پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کی یوازی پاتی شو
لیکنه : د رنجیت کمار
ژباړه : د پښتو څانګی
د کشمير مسله نړیواله ګرځولو کی د پاکستان هڅی یوځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا حتی د یو ډیر نرم دریځ په رامنځته کولو کې هم په بشپړ ډول ناکامه شوې. چین د خپل نامتو ملګري پاکستان په اشاره د ټولو ۱۵ غړو د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه. پدې ناسته کې یوازې چین لیدل کیده چې د جمو او کشمیر په اړه د هند اقدام د اندیښنی په توګه راپورته کړی . پداسې حال کې چې نورو ټولو لویو قدرتونو پاکستان ته لارښوونه کړې چې له هند سره دوه اړخیز وضعیت په اړه خبرې وکړي. وروسته له هغه چې هند د جمو او کشمیر ایالت اړوند د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې اړوند قانون لغوه کړ ، نو پاکستان په دې اړه خوب له لاسه ورکړی. هند د جمو او کشمیر په اړه د پاکستان دغه اقدام غندلی دی. د جمو او کشمیر په اړه د هند د اقداماتو توضیحات د امریکا د اداری لخواه د هند کورنی مسلی په توګه یاد شوی. روسیه د هندوستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دا ګام د اوچتولو ژوری ته ورسید او له هند او پاکستان دواړو یې وغوښتل چې دا مسله د دوه اړخیزو سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل کړي. امنیت شورا حتی د ناستې غیر رسمي پایله خپرولو لپاره د چین هڅې ناکامه کړې. په دې توګه د کشمير مسلې په اړه د امنیت شورا ناسته به په رسمي توګه ثبت نشی کومه چې په کشمير کې د حالاتو په اړه څه نشی ویلی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چین استازی ته د پاکستان د قضیۍ په اړه غوږ نیولی خو د هغه غیر رسمي بیانیه د خپرولو غوښتنې ته یې هیڅ پام نه دی کړې. وروسته ، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازی سید اکبرالدین د امنیت شورا د ۱۵ غړو په وړاندې د کشمیر په هکله خپل پریزنټیشن په وړاندی کولو سره د چین له استازی څخه پوښتنې وکړې چا چی هڅه کوله خپل نظر د ۱۵ غړو د نظر په توګه وړاندې کړي.
پاکستان له امنیت شورا تمه درلوده چې یوه اعلامیه خپره کړي چې د جمو او کشمیر د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړي او هند ته سپارښتنه وکړې چې له سختو ګامونو اخیستو څخه ډډه وکړي. په هرصورت ، پاکستان په بشپړ ډول یوازی شوی ، که څه هم د پاکستان حکومت هڅه کړې چې خپل خلک قانع کړي چې دوی د کشمیر مسلی په نړیوال کولو کې بریالۍ دی. د کشمیر مسله له ۱۹۷۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره په ملګرو ملتونو کې د بحث لپاره راپورته شوه ، خو امنیت شورا دا مسله په غیر رسمي ډول د تړلو دروازو تر شاه تر بحث لاندی ونیوله. حتی ، د غړو د نظریاتو رسمي یاداشتونه ندي اخیستل شوي . دا په ګوته کوي چې دا د ملګرو ملتونو سره ډیر تړاو نلري. دا مسله د چین په ټینګار باندې راپورته شوې وه ، چا چې مخکې د پاکستان د جیش محمد مشر مسعود اظهر د نړیوال ترهګر په توګه اعلانولو په لاره کې خنډونو رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی وو. چین او پاکستان دواړو خپل ځانونه په بشپړه توګه یوازی او تنها ولیدل .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان حتی د امنیت شورا غونډې نه مخکې په وروستو شیبو کی د متحده ایالاتو له ولسمشر یوه نابریالی غوښتنه وکړه چی د کشمير په اړه دی خپل دریځ بدل کړي. د ولسمشر ټرمپ لخوا عمران خان ته په کلکه وویل شول چې هغه باید دا مسله له هند سره په دوه اړخیزه توګه راپورته کړي. په حقیقت کې ، د امنیت شورا غړو درک کړه چې په دی اړونده پریکړې ، وروسته له هغه چې هندوستان او پاکستان د ۱۹۷۲ د شملا تړون او د ۱۹۹۹کال د لاهور اعلامیه لاسلیک کړه ، فاسق کیږي. هند تل ویلي چې له دې دوو موافقو وروسته ، د کشمیر په چارو کې د هیڅ دریمې ډلې لپاره لاس وهنه د ترسره کولو ځای نشته. لکه څرنګه چی هند ژمن دی نو چمتو هم دی چې له پاکستان سره په هره مسله دوه اړخیزی خبرې اتری وکړي. مګر پاکستان باید لومړی د ترهګرۍ کارول د یوې وسیلې په توګه بنده کړي چی غواړی په دی توګه هند دې ته اړ باسي چې خپلې غیر عادلانه غوښتنې پری ومني. هندوستان تل خپل ځانګړی دریځ ساتلی چې خبرې او ترهګري له یو بل سره پر یو وخت په مخ نشي تلی. د کشمير په اړه د پاکستان - چين
اړيکې د نړۍ هغه نظر لا ځواکمنوی چې پاکستان بايد له هند سره خپلې لانجې په ډيپلوماتيکه ډول د خبرواترو له لارې حل کړي او له ترهګرۍ څخه لاس واخلي.
وروسته لدې چې د چین استازی له هندوستان څخه وغوښتل چې د جمو او کشمیر د دریځ بدلولو لپاره یو اړخیز اقداماتو څخه دی ډډه وکړي ، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي په کلکه ټینګار وکړ چې د ۳۷۰ مادې لغوه کول په بشپړ ډول د هند کورنۍ مسله ده او دا هیڅ خارجي پایلی نه لري. ښاغلي اکبرالدین له پاکستان څخه وغوښتل چی د داسې مسلو راپورته کولو هڅې بندې کړي چې د ملګرو ملتونو له صلاحیت څخه بهر دي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان ناکامه اقدام یوځل بیا تایید کړه چې کشمیر په اړه پاکستان ته غوږ نیونکی شتون نلری.
Comments
Post a Comment