متحده عربی اماراتو او بحرین ته د لومړی وزیر سفر دوه اړخیزی اړیکی ځواکمنی کړی


لیکنه : د ډاکټر محمد مدثرقمر

ژباړه : د پښتو څانګی

لومړی وزیر نریندر مودی د اونۍ دووان کی د متحده عرب امارتو او بحرین سفر تر سره کړ. دغه مسافرت د خلیج عرب هیوادونو سره د هند زیاتیدونکی دوستی پر ګوته کوله. په متحده عرب عماراتو کی لومړی وزیر د ابو دابي ولی العهد محمد بن ذاید النحیان سره لیدنه وکړه. او مهم دوه اړخیزه ،سیمه ایز او باهمی دلچسپی نړیوالو مسلو باندی بحث وکړ. نوموړی د ارډر آف ذاید په نامه جایزه چی د متحده عرب اماراتو تر ټولو غټ دولتی جایزه ده هم تر لاسه کړه. او دا په ۲۰۱۹ میلادی کال اپریل میاشت کی ښاغلی مودی ته د هند او متحده عرب عماراتو تر منځ دوه اړخیزه اړیکی پیاوړی کولو په موخه اعلان شوی وه . 

دهند لومړی وزیر به متحده عرب عماراتو د روپۍ په نامه کارډ هم خپورکړو. کوم چی په لودیځ اسیا کی لومړی هیواد ، او سینګاپور او بوټان څخه پس دریم هیواد جوړ شوچی د هندوستان کارډ څخه تادیات تر سره کوی. دروبۍ کارډ د قبلولو په ترڅ کی د تفاهم یو یاداشت لیک د هند د ملی تادیاتو کارپوریشن او د متحده عرب اعماراتو د مرکری په نامه د تادیاتو خدماتو سند لاس لیک کړای شو. چی د لومړی وزیر مودی په شتون کی دواړو هیوادونو د تادیاتو فلیټ فارمونو -ترمنځ یو تخنیکی لایحه تاسیس کړه او لومړی وزیر مودی د بحرین شری ناتهـ جی معبد کی پرشاد یعنی تبرک د کارډ په واسطه واخیستلو. او هم داسی د کاډ پیل ئی وکړو. په بحرین کی د هند لومړی وزیر تود هر کلی وشو. او ورته د باچا حامد ارډر آف رینیسنس په نامه جابزه ورکړل شوه چی د بحرین تر ټولو غټه ملکی جایزه ده. د جایزی قبلولوپرمهال پخپأه وینا کی لومړی وزیر د جایزی اهمیت پر ګوته کړو چی دا جایزه د هندوستان او بحرین تر منځ له زرګونو کالو ټبنګی دوستانه اړیکو د پیژندلو په حیث ده.

باچا خماد بن عیسی الخلیفه د ښاغلی مودی په درناوی کی د شبی میلمستیا جوړه کړه. لومړی وزیر د خپل بحرین سیال خلیفه بن سلمان الخلیفه سره دوه اړخیزی خبری اتری تر سره کړی . او دوه اړخیزه، سیمه ایزی او د باهمی ګټو په نړیوالو مسلو باندی ئی

بحث وکړو.

لومړی وزیر مودی د باچا مرستیال سلمان بن حماد بن عیسی الخلیفه او د بحرین ولی العهد سره لیدنه وکړه .او دوه اړخیزه مناسبات پیاوړی کولو لپاره ئی د نظریو تبادله وکړه. د دی څخه مخکی لومړی وزیر نریندر مودی د بحرین ملی سټیډیم کی د ۱۵٫۰۰۰ هندیانو یوی ډلی ته خطاب وکړو . او د هیواد اقتصادی پرمختیا کی ئی د هغوی رول وستایلو . د هندوستان بحرین تر منځ دوه اړخیز مناسباتو ته په وده ورکولو کی ئی هم د هغوی د رول ستاینه وکړه . په نوموړی هیواد کی ۳۵۰٫۰۰۰ هندیان شتون لری . کوم چی په بحرین کی تر ټولو غټه خارجی ټولنه ده. هندی ټولنی ته د سخت زیار او د بحرین اقتصاد ته ونډه برابرولو د پاره په درنه سترګه کتل کیږی . د بحرین پلازمینه مناما کی لومړی وزیر نریند مودی ۲۰۰ کاله زوړ شری نات جی ( شری کرشنا)معبد ته ورغلو او هلته ئی عبادت تر سره کړو. دا معبد په خلیج کی تر ټولو زوړ معبد دی. او د معبد نوی کولو پروژه ئی هم پیل کړه چی د ۴٫۲ میلیون ډالرو په مصرف به بشپړه کړای شی. 

د هندوستان لومړی وزیر په سیمه کی کړکیچن ځمکنی او سیاسی وضعیت په نظر کی خلیج ته د دریو ورځو سفر کی د سیمه ایزو هیوادونوسره د هندوستان زیاتیدونکی مناسباتو د اهمیت په نظر کی دا سفر تر سره کړ. 

د لومړی وزیر مسافرت به د هندوستان او خلیج تر منځ او په خاص ډول د متحده عرب اماراتو سره سیاسی ،اقتصادی او امنیت اړیکی نوری پیاوړی ګرځولو کی یو اوږد مزل ووهی کوم چی له تیر پخوا راهیسی په لودیځ اسیا کی د نوی ډیلی تر ټولو غوره انډوال په حیث رابرسیره شوی .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت