د متحده عربی اماراتو له لوری مودی ته جائیزه په ورکولو پاکستان پریشان:



لیکنه : د معین الدین خان 


ژباړه : د پښتو څانګی 


د پاکستان واکدارانو دا خوی پاتی شوی چی هغوي د هند او پاکستان په معاملو کی هریو شئ د مذهب په نظر ګوری .نه یواځی دا چی پخپله بلکی دا هم غواړی چی ګرده نړۍ او بیا په ځانګړی ډول اسلامی هیوادونه هم په عین نظر وګوری . نه یواځی د کشمیر بلکی نورو ټولو معاملو په ترڅ کی هم د هغوي ذهنیت دغه شان پاتی شویدی چی اسلامی نړۍ خپل ټول ملی ګتی او نړیوال اړیکی یو خوا ته په کولو د پاکستان ملګرتیا وکړی. نو ځکه په اوسنیو تیرو ورځو کی په یو داسی وخت کی کله چی د کشمیر په اړه هندوستان ځنی اداریز پریکړی وکړلی او پاکستان هغه په نړیوال فورمونو په راوستو هغه ئې نړیواله مسئله د جوړولو هڅه وکړله نو متحده عربی اماراتو د هند لومړی وزیر نریندرمودی خپل ترټولو دروند ملکی جائېزی آرډر آف زید سره سرفرازه کړو . څرګنده ده چی پدی د پاکستان واکداران جل بل شول. د پاکستان پریشانی څومره زیاته ده د هغی اندازه لدی خبری څخه کیږی چی د پاکستان ثنا رئیس صادق سنجرانی متحده عربی اماراتو ته خپله دولتی دوره هم رده کړله. د کوم معنا دا وشوله چی نوموړی په دولتی توګه هم متحده عربی اماراتو سره خپل خپګان وښودلو. په سفارتی او نړیوالو اړیکو په ترڅ کی هر یو هیواد ډیر په احتیاط ګام پورته کوی خو د پاکستان واکمنانو یو خوي دا پاتی شوی چی هغوئي په هرځنی پیښی یو داسی غبرګون وړاندی کوی چی ګنی هغوئي د سفارتی اخلاقو او نړیوال ضابطو هیڅ پرواه نه وی . بیله شکه په پاکستان کی دا وخت په رسنیو په غیرمستقیما ډول بندیز دی کله چی اکثره صحافی یا خو خاموشه دی یا د حکومت ملګرتیا په کولو مجبوره دی . خو سره لدی شنونکی او آزاد فکر لرونکی خلک او سیاسی ځیرکتیا لرونکی خلک د حکومت تت کیدونکی په فکر اندیښمن دی بلکی خطر سره په مخامخ کیدو ولس مخی ته په ډاګیزه خپله خبره وړاندی کوی . 


ورځپاڼو او ټیلیویژیون چینلونود لاری هغوي ولس سره لاس رسی نشی لرلی نو ټولنیز رسنیو په واسطه خپل خیال څرګندوی . مودی ته یاده جائیزه په ورکولو د عمران حکومت کوم غبرګون وړاندی کړی په هغی د خیال په څرګندولو د پاکستان یو شنونکی وسعت ا لله خان یو ډیر ټکان رسونکی خبره کړیده . په خپل بلاګ کی وسعت الله خان په شوروع کی وائي چی متحده عربی اماراتو مودی ته چی کومه ستره ملکی جائیزه په ورکولو د پاکستان مشران جل بل کیږی باید چی هغه پدی خبره پوه شی چی هم دا آرډر آف زید د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف ته ۲۰۰۷ میلادی کال د جنورۍ په میاشت کی ورکړشوی وه . او دغه شان نورو واکدارانو ته هم دغه شان لوړی جائیزی ورکړ شویدی .


د پاکستان په سوچ او فکر څیړنه په کولو وسعت الله خان وائي چی د پاکستان مشکل دا دی چی هغه تیر ۷۲ کالو راهسی د اسلامی نړۍ په مینه کی په یواړخیز ډول ګرفتاره او غرق پاتی شوی د کوم چی هډو هیڅ وجود نشته . غرض دا چی د پاکستان اسلامی نړۍ سره تش په نامه احساساتی اړیکه لری ځکه هم نوراسلامی هیوادونو او بیا په ځانګړی ډول د خلیج هیوادونو په درک دا نه لږی چی له پاکستان څخه هغوي ته یو څه داسی شئ ترلاسه کیدیشی د کوم په اړه هغوي د پاکستان داخلی او بهرنی احساساتو خیال په لرلو خپل هند پلو پالیسی به جوړوی. خلیج هیوادونو له پاکستان څخه په پوځی شعبی کی چی څه اخستی دی هغه په بیعه ترلاسه کړي . دغه شان پاکستان چی امریکی او چین لپاره کوم خدمتونه ترسره کړیدی یا کوی هغه هم فی سبیل الله ندي. څنګه چی کار هم هغه شان اجرت . پدی کی احساساتی اړیکه د کومه راغله .

Comments

Popular posts from this blog

د کشمیر په اړه د خبرو کولو لپاره عمران خان په سعودی کی

د هند اقتصاد د ودی په لار

په پاکستان کی د جمهوریت خراب حالت