکو په خدمت کې وقف کړی وو. هغه د شاهي کورنۍ څخه وه او د شتمنۍ، ځواک او نورو منابعو هیڅ کمښت یې نه درلود. حتی بیا هم، هغې خپل ټول ژوند په عامه خدمت کې تیر کړ، لکه څنګه چې یوه مور خپل ژوند د اولاد لپاره وقف کوي. هغې خورا سخاوتمند زړه درلود

دا د آکتوبر ۱۲ مه نیټه به د هغې د زیږون د سلمې کلیزې مراسم پای ته ورسوي او نن هم کله چې زه د راجماتا جی په اړه خبرې کوم، ما ته د هغې یوه احساساتي پیښه را په یادیږي. زه دا ویاړ لرم چې له هغې سره مې ډیر کلونه کار کړی، ډیری پیښې شتون لري چې یادونه یې وکړم. په هرصورت، زه د یوې ځانګړې پیښې شریکول غواړم. موږ په ایکتا یاترا مذهبي مراسمو کې وو، چې د کشمیر کنیاکوماري پر لور روانه وه. یاترا د ډاکټر مرلي منوهر جوشي جی تر مشرۍ لاندې روانه وه. دا سخت ژمي وو، د ډسمبر او جنورۍ میاشت وه. د شپې ناوخته، شاوخوا ۱۲ یا یوه بجه وه، موږ په مدیا پردیش کې ګویلایر ته نږدې، شیوپوري ته ورسیدو. په هغه ځای کې موږ غوښتل چې پاتې شو، ځکه چې موږ د ورځې له سفر نه ډیر ستړي وو، نو تازه به شو او خوب به وکړو او د سهار لپاره به هم چمتوو شو. دا د دوو بجو شاوخوا وه چې ما له لمبلو وروسته د خوب لپاره چمتووالی نیولی وو، چې په دروازه کې مې غږ واوریده. ما دروازه خلاصه کړه او دا راجماتا صیب وه چې زما په مخ کې ولاړه وه. زه د راجماتا صیب په لیدو حیران شوم، هغه هم د ژمي په دومره سړه شپه کې. ما ورته خپل درناوی وړانې کړ او ومې ویل - "مورجانې، تاسو پدې نیمه شپه کې؟" هغې وویل " زویه، دا تاودې شیدې وڅښه او وروسته بیا ویده شه". هغې پخپله دا شیدې راوړي وو. په هرصورت، کله چې ما بلې خوا ته وکتل، دا یوازې زه نه ووم! بلکې هغې د سفر ټولو مسافرانو څخه چې شاوخوا ۳۰-۴۰ کسان ووحتی زموږ د موټر چلوونکو او نورو کارګرانو په ګډون د ټولو خونو څخه لیدنه وکړه او پخپله یې ډاډ ترلاسه کړ چې موږ ټولو د شپې دوه بجې شیدې درلودې! زه به هیڅکله هم دا پیښه هیره نکړم ځکه چې دې پيښې ماته د مور د مینې په اړه درس راکړ

دا زموږ ښه بخت دی چې دا ډول لویو شخصیتونو د دوی په قربانيو او خپلو هلو ځلو سره د هند خاوره ساتلې ده. راځئ، چې ټول یوځای د داسې هندوستان جوړولو لپاره هڅه وکړو، چې دا عظیم شخصیتونه پرې ویاړ وکړي. د دوی خوبونه باید زموږ لپاره هڅونه وي! زما ګرانو هیوادوالو، پدې کورونایي وخت کې به، زه یوځل بیا تاسو ته یادونه وکړم، تل ماسک واغوندئ او د مخ پوښلو څخه پرته بهر مه اوځئ، ټولنیز واټن به تاسو او ستاسو کورنۍ وساتي. دا څو مقررات د کورونا په وړاندې زموږ په مبارزه کې وسلې دي، د هر وګړي ژوند خوندي کولو لپاره یوه قوي سرچینه ده. او راځئ چې دا هیر نکړو، تر هغه وخته چې موږ کوم واکسین ونلرو، موږ به په خپلو هڅو کې پاتې نه شو. که تاسو صحتمند اوسئ، ستاسو کورنۍ صحي پاتې کیږي، له همدې هیلو سره، زه تاسو ټولو څخه مننه کوم! نمسکار!

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت