د شین - ستراتیژیک ملګرتیا سره د هند - ډینمارک اړیکو بیا تنظیمول



لیکنه: د پروفیسور اومو سلما باوا

ژباړه : د ممتازولی 

لومړی وزیرنریندرمودی او د نوموړی همسیالې ډینمارک لومړی وزیری میټی فیریډې ریکسن یوه مجازی ناسته ولرله لدی کبله چی د دوه اړخیزو اړیکو کره کتنه وکړي . د کوویډ۱۹ وبا او په اقتصادیاتو د هغی اغیزی له کبله د بدلیدونکی نړیوال جوړښت له مخی دواړو مشرانو په یو هیواد اتکا لرلو نه وړاندی د نړیوال کچی سپلائۍ ځنځیر متنوع ګرځولوپه اړتیا ټینګار وکړو . لومړی وزیر مودی وویل چی هند د داسی تنوع والی لپاره جاپان او آسټرالیا سره لګیا دی کار کوی او دا بیان د هند او چین په پوله د اوسنی شخړې په تناظر کی تړاو لري 

هند او ډینمارک اوږدی مودی راهیسی اړیکی لر ی کله چی ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹میلادی کال کی د هغه وخت د ډینمارک لومړی وزیر انډرس فوغ راسموسین د هند لیدنه ترسره کړې وه . خو د کیم ډیوی بیرته سپارلو له کبله څوک چی په پورولیا کی د وسلو غورځولو په قضئ کی د ډینمارک یو تابع تورن و نو ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمینځه اړیکی خنډ سره مخامخ شول . دواړو خواو ترمینځه رسمی اړیکی د ۲۰۱۶ میلادی کال په آخر کی پرځای شول . د وزارتی کچی ناستو سربیره لومړی وزیر مودی ۲۰۱۸میلادی کال کی په سټاک هوم کی په لومړنی ناردیک ستری ناستی په دوران د ډینمارک لومړی وزیرلارس لوکی راسمو سین سره لیدلی و کوم چی داښائي چی تیره مسئله د نوی ډیلی او کوپین هیګن د ورکړی راکړی آئینده تشریح نکړی . ډینمارک په ګاندهی نګر کی د ۲۰۱۹میلادی کال د خوځنده ګجرات نړیوال په ستری ناستی کی انډیوال هیواد و او لوړی وزیر راسموس سین د هندلومړی وزیر سره خبری اتری کړې وې 

د تیرو دریو کلونو په دوران د هند او ډینمارک اړیکو یوه ځانګړی وده لیدلی ده . اوسنی مجازی ستری ناستی کی دوه اړخیز اړیکو جوړښتونه یو شین ستراتیژک انډیوالۍ کی ولیدلی شوی کله چی په تجارت، سوداګرۍ او انرژۍ پام وکړی شو. څنګه چی دبهرنیو چارو وزارت دا خبره څرګنده کړی چی دا ئي د یو نوې دور انډیوالی ده کوم چی ګډ ګټور په توګه ګڼل شی او د کوم موخه دوامدار او شین اقتصادیاتو ودی ده ورسره په ګډه د نړیوال ننګونو حل کول دی او د پارس هوکړی په پلی کولو پام متمرکز کوی واړه خواوې دویم ناردیک هیوادونو ستری ناستی ته هم موفق شوی کوم چی هند د پنځه اروپائي هیوادونو کوچنيډلی سره ژورې خبرو اترو ته راولی کوم چی په ټکنالوژۍ ، اقلیم بدلون ، نوښت او احصا یو لیږدونی کی ټینګ مشران دي. د شین ستراتیژک انډیوالۍ هدف د همکارۍ زیاتول او متمرکز همکارۍ د لاری د ګټو ترلاسه کولو دې. پدی کاریز چوکاټ کی انرژی او اقلیم بدلون د لست په سر کی دي او د تجدید وړ انرژۍ سپلائي زیاتول دي کله چی په اقلیم اغیزه کمه کړی شی . نړیوال لمریز ایتلاف یوه بله پرمختیا ترلاسه کړه کله چی ډینمارک پدی کی ګډون کولو ته رضا شو. دا د نوي کیدونکي انرژۍ په هڅو کې د هند وده کونکي مشرتابه رول لپاره یو ټینګ بیان دې 

دواړو خواو موافقه کړی چی په اوبو او نوبتی اقتصادیاتو همکاری و غزوی کوم چی د ګډ ټکنالوژۍ ایتلاف د لاری د بیلا بیل اوبو استهلاک او فضله توکو مسئلوحل کولو لټه کوی . د پام وړ یو بل ډګر دوامدارښاری ودی او سمارټ ښارونو دی کوم چی د نوی ډیلی په اولتونو کی په سر کی دې کله چی په هیواد کی ښاری کیدل وده مومی 

کله چی دواړو خواو تجارت، سوداګرۍ او بارچالانۍ ته پرمختیا برابره کړی نو دا خبره درک کولو مهمه ده چی کوپین هیګن – مالمو بندر په ناردیک سیمی کی ټولو نه لوئ دې او د بالټیک سیمی خدمات هم ترسره کوی . پدا ډول ډینمارک د هند تجارت او سوداګرۍ لپاره موقع برابروی چی په شمالی اروپا کی دغه بندرد لاری صادراتو له کبله ګټه پورته کړي . په هند کی ۱۴۰ څخه زیات د ډینمارک کمپنۍ شتون لری او ځان سره سائیسی هنر او تجارتی توان راوړی . دا کولی شی چی په سائینس ، ټکنالوژۍ او احصائ باندی پام متمرکز کړی . نوی ډیلی د شین انرژۍ پارکونو وړاندیز وړاندی کړی او د هنر اداری به په هیواد کی تاسیس کړی شی چیرته چی د ډینمارک شرکتون شتون لري 

مجازی ناستی د کوویډ ۱۹ وبا د اغیزی په تناظرکی روغتیا په باب د همکارۍ لپاره اړتیا پرګوته کړیده . هند خپل دارو درملو ګټی ته په کتو پدی ډګر کی د همکارۍ زیاتولو هم لټه کړیده . سره لدی دواړو خواو د قوانینو اساس لرونکی ګڼ اړخیز نظام ته خپله ژمنه تائیده کړیده چی ورکید په روغتیا نړیوال سازمان کی جامعه اصلاحات کول شامل دي. د ډینمارک لومړی وزیری فریډی ریکسن په وینا د سرمشریزی ناستی پائیله یواځی یوه بریا نه وه بلکی بلکی د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په هدف د لری لید په راتلونکي کی هوکړه لیک هم و

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت